کومک

عطاءالله ځواب
سهار يخ باد لګېده، څوک يو خوا او څوک بل خوا ته په تېزۍ روان ول، يو ماشوم ځای پر ځای ولاړ و، له يخنۍ نه يې په غاښونو رباب واهه، په تمه و چې څوک به راشي.
يو کس يې له مخې تېر شو، غږ يې پرې وکړ: کاکا دېرش افغانۍ کومک راسره وکړه.
ځوان ورته وکتل
– ولې؟
– پکار مې دي!
– خو پلار نه دې واخله کنه؟
د ماشوم سترګې ډنډ شوې: که هغه ژوندی وی بيا مې تا نه غوښتې!
– ولې هغه چېرته تللی؟
ماشوم په غوسه وويل: هغه هغې بلې دنيا ته تللی، همدلته په بم کې والوت.
ځوان پوه شو چې څه ته اړتيا لري.
– څه اخلې چې زه يې درته واخلم؟
د ماشوم څهره وغوړېده، له کچې ګوتې يې ونيوه لکه د پخوا نه چې يې پېژني، په دويمه کوڅه ورتاو شول، د يوې غرفې خوا ته ودرېد او لاس يې پاس په ميخ کې راځوړند کتاب ته ونيوه.
– کاکا هغه کتاب راته واخله؟
ځوان وروکتل اريان دريان شو چې دا څه روان دي، کومک غواړي، پلار يې نشته، په يخنۍ کې ولاړ دی او يواځې…..
د ماشوم غږ له سوچونو وويست: کاکا لکه چې راته نه يې اخلې؟
هغه ژر ځواب ورکړ: ولې نه خامخا يې درته اخلم!
ځوان دکاندار ته پيسې ورکړي، ماشوم له خوشالۍ ټوپونه کړل او په چغو يې وويل: پلاره زه اوس هم کتاب لولم….
تبصرې
تبصرې بندې دي