کووېډ ۱۹؛ افغان روغتیا پالان وايي، که اوسنی وضعیت دوام وکړي، کېدای شي له ”جدي بحران سره مخامخ شو”

په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان هم د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر له اقتصادي او روغتیایي پلوه کورونا وځاپه. افغان ډاکتران اوس وایي، دوی له خپلو تېروتنو زده کړې کړي او ان په دې هم پوهېدلي چې د وسايلو او اسانتياوو په نه شتون کې هم څه ډول ګامونه پورته کړي.
د ”افغان – جاپان ” روغتون سر طبیب ډاکتر طارق احمد اکبري وايی، هیله من دى چې ۲۰۲۲ م کال له تېر هغه سره توپیر ولري او دوى به وکولى شي چې خپلې روزنیزې، تخنیکی او نورې اړتیاوې په خپل وخت پوره کړي.
ښاغلي احمدي په دې تړاو بي بي سي سره خبرو کې وویل، تېر کال د افغانستان کې وضعیت ګونګ و او که همدا حالت دوام وکړي، کېدای شي له ”جدي بحران سره مخامخ شو. ”
نوموړی زیاتوي له مخکیني حکومته یې د اکسییجن تولید او لابراتور تجدید په ګډون ځینې غوښتنې کړې وې، چې تر اوسه پورې یې له کوچنۍ برخې یانې د اکسیجن پلانټ له تنصیب پرته نورې چارې لا هم پر ځای پاتې دي.
نوموړي د تېر کال په اوږدو کې د اکسیجن کموالی تر ټولو لویه ستونزه وبلل، چې دوی ورسره لاس او ګرېوان وو.
که څه هم په افغانستان کې اوسمهال د کورونا ناروغانو د شمېر په هکله کره معلومات نه شته، خو ډاکتر احمدي وايي، دوی سره همدا اوس ۵۴ ناروغان بستري دي، چې ۱۲ یې د ځانګړې پاملرې څانګه کې بستري دي. نوموړی وايي، تېره اونۍ د کووېډ – ۱۹ له کبله د دوی روغتون کې شپږ کسان مړه شوي دي.
د یادونې ده، چې د ”افغان – جاپان ” روغتون مسوولینو چې د افغانستان له مهمو روغتیايي مرکزونو یو او د کورونا درملنې یوازینی مرکز دی ویلي و، د کورونا نوې بڼې اومېکرون د معایناتو لپاره مناسب الات نه لري.
د دې روغتون مسوولینو دا وروستیو میاشتو کې ویلي، دارو – درمل یې مخ په ختمېدو دي او د ناروغانو خپلوان یې له بهره ترلاسه کولو ته اړ دي.
تبصرې
تبصرې بندې دي