67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

کوټ

ژباړه: مصطفی صفا

[pukhto]
لنډه کيسه
ليکوال: نيکولای ګوګول
ژباړه: مصطفی صفا

په يوه دولتي اداره کې، ښه به وي چې و نه وايم کومه يوه اداره؟ يو ټيټ رتبه مامور کار کاوه، له رنګه سور، مخ يې له ګونځو ډک، د سر وېښته يې تر نيمايي تويې شوي او له ونې ټيټکی سړی و. څه به وايو، د پترزبورګ هوا په سړي دا کانې کوي!
دا مامور (اګاکي اکاکيويچ) نومېده. دا چې څه وخت دې ادارې ته راغلی و، چا مقرر کړی و؟ څوک پسې نه ګرځېدل. مديران به تلل راتلل، رئيسان به بدلېدل، رابدلېدل، خو اکاکيويچ په همدغه ځای کې، په همدغه شان وختونه تېرول. د ده کار د اداري ليکنو پاکنويس کول وو. لوړ رتبه مامورينو به چې ليده فکر به يې کاوه چې دی د همدغه کار لپاره پيدا شوی دی. نور يې ځان نه ورباندې پوهاوه. کله چې به ادارې ته راته، حتی د دروازې ساتونکي به هم پام نه ورته کاوه، نه به ورته ولاړېده او نه بې په راننوتلو دا ری واهه چې کوم مچ راغی او که مېږی؟ دی به لا ناست نه و چې د دفتر معاون به پرته له دې چې څه ووايي، ګڼ کاغذونه ده ته ونيول.
ده به هم له سلام او کلام پرته د هغو د پاکنويسۍ کار پيل کړ؟
ځوانو همکارانو به له ده سره شوخي کوله، په ده پسې يې ټوکې جوړې کړې وې، اکاکيويچ د يوې زړې ښځې په کور کې اوسېده. همکارانو به يې ويل چې دی د خپلو کاغذونو له امله هره ورځ د دغې ښځې له خوا کوتک خوري. ده به د داسې ټوکو په وړاندې هېڅ نه ويل. يوازې چې کله به کوم همکار وسکونډه، يا د کار پر وخت به يې پر څنګل وواهه، ده به چېغې کړې: پرې مې ږدئ، ولې مې ځوروئ؟
يوه ورځ يو رئيس مهربانه شو، ده ته يې وويل، د دغه تکراري کار پر ځای راشه يو بل غوره کار وکړه، اداري راپورونه ليکه. اکاکيويچ چې له بل کاره وېره درلوده او ځان يې کم ګاڼه، د رئيس په دې خبره يې پر مخ خولې راماتې شوې. وروسته يې په خواره خوله وويل: ښه به وي چې همدا پاکنويسي وکړم.
د اکاکيويچ ظاهري څېره، بوټونه، جامې او نور کړه وړه هم داسې تکراري وو، لکه د ده دنده. يو جوړ شين رنګه جامو يې رنګ له لاسه ورکړی و، چا فکر نه کاوه چې يو وخت به دې جامو شين رنګ درلود. د ده پر جامو به تل يو څه سرېښ وو. تارونه، خلي خځلې، د هندواڼې زڼي، يا بل داسې څه…. ده هم ورته پام نه کاوه، په لارو به چې خټې ور باد شوې، يا به د بګيو اس وپرنجېد او له سپږمې به يې په ده څه ولګېدل، ده سر ورپسې نه ګرځاوه…
کور ته به چې راته يو پنډ کاغذونه به يې ورسره راوړل، يو څه به يې په بېړه تر ستوني تېر کړل او پرته له دې چې د هغو په خوند کې فکر وکړي، کاغذونو ته به يې لاس کړ او تر ناوخته به يې پاکنويسي کوله.
د ده همکارانو به کله ناکله تفريح کوله، مېلمستياو ته به تلل، غيبت کول چې د روسانو عادت دی او له هغه پرته ژوند نه شي کولی، د هغو لپاره به يې بنډارونه جوړول، په قېمار به راټولېدل، په دې ټولو چارو کې اکاکيويچ نه ليدل کېده، دی له خپله ژونده راضي و. ادارې ته تلل راتلل، پاکنويسي، ډوډۍ خوړل او خوب کول د ده ژوند و.
په پترزبورګ کې د هغو کسانو لپاره چې په کال کې يې څلور سوه روبله عايد درلود، دښمن د يخنۍ موسم و، که څه هم ډېرو باور درلود چې ساړه د روغتيا لپاره ګټور دي!
دلته د يخنۍ موسم تازه پيل شو، ورځې لنډې شوې، سهار مهال به د شمال سړو بادونو په لارو کې سړی په متروکو واهه، مامورين او دولتي کارمندان اړ وو چې تر اتو بجو پورې ادارو ته ځان ورسوي. په دغه ورځو به حتی لوړ رتبه کارمندان هم يخ لړزول او چې ادارې ته به راننوتل، د يخنۍ له امله به يې سترګې له اوښکو ډکې وې. ځېنو مامورينو به د ځان تود ساتلو په موخه تر ادارو پورې منډې راوهلې. په دغو کې يو اکاکيويچ و، د يخنۍ موسم چې څنګه راولګېد، خپل پخوانی زوړ کوټ يې راواخېست، خو دا ځل يې تر پخوا ډېر ساړه په کې کېدل، هر څومره به يې چې د کور او ادارې تر منځ لار په منډو لنډه کړه، بيا يې هم شا او اوږې د سړو له يرغله نه شوې بچ کولی. وروسته شک ورته پيدا شو چې هسې نه په کوټ کې څه عيب پيدا شوی وي.
چې کور ته ورسېد، د خپل کوټ له دقيقې معاينې وروسته ورته څرګنده شوه چې د شا له خوا په کې درې سوري پيدا شوي او دننه يې هم د اوږو په برخه کې استر شړيدلی دی. کوټ ملامت نه و، کلونه، کلونه يې د اکاکيويچ ملګرتيا زغملې وه….
اکاکيويچ چې به کله ادارې ته راغی، نورو همکارانو به يې په کوټ پورې ملنډې وهلې، چا به يې له سوريو څخه د استر پنبې راکشولې، چا يې سولېدليو اوږو ته ګوته نيوله او چا به د کوټ نوم نه ورته اخېست، ځل او پيڅول به يې باله….
اکاکيويچ چې د خپلو همکارانو له ټوکو او ملنډو په تنګ شو، له ځانه سره يې يوه پرېکړه وکړه چې کوټ بايد خياط ته وروړي. دوی ته تر ټولو نېژدې خياط (پطرويچ) و چې د يوې ودانۍ په څلورم پوړ کې يې کار کاوه او يوه سترګه يې معيوبه وه. کله چې اکاکيويچ د ودانۍ په زينو کې ورخاته، په هر ګام سره يې بد بوی تر پوزو کېده. دا زينې هم د پترزبورګ د نورو ارزانه ودانيو د زينو په څېر له خلو خځلو او چټليو ډکې وې، چې کوټې ته ورننوت، پطرويچ د لرګي په يوه مېز ناست و، پر زنګون يې د رخت يوه ټوټه هواره کړې وه، تار يې په ګوتو کې نيولی و او د ستنې د پېيلو هڅه يې کوله، تار نه پېيل کېده او ده ورسره سپکې سپورې ويلې.
اکاکيويچ چې خياط بوخت وليد، غوښتل يې بېرته راوګرځي، خو له هغې خوا پطرويچ ورته راغږ کړ، دی ور وګرځېد، دواړو روغبړ وکړ. وروسته اکاکيويچ ورته وويل چې کوټ مې نور ښه دی، خو لږ يې اوږې سولېدلې دي، لږ يې استر خراب شوی او لږ سوري په کې پيدا شوي دي….
پطرويچ د ده له اوږو کوټ ور واخېست، پر مېز يې وغوړاوه او په خپله روغه سترګه يې د کوټ ټولو اړخونو ته وکتل، بيا يې د کړکۍ خوا ته رڼا ته ونيوه، څو شېبې ورته ځير شو، بيا يې وويل: دا د جوړېدو نه دی، شړېدلی دی.
د دې خبرې په اورېدو د اکاکيويچ زړه په دربېدو شو او په هيله منه بڼه يې وويل: يوازې دا اوږې څه خرابې دي…. ته ختماً يوه ټوټه لرې چې….
پطرويچ يې په خبرو کې ورولوېد: هر ډول ټوټه شته، خو ستا کوټ ډېر په بد حال دی، د ګنډلو تار په کې نه بندېږي، که ستن پرې ولګېږي، بېخي به تويې شي.
اکاکيويچ وويل: خو ته پوهېږې، يو کار يې وروکړه!
پطرويچ هماغې خبرې ته اړم و: ناممکن دی، هېڅ ورباندې نه کېږي، عمر يې خوړلی، چاره نه شته، تاسې يو بل نوی کوټ جوړ کړئ او دا کور په پښو در اچوئ.
د (نوي) په اورېدو پر اکاکيويچ د وارخطايۍ څپه راغله، دکوټې ټول شيان يې سترګو ته وګډېدل، بيا يې وويل: څه ډول نوی؟ زه چې پيسې نه لرم….
پطرويچ په داسې ډول لکه د هغه له وارخطايۍ او بېوزلۍ څخه چې خوند اخلي وويل: بايد نوی کوټ وګنډې.
– ښه نوی کوټ به په څو وشي؟
– ۱۵۰ روبله ورباندې راځي. بيا يې د سترګو تر کونجو اکاکيويچ ته وکتل، که چېرې غواړې مخ يې د پوستکي او استر يې د ورېښمو شي، داسې يې وبوله چې خبره ۲۰۰ روبلو ته رسېږي.
– هيله کوم، هر ډول چې کېږي په دا زوړ کوټ مې لږ لاس ووهه چې بيا يې واغوندم!
– نه؛ دا کار په درد نه خوري، هسې پيسې ورباندې لګوې.
اکاکيويچ له خياط سره مخه ښه وکړه او راووت. کله چې کوڅې ته ورسېد، احساس يې کاوه چې دا هر څه خوب او خيال وو. ګنګس و، له ځان سره يې خبرې کولې، نه پوهېده چې کومې خواته ولاړ شي؟ په لار کې له يوه دودکش پاکوونکي سره ولګېد، لستوڼی او نيم اړخ يې په دود تور شول چې نور هم وړاندې ولاړ، د يو کور له بامه چا خاورې خځلې راخطا کړې، ډېرې په ده باندې راتويې شوې، خو د ده ورته پام نه شو…. په همداسې ګنګستيا کې تر خپله کوره ورسېد. په کور کې يې هم له ځان سره د خياط او کوټ په باب خبرې پيل کړې. ده ځان ته په دې ډاډ ورکړ چې ښايي پطرويچ يې له خپلې مېرمنې سره جنګ کړی وي چې ما ته يې دومره ګډې وډې وغږولې…. بلاخره له ځان سره په دې خبره سلا شو چې د راتلونکې اونۍ د يکشنبې په ورځ به بيا ورځي او د زاړه کوټ جوړولو ته به يې راضي کوي.
کله چې يکشنبه راورسېده، دی پطرويچ ته ورغی، هغه بيا هماغه خبرې ورته وکړې. اکاکيويچ چې دا ځل کور ته راغی، د زاړه کوټ د جوړېدو فکر يې له سره والوت او ټول پام يې په دې شو چې هر څه کېږي بايد نوی کوټ جوړ کړي.
ده پرېکړه وکړه چې خپل لښګتونه کم کړي، د شپې له خوا يې چای څښل په ځان ودرول، څراغ يې هم نه لګاوه، که به يې اړتيا پيدا شوه د کور د څښتنې زړې ښځې کوټې ته به ورتلو او د هغې د څراغ له رڼا به يې استفاده کوله. په لارو کې به يې په احتياط ګامونه اخېستل چې د بوټونو تلي يې و نه سولېږي. جامې به يې په ځنډ بدلولې چې د وينځلو لګښت يې کم شي. په کور کې به يې جامې ايستلې چې زړې نه شي…. دغه کار په لومړيو کې ډېر سخت و، خو وروسته ورته اسانه شو. ده ډېرې شپې په تشه ګېډه سبا کړې، ځکه ده د جسمي غذا پر ځای، روحي غذا پيدا کړې وه. د ده روحي غذا د نوي کوټ په باره کې فکر کول وو. د کوټ په اړه فکرونه ورته داسې وو لکه له يوه کس سره چې خبرې کوي، يا لکه واده چې يې کړی وي. دغو فکرونو دی يوازې نه پرېښود، يو ځل نېژدې و د پاکنويسۍ پر مهال د کوټ په اړه وليکي، خو ژر يې پام شو او چېغې يې کړې: يا ربه!!!
دی به په مياشت کې يو ځل پطرويچ ته ورتلو او د کوټ په اړه به يې سلا مشوره ورسره کوله، بلاخره له څو مياشتو لوږو، تندو، سرګردانيو او فکرونو وروسته په دې بريالی شو چې ۸۰ روبله له ځانه زيات کړي. کله چې يې له خياط سره خبره شريکه کړه، هغه ورته ويل چې ما لومړی ځل ستا د وارخطايۍ لپاره ډېرې پيسې وښودلې، اوس راځه په همدغه ۸۰ روبله ډېر ښکلی کوټ درته جوړ کړم…… ده ورسره ومنله، په څو ورځو کې پطرويچ کوټ جوړ کړ او پرته له دې چې اکاکيويچ خبر کړي، کوټ يې کور ته وروړ، دواړه کېناستل، پطرويچ کوټ په يوه ښکلي دسمال کې تړلی و، د دسمال غوټې يې پرانېستې، کوټ يې راوايست او دسمال يې په خپل جېب کې واچوه. بيا يې په ډېر غرور کوټ په لاسونو کې ونيو او په ټول مهارت يې د اکاکيويچ په اوږو ور واچوه، په ځان کې يې ورسم کړ. په رښتيا هم چې ښه کوټ يې جوړ کړی و. اکاکيويچ خپل ځان يو بل انسان په کې وليده، له خوشالۍ يې خوله نه راټولېده، له پطرويچ سره يې حساب خلاص کړ. دواړه راووتل، اکاکيويچ د ادارې په لور روان شو، پطرويچ له شا ورپسې کتل او تر هغه يې ننداره کوله چې په کوڅو کې يې له سترګو پناه شو.
اکاکيويچ چې کله ادارې ته ورسېد، همکاران يې ورباندې راټول شول او د نوي کوټ د مبارکيو شور ماشور شو. همکارانو يې له ده څخه شيريني غوښته. له اکاکيويچ نه ځان ورک و. نه پوهېده څه وکړي او څنګه ټول په دې غلط کړي چې کوټ مې نوی نه دی؟ په دې وخت کې د رئيس معاون راغی او ټولو ته يې وويل چې نن يو عجيب تصادف دی، زما د زېږېدو ورځ هم ده، له اکاکيويچ خوارکي شيريني مه غواړئ، راشئ زما کور ته، هلته زما د زوکړې په مناسبت جشن جوړوو.
ټولو ورسره ومنله، خو اکاکيويچ غوښتل هلته له تللو ځان وژغوري، خو ټولو پرې راغبرګه کړه چې دا به ښه کار نه وي چې موږ ولاړ شو او ته پاتې شې.
مېلمستيا د شپې وه، ټول له ادارې رخصت شول او پرېکړه په دې وشوه چې ماښام ته به ټول د ښاغلي معاون کور ته حاضرېږو.
د اکاکيويچ د ژوند تر ټولو ښه ورځ وه، له خوشالۍ په لار پوی نه شو، چې کور ته ورسېد کوټ يې په ډېر احتياط سره وايست او په دېوال يې راوځړاوه. يو ځل بيا يې په کتلو بوخت شو، بيا يې د پرتلنې لپاره زاړه کوټ ته وکتل، له خندا ورته شين شو. بيا يې وويل: څومره لوی فرق!
وروسته کېناست، نن يې هېڅ پاکنويس نه کړل، زوړ کوټ به چې ور ياد شو، خندا به ورغله، مازيګر شو، جامې يې واغوستې، نوی کوټ يې په اوږو واچوه، له کوره راووت او د معاون د کور په لور روان شو. څومره چې د هغه کور ته نېژدې کېده، په کوڅو کې د خلکو ګڼه ګوڼه زياتېده او ښې ودانۍ تر سترګو کېدې. نن د ده لپاره عجيبه ورځ وه، په جامو کې نه ځايېده، له يوې خوا يې نوی کوټ اغوستی و او له بلې خوا له کلونو وروسته په چکر راوتی و. له څه مزل وروسته د معاون کور ته نېژدې شو، معاون شتمن سړی و او د اشرافو په څېر يې ژوند کاوه. تياره په زياتېدو وه، د معاون د کور په زينو کې څراغونه لګېدلي وو، د هغه کور په دوهم پوړ کې و.
اکاکيويچ دهلېز ته وردننه شو، د دېوال بېخ ته څو کتاره بوټونه او څپلکې ايستل شوي وو. د اتاق په منځ کې سماوات اېښی و، له هغه نه بخار پورته کېده او د جز جز غږ يې کاوه. ګڼ د غاړې دسمالونه او کوټونه په دېوال راځړېدلي وو. نور کارمندان مخکې رارسېدلي وو. د دېوال له شا د خلکو غږ راتله. اکاکيويچ هم خپل کوټ د نورو کوټونو تر څنګ پر دېوال راوځړاوه او کوټې ته ورننوت. کوټه لويه وه، ځېنو چلم څکاوه، ځېنې د قېمار مېز ته ناست وو، کله يې چې په اکاکيويچ سترګې ولګېدې، په يوه اواز يې ورته ښه راغلاست وويل. اکاکيويچ حيران شو، څه وکړي؟ لاس چېرته تکيه کړي؟ پښې چېرته کېږدي؟ وروسته په يوه چوکۍ کېناست او د نورو سيل يې پيل کړ. ډېر شېبې يې خلکو ته وکتل، يو اوږد ارږمی يې وکښ، د خوب وخت په تېرېدو و. ده يو ځل له کوربنو څخه د تلو اجازه واخېسته، خو ټولو مخ ور واړوه چې اوس ډوډۍ رارسېږي، ته هسې مېله ړنګوې، نن بايد تر ځنډه بنډار وکړو. څو شېبې وروسته ډوډۍ راورسېده، ټولو په خوند وخوړه. اکاکيويچ دا ځل له اجازې غوښتلو پرته له کوټې راووت. په دېوال راځړېدلو کوټونو ته يې وکتل، له بده مرغه د ده کوټ پر ځمکه رالوېدلی و، ورټيټ شو، راپورته يې کړ، ويې څانډه، بيا يې په اوږو واچوه او له کوره راوت. شپه پخه وه، خو لا تر اوسه د باندې څراغونه لګېدل او څو مغازې لا خلاصې وې. ده په مړه ګېده او خوشاله زړه د خپل کور په لور ګامونه اخېستل. ډېر ژر هغو کوڅو ته ورسېد چې کم څراغونه په کې ښکارېدل او تر ډېره بريده په کې تيارې بړستن غوړولې وه. ساړه وو، کوڅې تشې وې، هېڅوک په کې نه تر سترګو کېدل، د دېوالونو بېخونو ته سپينې واورې پرتې وې، ده يوازې د خپلو ګامونو غږ اورېده. په زړه کې وېره ور ولوېده، شا و خوا يې وکتل، بيا يې له ځانه سره وويل: ښه ده چې شا و خوا ته و نه ګورم. په نيمکښو سترګو يې لار لنډوله چې يو دم يې مخ ته دوه سړي ودرېدل. تياره دومره زياته وه چې هغوی نه پېژندل کېدل. د اکاکيويچ د زړه درزا زياته شوه. له هغو څخه يوه وويل: اها؛ دا کوټ خو زما دی!…. اکاکيويچ غوښتل چېغې کړي او د مرستې غوښتنه وکړي، خو هغه بل کس په ده باندې سخت ګوزار وکړ، دی پر ځمکه راولوېد. څو دقيقې وروسته چې را په سد کې شو، هماغسې تياره وه، کوټ يې په ځان کې نه و او يخ يې غاښونه کړسول. څو چېغې يې له خولې ووتې، هېڅوک نه وو، چېغو ته يې د زړه زور نه و. په ناهيلۍ راپورته شو، هلته لېرې يې يوه کوټه وليده، ورغی، دا د يوه ساتونکي کوټه وه، هغه ته يې په غوسه او وارخطايۍ وويل: ته دلته اوسې او زه غلو لوټ کړم!
ساتونکي چې دی په بد حال وليد، ويې ويل: ما خو هېڅوک و نه ليدل.
له څه خبرو وروسته يې اکاکيويچ ته وويل: ښه به وي چې اوس خپل کور ته ځان ورسوې، سهار به راشې او د دې سيمې د پوليسو مشر ته به خپل شکايت وړاندې کړې…
اکاکيويچ سهار وختي د دې سيمې د پوليسو د رئيس کور ته ورغی، خو په ځواب کې ورته وويل شول چې اوس رئيس ويده دی. لس بجې يې پوښتنه وکړه.
چې لس بجې شوې، بيا يې هم واورېدل چې رئيس ويده دی. يوولس بجې راوګرځېد، دا ځل ورته وويل شول چې رئيس دباندې وتلی دی. اکاکيويچ چې کله د څلورم ځل لپاره راغی. د رئيس مزدورانو هغه دننه نه ورپرېښود، خو اکاکيويچ په لومړي ځل ډېره تندي له ځانه ښکاره کړه او ويې ويل چې حتماً بايد رئيس ووينم. په همدې ټېل ماټېل کې رئيس ته خبر ورغی چې يو سړی شکايت ته راغلی او څه شی يې زموږ په ساحه کې غلا شوی دی. رئيس، اکاکيويچ وروغوښت او د دې پر ځای چې د اکاکيويچ شکايت واوري، له هغه څخه يې تېر ايستونکي پوښتنې پيل کړې، رئيس ترې وپوښتل: تا د شپې ناوخته په دې کوڅو کې څه کول؟ په څه بد کار پسې خو به نه وې راوتی…. د اکاکيويچ رنګ سور اوښتی و، څو شېبې يې ښکته کتل، وروسته همداسې پټه خوله راووت، هماغه زوړ کوټ يې پر تن و او د خپلې ادارې په لور وخوځېد.
نن تر ټولو ورځو ناوخته ادارې ته ورسېد، له ده نه د نوي کوټ غلا، يو شمېر کارمندان اغېزمن کړل، خو يو شمېر يې هماغسې مسخرې کولې. په پای کې د ټولو سلا په دې شوه چې د پوليسو پر ځای بايد د هغه سيمې مخور شخص ته مراجعه وکړې. اکاکيويچ چې چاره نه درلوده، په بله ورځ د مخور کس ليدو ته ورغی. د مخور سړي دفتر ته هم د هر چا د ننوتلو اجازه نه وه، انتظار به کېده، ساتونکي به منشي ته ويل، منشي به د دفتر منشي ته ليکل، هغه به بيا د مخور تندي ته کتل چې زړه يې دی او که نه؟ په دومره ځنډنۍ لار به له مخور سره ملاقات کېده.
مخور دا وخت د خپل ماشومتوب د وخت له يوه همزولي او ملګري سره چې په دې شپو ورځو پترزبورګ ته راغلی و، ګپ شپ کاوه. کله چې مخور ته وويل شول يو سړی تاسې ته انتظار دی او ليدل مو غواړي. مخور په تُنده لهجه وپوښتل: څه کاره دی؟ ورته وويل شول چې کوم دولتي مامور دی.
مخور وويل: ورته ووايي چې منتظر اوسي، وخت نه لرم!
ډېر وخت تېر شو، مخور يې له ملګري سره د ويلو څه پرې نه ښودل، دوی چې زړونه ښه سره تش کړل، سګريټ يې ورواخېستل. ناڅاپه مخور ته منتظر مامور ورياد شو، راويې غوښت. د اکاکيويچ څېرې ته يې چې وکتل، مړاوی او خفه ښکارېده، په وچ او آمرانه انداز يې ورته وويل: څه دې غوښتل؟
په دې غږ سره د اکاکيويچ ټول بدن وېرې په سر واخېست، په بنده، بنده ژبه يې ورته کړل: ستاسې د دفتر په شا و خوا کې کوټ را نه غلا شو.
مخور په غوسه وويل: تاسې له اداري اخلاقو معلومات نه لرئ؟ ايا فکر مو کړی چې چېرته ياست؟ نه پوهېږې چې په دې اداره کې چارې په څه سلسله ترسره کېږي؟… لومړی تاسې بايد خپله عريضه وليکئ، وروسته بايد هغه منشي ته ورکړئ، هغه به يې د څانګې آمر ته لېږي، هغه به يې بيا د دفتر رئيس او بيا به له پرېکړې وروسته ما ته رارسېږي…
د اکاکيويچ سر تر نوکه بدن خوله، خوله شوی و. ويې ويل: فضيلت مابه مشره، له ما نه بېړه وشوه چې ستاسې مبارک حضور ته راغلم، خو منشيان… پوهېږئ ډېر سړی پرې ډاډمن…. نه وي.
له مخور نه چېغه وشوه: څه، څه؟ دا چټيات دې چېرته زده کړي؟ اوسنيو ځوانانو دا يآغيتوب له کومه راوړی؟…
د مخور پام نه و چې د اکاکيويچ عمر تر پنځوسو اوښتی او پر مخ يې د خوارۍ ګونځې خپرې دي. بيا يې وويل: ته پوهېږې چې له چا سره خبرې کوې؟ د چا په وړاندې ولاړ يې؟… غوږونه دې شته، تا ته وايم؟
د اکاکيويچ بدن لړزې واخېست، نېژدې و چې پر ځمکه راولوېږي، يو ساتونکی راغی، هغه يې تر مټو ونيو او بهر يې کړ. مخور کس له څېرې ډېر خوښ معلومېده چې خبرو يې پر يوه سړي دومره اغېز وکړ چې نېژدې وه ساه ورکړي. بيا يې د سترګو تر کونجو خپل ملګری وڅاره چې څه غبرګون لري؟ د ملګري په ليدو پوی شو چې په هغه کې هم د وېرې اثر پيدا شوی، نو خوشالي يې يو پر دوه شوه!
اکاکيويچ چې مړاوی، ناهيلی او وېريدلی کور ته راورسېد، تودې تبې نيولی و، سر يې بالښت ته کړ او اوږد وغځېد، چې شېبې تېرېدلې، بدن يې درنېده او د درد شدت يې زياتېده. يو مهال يې ډاکتر سر ته ولاړ و او د کور څښتنې زړې ښځې ته يې د ده حالت نازک ښوده. ډاکتر زړې ښځې ته وويل: ښه به وي چې له همدا اوسه د يوه ارزان بيه تابوت غم وخورې او بيا يې وويل: زه بيا راځم!
خو څو چې ډاکتر بيا راتلو، د اکاکيويچ ساه اسمانونو ته ختلې وه…
په دې ډول يو انسان د تل لپاره د ځمکې له مخ نه کډه شو، يو داسې انسان چې د هېچا پام ورته وا نه وښت، هېچا دوست و نه ګاڼه او هېڅوک يې د لاسنيوي پيدا نه شول… يو داسې انسان چې بې جنجاله يې ژوند وکړ او بې جنجاله خاورو ته ولاړ…..
څو ورځې وروسته د ادارې يو ساتونکی کور ته ورپسې ورغی چې اکاکيويچ ادارې ته جلب کړي، خو چا وپوهاوه چې هغه څو ورځې مخکې مړ شوی دی….
[/pukhto]

8 خوښونې

اړوند مطالب

خپلې لور ته د فرویډ سپارښتنې
سملاسي مشاعره
زګيروی
پيشوګان چې انسانان کېږي!
د لقمان حکیم نصیحتونه
مشرقي ولس ته !
ادبي (شاعرانه) منطق
په مخه دې زيړي ګلونه !

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

فبروري 2020
S S M T W T F
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
29  
« Jan   Mar »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /