کیسه
نجیب منلی
[pukhto]
لعل محمد سهار وختي له خوبه راپاڅېد. مخ لاس یې وکړل او په منډه یې ځان د سباناري دسترخوان ته ورساوه. بېګا یې پلار یې ورته ویلي وو چې سبا به یې له ځان سره دفتر ته بیایي او مازدیګر به ورته نوي بوټان اخلي. پلار پسې یې چې موټر راغی نو لعل محمد بیا وخته په ډاله کې ناست و. څلورتنه نور هم په موټر کې وو. د لعل محمد پلار شاتني سیټ کې د دوو نورو همکارانو سره کښېناست. څلورواړه ماین پاکان وو. ډرېور ماین پاک نه و، خو تل به له همدې ډلې سره ګرزېده. تر زرو وارو زیات پینځه واړه د مرګ تر پولې ورغلي وو او بېرته ترې راګرزېدلي وو. موټر لا د کوڅې د سر ګرځني ته نه و رسېدلی چې مخابرې په کښار شرو وکړه. «د کابل جلال اباد په سرک … تر پله لاندې… نمبر درې… ځان ورورسوﺉ!»
نمبر درې همدغه موټر او همدغه ټیم و. د مخابرې له امر سره سم، ډرېور لار بدله کړه. په څو دقیقو کې ټول ټیم د کابل جلال اباد پر سرک د یوه پله لاندې و. د پولیسو یوه ګزمه تر دوی وړاندې رسېدلې وه. یوه ږیرور زلمي چې پر موټرسایکل سپور و یو د بخار دېګ دلته د پله پایې ته څېرمه کېښود او په خپله ولاړ. یو لاروی د حاجت له پاره راکښېوتی و، پولیسو ته یې زنګ وهلی و.
د لعل محمد پلار د سامانونو بکسه واخیسته او په منډه منډه یې ځان تر دېګ پورې ورساوه. نور ملګري یې ورپسې وو، لعل محمد ليدل چې پلار یې ملګرو ته په اشاره د درېدلو وویل. په خپله یې پلاس په لاس کې نیولی و، له دېګ سره بوخت و. ناڅاپه درز شو. تر پله لاندې، پایې ته څېرمه د اور لمبه پورته شوه.
تر دې ځایه کیسه په خپله راروانه وه.
اوس کېدای شي چې په همدې ځای کې پای ته ورسېږي. ډېره لنډه کیسه به وي، څوک به یې «مینیمال» بولي او څوک به ورته اصلاً د کیسې تذکره هم نه ورکوي.
بله لار یې دا ده چې کیسه نوره هم پسې وسپړل شي. خو دلته مې بیا د ستونزو یوه جړه مشوړه په مخ کې پرته ده. چې پاڼه سپینه وه، هر څه ممکن وو. ما کولای شول چې سپینه پاڼه همداسې سپینه پرېږدم، کولای مې شول چې خپل د کار ځای ته پرې د ناروغۍ رقعه ولیکم، یا خپل کوم دوست ته لیک و لیکم، یا پرې شعر ولیکم، یا… یا….. خو لومړۍ جمله چې ولیکل شوه زما نا محدوده دنیا یې را تنګه کړه. اوس دلته لعل محمد هم شته، وخت هم ټاکل شوی دی او تر ډېره حده ځای هم مشخص دی. زه نور نه شم کولای چې هر څه مې چې زړه غواړي و یې لیکم. هر څه چې لیکم هلته به یو نارینه وي او سهار وختي به وي. دویمې جملې میدان نور هم تنګ کړ او دریمې جملې بیا لعل محمد هم تر ډېره راوپېژانده. کور او کورنۍ رامنځ ته شوه. پلار او دفتر پیدا شول. د موټر په راتګ د لعل محمد د پلار د کار په اړه هم د فرضیو د جوړولو لار خلاصه شوه. له دې سره، له کوره وتل لکه دنیا چې پراخوي د کیسې میدان ته هم وسعت ورکوي. خو د امکاناتو دغه نوی ډګر یو ځل بیا، لکه په پراخو کڅونو کې غزېدلی سړک چې تنګي ته ورسېږي، د مخابرې له کښاري سره بېرته تنګېږي. اوس نو هر څه نه شي کېدلای. ضرور به د کابل جلال – اباد پر لویه لار کوم پول ته رسېږم او یا به د مخابرې پر پیغام غوږونه کڼوم، خو که دا کار کوم نو یوه لار به ورته جوړوم، هسې خوشې په خوشې، په دې پلمه چې زه لیکوال یم، قلم زما په لاس کې دی، هر څه چې کوم، کوم یې، ځان نه شم خلاصولای.
پله ته په رسېدو، لعل محمد، د لعل محمد د پلار د همکارانو ټیم، د پولیسو ګزمه، ږیرور زلمی او مجبور لاروی دا ټول سره یوځای زما د کیسې ورانولو ته لاس سره ورکوي. اوس نو دا کیسه، پرته له دې چې په همدې ځای کې ودرېږي نور د دې وس نه لري چې لنډه کیسه دې شي. دلته هر کرکټر خپل حق غواړي. نو دویمه لار دا ده چې کیسه پسې و غزېږي، ږیرور زلمی و پېژندل شي، دا روښانه شي چې ولې یې دا کار کاوه، د پولیسو ګزمه هم لاس تر زنې نه ده ناسته، هغه بل لاروی هم د پېښو په تسلسل کې خپل ځای لري. د کیسې د پیل کرکټرونه خو لا له لومړي سره راسره وو.
دلته دي چې له کیسه لیکوال څخه کیسه شړېږي او یا یې د یو وخت له پاره له کنټروله وځي. کیسه لیکوال به په سل خواریو خپله کیسه بېرته لارې ته راولي.
د لنډې کیسې او د ناول یو توپیر شاید په همدې کې وي. د لنډې کیسې لیکوال ډېره محدوده ازادي لري. په دوو، دریو جملو کې خپل لاس او پښې تړي. دی باید په همدغو لومړیو کرښو کې داسې شرایط ایجاد کړي چې د کیسې ترپایه یې روغ رمټ ورسوي. لکه بزګر چې اوبه خور کوي، د لنډې کیسې لیکوال له سربنده ورخ راتړي او بیا تر پټي پورې له اوبو سره سم د ویالې په غاړه غاړه ځي، که چېرته لار بنده وي، خلاصوي یې، که چا پوله ړنګه کړې وي جوړوي یې او چې اوبه یې تر پټي ورسولې نو بیا هم قدم په قدم له اوبو سره روان وي، هسې نه چې کومې مږې په پټي کې سوړه جوړه کړې وي. له سره تر پایه باید هر څه په کنټرول کې وي. د ناول لیکوال بیا په سیند کې جاله چلوي. له سیند سره درومي، کله ګودر وي، کله چړ وي، کله اوبه ډوبې روانې وي، کله ګرداب وي. د ناول لیکونکي کمال په دې کې دی چې پرته له دې چې جاله ترې چپه شي تر یو ځایه یې ورسوي او لوستونکی چې ورسره په جاله کې ناست دی دا احساس و نه کړي چې له جاله وانه واروپار خطا دی.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي