ګوندونه؛ که دوکانونه؟

نور عمر
[pukhto]
د معاصرې نړۍ دور د شاهي نه بلکې، ریاستي او پارلماني رژیمونو دی. دلته ګوندونه نظامونه ټاکي، داسې نظامونه چې د یو هېواد د تلپاتې بقاء لپاره پکې هر اړخیزې ګټې نغښتې وي، خو په افغانستان کې ولې ذکر شوې خبره برعکس ده؟
ایا ګوندونو ته د یو هېواد په قلمرو کې اړتیا لیدل کېږي؟ که لیدل کېږي باید په کوم اساس وي؟ له نورو هېوادونو سره د افغاستان د ګوندونو څه توپیر دی؟ د ګوندونو ګټې څه دي؟ څومره ګوندونو ته د یو دولت اړتیا وي؟
دلته هاغه اشخاص د يو شمېر ګوندونو په راس کې قرار لري چې د نړیوالې مافیا غړي دي، هاغه اشخاص چې تل یې د خپلې بقاء لپاره د نورو سرونه د قصابۍ په دړه ایښي وي.
هغه هېوادونه چې ډېر ګوندونه ولري، په هیڅ صورت به د یو بشپړ نظام خاوند نه شي، ځکه ګوندونه د سیاسیونو ترمنځ تبعیض ته لار خلاصوي او د دغه تبعیض په صورت کې به یو هېواد په هیڅ صورت د باثباته نظام خاوند نه شي، ځکه کله چې تبعیض راڅرګند شي نو مافیا او تروریزم ته مطلقاً د یو او بل د وژلو او د یو او بل د ګوندونو د نابودولو لپاره لار پرانېستل کېږي.
دا لار د همدغه ګوندونو مشران په دې خاطر چې د واک د ترلاسه کولو لپاره یې لار کې خنډ پیدا نشي کوي، خو پایله یې دا شي چې د هېواد داخلي، سیمه ایز او نړیوال امنیت ته هم ګواښ جوړ کاندي.
په معاصر زمان کې سیاست برعکس دی، اوس وخت کې د اصلاح پر ځای سیاسیون د انارشیزم لپاره کار کوي. که ګوندونه دوه یا درې وي، نو دغه تبعض ښایي محدود اوسي خو که لسګونو او یا سلګونو ته خبره ورسېده؛ نو هر څه به ختم او تل به د واک په سر شخړه دوام ولري. ډېر ګوندونه نظام ته کار نشي کولی، دوی هسې ګف شف جوړوي چې د یو سم نظام د رامنځته کېدو مخه ونیسي.
د یو هېواد لپاره ګوندونه دومره اړین دي لکه د انسان بدن ته چې ساه اړینه ده، ځکه د ګوندونو له موخو یوه موخه هېواد ته د داسې نوماند ټاکل وي چې د ولسمشرۍ په شرایطو پوره وي. ولسمشرۍ ته د نوماندۍ له شرایطو یو هم د جنایت نه پاکوالی دی.
اوس تاسو قضاوت وکړئ د افغانستان په هغه ګوندونو کې، کوم چې مخکښ رول لري کوم شخص به د دې شرط نه عدم مستثناء وي؟
د ګوندونو لپاره بودیجه له درې لارو راځي، لومړی د هېواد د بودیجې له لوري ورکول کېږي، دوهم ګوندونه د خپلو غړو نه بسپنه ټولوي او درېیم هم د نورو هېوادو په پیسو د ګوندونو چارې پرمخ وړل کېږي.
فکر وکړئ چئ دلته به څومره ګوندونو ته دولت بودیجه ورکوي او څومره به د غړو نه بسپنه ټولوي؟ دا واضحه خبره ده چې له دې دوه لارو ګوندونه په افغاستان کې بودیجه نه شي ترلاسه کولی، کله چې له دې لارو حاصل نه شي؛ نو خبره مستقیماً پر قدرته هېوادونو ته ځي، هاغه هېوادونه چې هم یې د افغاستان په جغرافیوي موقعیت کې ګټې نغښتي او هم غواړي له دې لارې خپلې سیاسي پراختیا ته وده ورکړي.
دلته څو خبرې مطرح کېږي، هغه دا چې که له دې لارې ګوندونه پیسې ترلاسه کړي، نو د دوی تابع به هم اوسي، کله چې تابع شو، نو د هغوی په لارښود به عمل هم کاندي.
د دوه یا درې ګوندونو په صورت کې که له بهر هېوادونو نه پیسې واخیستل شي؛ نو هر څه به څرګند وي، چې د دې هېواد په پیسو دا ګوند غوښن شو، خو که ګوندونه ډېر وي، نو د دومره ډېرو هېوادونو په افغانستان کې غیر مستقیمه نامشروع مداخله به د افغانستان سیاسي او دفاعي وضع ونه ننګوي؟
کله چې په ریاستي نظام کې دوه یا درې ګوندونه واوسي نو په هغې کې سړی د ښو او بدو ګوندونو تفکیک هم کولی شي، خو چې ګوندونه د افغاستان په څېر له سلو پورته شي څوک به د ښو او بدو توپير څرنګه وکړي؟ د چا ذهن به عدم مغشوش پاتې شي؟
څه باید وشي چې باشفافه ګوندونو ته لار هواره شي؟ څه باید وشي چې مافیا، جنګسالاران او جنایتکاران د ګوندونو له زعامت نه لیرې شي؟
د افغاستان د اشخاصو اوسنی تعلیمي وضعیت د ستایلو دی، اوس هر څوک پوهېدلي چې څوک ښه او څوک بد دی؟ خو له بده مرغه چې اوس هم ځینې اشخاص جنایتکارانو مشرانو پسې صف کې ولاړ وي.
که د افغاستان دولت غواړي چې سیاست او هېواد یې د پرمختللیو هېوادونو په کتار کې ودرېږي؛ نو دوی باید د ګوندونو جوړښت ته نوره اجازه ورنکړي او د هاغه ګوندونو چې عدلې وزارت سره ثبت دي شمېر راکم کړي.
دا ګوندونه دوکانونو ته ورته دي، چې د اکثرو کړنلارې او اساسنامې یو بل سره يو شان دي. باید یو په بل کې مدغم شي، تر څو خلک وپوهېږي چې د کومو ګوندونو چارې سمې او د کومو ناسمې دي؟
د کومو ګوندونو غړي د جنایت نه پاک او د کومو ناپاک دي، د کومو ګوندونو سیاسي وضعیت د ستایلو دی او د کومو خراب؟
که د نړۍ، چین، روسیې، پاکستان او متحده ایالتونو سیاست ته وګورو؛ نو د هغوی ګوندونه په کم شمېر دي، ځکه خو یې سیاست هم غښتلی دی. د نړۍ ټول هېوادونه د یو بل تر استعمار لاندې دي، ستاسو ذهن کې به اوس د پخواي استعمار څرک راځي. دا ناسمه ده اوس استعمار په بېل ډول دی.
امریکا د سعودي تر استعمار لاندې ده او سعودي د امریکا متحده ایالتونو، که امریکا پر وسله ونه پلوري؛ نو عرب پرې د نفتو بندیز لګوي. هېوادونه د یو بل تر استعمار لاندې دي، خو د سیاسیونو تکړه والی دا ښيئ چې په استعمار سربېره هم د خپل دولت سیاست د بهرنیو د بشپړې لاسوهنې او سیاسي انزوا نه وساتي.
دغسې سیاسیون هلته را ایجادېدی شي، کله چې ګوندونه کم او غړي یې د سیاسي شعور او د سمې سیاسي سټراتېژۍ پوره وړتیا ولري.
جاپاني عالم ویل امریکا د ځنګلۍ غوا په څېر ده، مونږ ترې شوده اخلو او افغانانو له ښکرو نېولې. دا یې سم ویلي د امریکا حضور دلته اړین دی، خو باید ویې لوشو، نه چې له ښکرو یې ونیسو.
حکومت هم روان دی او لوشي یه خو بېرته د ناسمو ګوندونو د ناسمو مشرانو له لوري، کوم چې هر هېواد ورته په بېله پیسه ورکوي، دلته د امریکا پر ضد په غیر مستقیم ډول جهاد ته فتواوې صادروي او د افغانستان سیاسي انزوا ته لېواله دي.
دا خلک پاک نه؛ بلکې مکار دي او دوی به لکه بدنام چې شول نور هم بدنام شي!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي