67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

ګټورې لارښوونې

ژباړه: نجیب الله خان

[pukhto]
لومړۍ برخه
دا دروغجن سزا دا نده چې خلک یې په خبرو باور نه کوي، بلکې خپله هم نه شي کولای چې د چا په خبرو باور وکړي. جيورج برنارد شاو
په ژوند کې هیڅ حالت هم دايمي ندی، کله چې ژوند مو ښه وي، نو خوند ترې واخلئ او استقبال یې وکړئ. کله چې ژوند مو ښه نه وي نو دا په یاد ولرئ چې دا د تل لپاره نه دی بلکې ښې ورځې په لاره کې دي.جیني یانګ
که څوک د خپلو شته شیانو شکر ادا نه کړي، نو هيڅکله به یې خوشالۍ په برخه نه شي.
ژړل د کمزورتیا نښه نده بلکې د زیږیدلو پرمهال ژړل هغه نښه ده چې ستاسو په ژوندي پاتې کیدلو دلالت کوي.
که غواړئ، کاميابه واوسئ، دا ډیره اسانه ده. په کوم څه چې پـوهېږئ هماغه کوئ. د کوم څه سره چې مینه لرئ هماغه کوئ. په کوم څه چې باور لرئ، هماغه کوئ. ویل روګرز
تاسو کولای شئ چې له هغه شیانو سترګې پټې کړئ کوم چې نه غواړئ ووينئ . خو تاسو نه شی کولای چې زړه له هغه شیانو څخه بند کړئ چې تاسو یې نه غواړئ حس کړئ.جاني دیپ
تر ټولو مهم څه هڅه کول دي.ډایټر فوکودروف
کورنۍ د ونې د ښاخونو په څېر ده دوی ټول مختلفو طرفونو ته لوییږي، خو په ريښه کې سره ټول نښتي وي.
حساس خلک ډېر ځوریږي خو دوی ډيرې علاقې او ډيرې هيلې لري. اوګسټو کوري
ځينې وختونه خاموشي د خبرو څخه ډيره دردوونكي وي.
دا مهمه نده چې نور درته څنګه ګوري بلکې د هر څه دي چې تاسو ځان ته څنګه ګورئ.
تاسو ماضي ته بدلون نه شئ ورکولای خو تاسو کولای شئ چې اوس بدلون رامنځته کړئ، سبا ته، راتلونکو ورځو ته او راتلونکي ژوند ته.بيلي کوکس
پيسې شمیرې دي، شمیرې هیڅکله هم پای ته نه رسيږي. رابرټ نیسټه مارلي
دوه شیان هميشه په ژوند کې په یاد ولره. الف: خپلو فکرونو ته دې پام کوه، چې کله يوازې یاست. ب-خپلو خبرو ته دې پام کوه چې کله له خلکو سره وئ.
له خولې خلاصولو مخکې دې ذهن خلاص کړه. فکر ژور کوه، خبرې په ادب کوه، مینه ډېره کوه، خندا اکثر کوه، کار سخت. او مهربان اوسه.
که له ژونده دې منفي فکره خلک وشړل، نو ژوند کول درته اسانه کېږي.
هر سفر په یوه قدم سره پيل کېږي.
کله چې پلار یو زوی ته یو څه ورکوي، دواړه خاندي. کله چې زوی خپل پلار ته یو څه ورکوي، دواړه ژاړي. ویلیام شکسپير
په روښانه راتلونکي کې تاسو ماضي نه شئ هیرولی.باب مارلي
تشويش کول يوازې د وخت ضایع کول دي، هیڅ څه ته هم بدلون نه ورکوي. يوازې ستاسو خوشالۍ او خوښۍ درڅخه پټوي او تاسو مصروف ساتي، نو زه هیله لرم چې تاسو هميشه دا موسکا کولو لپاره یو دليل پیدا کړئ.

[/pukhto]

2 خوښونې

اړوند مطالب

آنلاین زده کړې څه دي
سم مزل نه شو کولای
بنديوان
د پښتون د ژوند کتاب
د یو لیوني له خاطرو څخه!
قربانۍ د څه لپاره؟
د مازیګر بنډار اتلسمه ناسته وکړه!
هسې یوه خبره مې کوله

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

مارچ 2017
S S M T W T F
 123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
« Feb   Apr »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /