67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کورپاڼه
  • خبرونه
  • کالمونه
    • عطا الله ځواب
    • نصرت ارمان
    • ځواب
  • کلتور
    • ټولنیز
    • ساینس او ټکنالوژي
    • سیاسي
  • ادب
    • لنډې کیسې
    • لیکنې
    • طنز
  • سپورټ
    • مرکې
    • افغانستان کرکټ
  • کتابتون
  • مینه
  • اړيکه

د مازيګر بنډار اته ويشتمه ناسته وکړه

ګزارش/ ځواب

[pukhto]
د مارچ په ۲۹ سهار لس بجې وحيد زهير په مازيګر کتاب پلورځي کې په انلاين ژورنالېزم لکچر وړاندې کړ.
وحيد زهير وويل: (که تاريخ ولولو ځينې اختراعات او نوښتونه داسې وي چې اغېز يې په ټول بشر وي او د انسانانو د ژوند بڼه له يوې مخې بدلوي. څو زره کاله مخکې يونان کې خط رامنځ ته شو، منځنيو پېړيو کې ګوتنبرګ د چاپ ماشين اختراع کړ او همدارنګه په ۱۹۶۹ کې انټرنېټ اختراع شو. له انټرنېټ څخه لومړی د امريکا د دفاع وزارت ګټه اخيسته او استخباراتي معلومات يې شريکول، همدغه نيټورک د وخت په تېرېدو په انټرنېټ بدل شو.
۳۰ کاله انټرنېټ ته د ډېرو خلکو پام نه و، په ۱۹۹۱ د WWW سيستم رامنځ ته شو او انټرنېټ قدم په قدم عام شو، ډېر ژر د ټولې نړۍ پام ور واوښت او نن ورځ انټرنېټ په اساسي ضروروتونو کې شمېرل کېږي.
خلک په انټرنېټ زده کړې کوي، له ډاکترانو مخامخ نسخې اخلي، دندو ته انلاين مرکې کوي او په پرمختللو ټولنو کې پلورل او پيرودل هم په نېټ تر سره کېږي.
په ژورنالېزم کې اول چاپي رسنۍ وې، بيا راډيو او تلويزون شو، د انټرنېټ له راتګ سره انلاين ژورنالېزم هم رامنځ ته شو.
ژورنالېزم فرانسوي کليمه ده چې له ژورنال څخه اخيستل شوې، لغوي مانا يې د ورځنيو ياداښتونو کتابچه ده او په اصطلاح کې د معلوماتو راټولول او په خپل وخت تر خلکو رسولو ته ژورنالېزم وايي.
د افغانستان د رسنيو د قانون له مخې ژورنالېست هغه مسلکي شخص ته ويل کېږي چې د رسنيو له لارې مواد او نشراتي محتوا چمتو او ټولنې ته وړاندې کوي.
انلاين ژورنالېزم هغه دی چې انټرنېټ پکې وسيله ګرځېدلې وي، يا دا چې انلاين ژورنالېزم د ټولو رسنيو يوه ګډه بڼه ده، مانا دا چې خلک کولای شي په انټرنېټ ويډيو وګوري، غږ واوري، متن ولولي او ګرافيک وګوري.
په ۱۹۹۲ کې د شيکاګو انلاين په نامه ورځپاڼه خپره شوه، په پيل کې رسنيو انلاين ژورنالېزم جدي نه باله؛ خو د وخت په تېرېدو ټولو انلاين ژورنالېزم ته مخه کړه، د انلاين ژورنالېزم ځانګړتياوې د نورو رسنيو سره ورته دي، خو ځينې ځانګړې دي.
د ازاد انتخاب وړتيا: هر څوک کولای شي د خپلې خوښې مطالب وګوري، يا يې ولولي.
زماني او مکاني لاسرسی: هر ځای کې چې انټرنېټ وي، هر وخت کولای شو پر ليکه رسنيو څخه ګټه واخلو.
د معلوماتو ساتنه او پلټنه يې اسانه ده، هر سايټ ارشيف لري، مواد او مطالب خوندي کوي او هر وخت ترې ګټه اخيستل کېدای شي.
د پراخې فضا شتوالی هېڅ محدوديت نه لري: په ورځپاڼو کې څېړنيزو او اوږدو ليکنو ته ځای او په تلويزونو کې وخت کم وي، خو انلاين ژورنالېزم کې لينک خپرولی شئ.
پر وخت خپراوی: په چاپي يا بريښنايي رسني، کې خبريال اړ دی چې د خبر د خپرېدو لپاره څو پړاوونه ووهي او بيا يې تر مخاطبينو ورسوي، خو انلاين کار اسانه کړی او په څو دقيقو کې يې پر ليکه کولای شي.
څو رسنيز توب، يا د رسنيو ډله ييز کارول: د انلاين خبريالۍ مهمه برخه ده چې د مګړۍ يې د لېږد چاره اسانه کړې، له انلاين خبريالۍ څخه په ورځپاڼو، کتابونو، فلم، راديو، تلويزون کې د غږ، موسيقۍ او انيميشن په ډول ګټه اخستل کېږي.
پراخه ونډه: خلک لايک او کمېنټ کولای شي او دخلکو له غبرګون ژر خبرېږو.
شېبه يې ويش: په شېبو شېبو کې خلکو ته رسېږي، ورځپاڼې ته به هر سهار انتظار کوې.
کله چې ټولنيزې رسنۍ رامنځ ته شوې نو انلاين ژورنالېزم نور هم پراخه شو، په ټولنيزو رسنيو کې سانسور نه شته، خپل نظر او تبصره شريکولی شو او عام خلک هم ژورنالېزم ته هڅېږي.
پخوا به د ټولنې اشترنګ يواځې د رسمي رسنيو په لاس کې و، مګر نن ګورو چې زموږ د ډېرو رسمي رسنيو سوژې انلاين ژورنالېزم ټاکي، د مصر انقلاب د ټولنيزو رسنيو له لارې وشو. د منظور پښتين ويناوې د ټولنيزو رسنيو له لارې خلکو ته رسېږي.
د انلاين رسنيو د تمويل سرچينې:
انلاين کولای شي اعلانونه خپاره کړي، ګډون ونډه اخيستی شي او خلک پکې ځان رجستر کولای شي چې ځانګړی شفر واخلې او پاڼې ته لاړ شي. د خپلو خدماتو او مطالبو پلورل، انځور، ويډيو، يا ډاکو مينټري چې خبري ارزښت ولري، نورې رسنۍ يې درنه پيري چې په هماغه بڼه يې خپور کړي، د تبليغاتي وسيلې په توګه، د يو خبر او راپور د سرچينې په توګه ترې هم کار اخلي).
د بنډار په دوهمه برخه کې مشاعره وشوه چې اکمل نيکبين، صادق الله صادق، اياز محمود مشواڼي، ميوند شينواري، عزت الله پرهر، احمد جمال جمال، سهار ګل احساس او عزت الله ځواب پکې شعرونه واورول.
شريف خان، بهادر خاموش، محمد خان ذهين، زاهد الله احمد، ثناء‌ الله ځواب، رحيم الله رومان، صفدر خان، عجيب ګل کامران، نور الحق حداد، مبارک شاه داودزی، منصور غني، مشتاق ناصري او حکيم رامش هم د بنډار ګډونوال وو.
د بلې ناستې لپاره صفدر خان ژمنه وکړه چې د USID په تاريخچه به لکچر وړاندې کړي.

[/pukhto]

03/31/2018 / ټولنیز, کلتور
1 خوښ یی کړئ

اړوند مطالب

د بل ښار مدني فعال

تڼاکه

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو بهیر

پوښتنې؟؟؟

زده کړه

اکاونټ

زه بې زړه یم؟

پيشوګان چې انسانان کېږي!

تبصرې

تبصرې بندې دي

څانګې

  • ادب
  • افغانستان کرکټ
  • ټولنیز
  • خبرونه
  • ځواب
  • د مازیګر انځور
  • ساینس او ټکنالوژي
  • سپورټ
  • سیاسي
  • شعر
  • طنز
  • عطا الله ځواب
  • کالمونه
  • کلتور
  • لنډې کیسې
  • لیکنې
  • مرکې
  • نصرت ارمان
  • هنر

نیټه

جنوري 2021
S S M T W T F
 1
2345678
9101112131415
16171819202122
23242526272829
3031  
« Dec    

کتابونه

سیاسي

خپل د اړتیا وړ کتابونه ښکته کړئ

مذهبي

خپل د اړتیا وړ کتابونه ښکته کړئ

نوي پر لیکه شوي

خپل د اړتیا وړ ناولونه ښکته کړۍ

ناولونه

خپل د اړتیا وړ ناولونه ښکته کړۍ

ادبي

خپل د اړتیا وړ کتابونه ښکته کړئ

شعري

خپل د اړتیا وړ کتابونه ښکته کړئ

Copyright مازيګر ۲۰۱۶
  • کورپاڼه
  • /
  • خبرونه
  • /
  • کالمونه
  • /
  • کلتور
  • /
  • ادب
  • /
  • سپورټ
  • /
  • کتابتون
  • /
  • مینه
  • /
  • اړيکه
  • /