مورې

رضاءالله ځار
[pukhto]
مور د زړه سواندۍ، بې کرارۍ، په سختيو کې اميد او د ګل د خوشبويي سمبول دی.
مور يعنې زما ټول ځان.
ای مورې! که ته هر چېرته يې خو بيا هم ته زما د زړه ارام يې.
ای مورې! پاچاهان هم ستا په غېږ کې رالوی شوي دي.
ای مورې! که زه هر څه پيدا کړم خو ستا په شان مينه به پيدا نه کړم.
ای مورې! ستا د لاس خواړه د جنت په خوراکونو نه ورکوم، زړه مې غواړي چې سجده درته وکړم؛ خو سجده درته روا نه ده.
ستا مينه داسې خالصه ده، لکه د ګبين شات.
ای مورې! ته ماته له شاتو خوږه يې.
مورې! ته خبره يې زه ستا د ديدن پسې لکه مجنون لېونی ګرځم.
ووايه مورې! زه ستا د زړه سوي صفت څنګه وکړم، څرنګه د هغو شپو جبران وکړم، چې تا ما لپاره په ويښه تېرې کړي دي.
ووايه مورې! ستا دردونو ته څنګه دوا شم؟
ای مورې! ستا د هغو لاسونو ښکلولو په ارمان يم، چې تا به پرې ما ته سمه لار ښودله.
ای مورې! که زه هر څومره وګرځم؛ نو ستا په شان مهرباني او مينه به په يو ځای کې پيدا نه کړم.
ای مورې! له ما سره دې چې کوم ښه کړي دي، نو هيله مې ده چې لکه خپلې شيدې يې راوبښې!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي