نازولې

عبدالرحمن ميوند
ډوډۍ تیاره شوه، ټول ورته کېناستو، د وریجو له منځه مې غوښه راوچته کړه، ډېره ګرمه وه لاس مې زر وڅانډه، عایشی غږ کړ: پلاره! احتیاط کوه ځان ونه سوزوې؟
– خدای بچ کړم
– ښه دوا دې خوړلې؟
– نه
– صبر چې د درملو خلطه دې راوړم
– سمه ده
منډه يې واخيسته ما سترګې نه وې ښکته کړې چې بېرته راورسېده!
– واخله
– خېر اوسئ، لور جانې
– اوبه در اوچتې که؟
– دغسې لورې څومره پام دې په پلار کوې، انشاءالله چې خپلو ارمانونو ته په ورسېږې، سره د نورو خورګانو؟
ما غوښه ميده ميده کوله چې دوی خپل لاس پرې ونه سوځوي او خپلو کې سره وران نشي.
د صفیه ما ته پام شو: پلاره ته څه کوي؟
– ولي لور جانې، نه مې ګوري چې غوښه ميده کوم؟
– مونږ ډوډۍ خورو او ته به غوښه ميده کوي او مونږ به درته ګورو، دا په کوم کتاب کې راغي؟
– اوهو لور مې عالمه شوې ده!
– دې نه تېر شه ته هم ډوډۍ وخوره
– بس! تاسو چې يې وخورئ لکه ما چې وخوړه.
– نه…
ورته ومې کتل سترګي يې ډنډ شوې، خفه شوم چې لور مې ولې وځوروله، هله زر شئ، د اوبو ګيلاس ورکړئ، تر اوبو څښلو ورسته په سلګو شوه
– زه نوره ډوډۍ نه خورم؟
– ولي د پلار نازولې؟
– ځکه چې ته هرکله مونږ ته ډوډۍ راکوې خپله يې نه خورې؟
– نه، دغه ده زه يې هم درسره خورم
– سمه ده ته ډوډۍ خوره نن زه غوښه ميده کوم؟
– سمه ده لور جانې.
ډنډ شويو سترګو نه يې اوښکي توی شوې او په شونډو يې ورننوتې.
– اوس نو ته هم وخوره ؟
– نه، نه زه مړه شوم
– څنګه مړه شوې؟
– چې ته مې په ډوډۍ خوړلو ولېدې….!
تبصرې
تبصرې بندې دي