مرجان

ډاکټر عبدالرحمن ميوند
په ۱۹۷۶ م کال د کولن ښار په زړه کې وزېږېد، د شيدو خوړلو دوره يې په بشپړېدو سره د خپل مور او پلار په شان د غوښي خوړو عادت يې هم پيل کړ.
د دوه کالو په عمر يعنې ماشوم و، چې کابل ژوبڼ ته ډالۍ شو، تر يو څه مودې يواځې او بيا وروسته يو ښځينه زمرۍ هم ور سره په قفس کې يو ځای ژوند پيل کړ، تر څو د يوې کورنۍ په څېر خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.
مرجان هغه نوم دی کوم چې ددې ساتونکي پرې ايښی دی، دومره مينه يې ورسره وه چې خواړه به يې ورته مخې ته ايښودل او له خپل زويه يې کم نه ګڼلو، ډېر ورته ګران و، لکه د خپلې کورنۍ غړی چې يې وي، مرجان ته هم خپل ساتونکی تر خپلې کورنۍ کم نه و.
آن خواړه به يې هم له لاسه خوړل، د خوب لپاره ورته ځانګړې کوټه جوړه شوي وه، د شپې لخوا به خپل خوب کوټې ته ورتلو او آرام به يې کاوه.
کله- کله به د ورځې لخوا هم په خپل تخت پرېوتلو او په چورتونو کې به د شا او خوا په اړه له ځان سره بنګېده.
هغه مهال چې مرجان په کابل ژوبڼ کې د ژويو مشر و، بڼ په ښکلو بوټو، شنو ونو او ګلونو باندې ښیرازه و، د مازيګر لمر په پريوتو سره به مرغانو شورماشور جوړ کړ او له زمري نه پاتې غوښه باندې به يې ګډا کوله.
د اوبو په حوض باندې به د مرغانو ډلې پرېوتې وې او هريو به لمبل، مرجان به يې تماشا کوله او له دې سيل نه به يې خوند اخيسته، کله خو به د مرغانو ډلو ته دومره نېږدې شو چې ټول به په هوا والوتل.
د کورنۍ جګړو پيليدو سره دوي هم لکه د کابل نورو خلکو په څېر د جنګ له ناخوالو نه په امان کې پاتې نه شول.
د کابل ژوبڼ د جګړې لومړی کرښه وه ډېر ژوی د جګړې ښکېل کسانو په مرميو او راکټونو ووژل او کوم حېوانات چې حلاله غوښه يې درلود، دوی به پرې خپلې خېټې داسې مړولې لکه همدو ته چې روزل شوي وي.
په کابل ژوبڼ کې پرته له مرجان، ټپوسان او کم تعداد بيزوګانې نور هيڅ ژوي پاتې نه شول، په بی رحمانه ډول له منځه لاړ.
ادارې تعمير، د خزندو نندارتون، حيواني صحی کلينيک، د ژويو خوراکې توکو پخلنځی، فيل خانه او نور داسې ټولې ودانۍ ویجاړې شوې وې، د مرجان په اړه زياتره رسنيو غلط تعبیرونه کړي.
د جنګ په وخت کې هم ساتونکو ژويو ته خواړه راوړل او لکه د يو عسکر په څېر يې خپله دنده تر سره کوله.
د يو کس له خولې مې واورېدل چې په هغه وخت کې له شرقي دروازې نه به ساتونکو په ټيټ سر د غوښو بوجۍ کشوله تر څو چې ژوی له لوږې مړه نه شي.
د ۱۹۹۵ م کال په جريان کې د سيلانيانو له جملې څخه دوه نظامې ټوپک سالارانو په خپل منځ کې شرط کېښود، چې کوم يو به د زمري قفس ته ښکته کېږي.
يوه يې وويل: زه ښکته کیږم، زه له داسې ځای څخه يم چې هلته زمريان روزل کېږي او ماته زمری هيڅ نه شي ويلي زه خپله زمری يم.
کله چې يې له پنجرې نه ځان د مرجان قفس ته ګوزار کړ ښځينه زمرۍ ورپسی راغله او له ستونې کلک ونيوه، دې چغې شروع کړې، خو زمرۍ چې يو وار څوک ونېسي بيا يې چیرته پرېږدي؟
کس له دې نه و خبر چې له زمري سره مخامخ کېدل او زور وهل لکه ځان چې په زوره مرګ ته برابروې.
زمرۍ سړی له ځان سره خپلې کوټې ته راکش کړ، چې بلاخره يې د ژوند وروستی سلګۍ ووهلې او له دې جهالته يې د تل لپاره له نړۍ سترګې پټې کړې.
د مړي جسد د وخت موجود ساتونکو په واسطه له قفس نه بهر او خپلې کورنۍ ته يې وسپارل شو، خو له بده مرغه په دويمه ورځ ددې وژل شوي کس بل ورور په مرموزانه ډول کابل ژوبڼ ته راغلی او د زمري قفس ته يې لاسي بم واچوه.
مرجان حيران او دريان شو، چې دا څه کيسه ده؟ څه شي يې راګوزار کړ؟ آيا د هغه بل بدله خو به نه اخلې؟
لاسې بم يې په خوله کې راوچت کړ، کوټې ته يې منډه کړه بم يې له خولې وغورځېد، درز شو تورې لوخړې هوا ته پورته شوې، مرجان لرې وغورځېد، رڼا ورځ پرې توره شپه شوه.
له لږ ځنډ وروسته ټول د ژويو ساتونکي او مسؤلين راغونډ شول، په بيړه د مرجان قفس ته ورغلل، ګورې چې زمری پرځمکه پروت دی او سلګی وهي، سترګې يې پټې دي هېڅ يې نه ليده، د شونډې پاسنې برخه يې نيمايې نه وه، هيڅ غږ يې نه آوريده په دې مانا چې د غوږونو پردې شليدلې وې، آن د ښکار اصلي غاښونه يې هم له لاسه ورکړي ول.
له لومړنيو مرستو وروسته ډېر ژر ورته د وخت مسؤلينو ډاکټران راوستل او له نېږدې خپل کره معاينات ترسره کړل.
مرجان نور هغسې نه وه پاتې او د معلوليت ژوند يې پېل کړی و، نور د پخوا په شان هډوکي واله غوښه نه شوه خوړلی او تل به يې سرخی غوښه ژوله او خپل پاتې ژوند ته به يې پرې دوام ورکاوه تر څو کالو يې همدا د کړاونو ډک ژوند روان و خو د خپل معلوليت نه به يې تل رنځ وړه او زړه يې له دغې نړۍ سخت تنګ شوی و.
د ژوند په ورستيو کلونو کې به ورته له ماشينه مېده شوي غوښه هم راوړل کېده، چې ترڅو زمری له خوړو پاتې نه شي.
مرجان د ۲۰۰۲ م په جنورۍ میاشت کې د عمر آخري سلګي ووهلې او په همدې وختونو کې يې ژوند له لاسه ورکړ.
د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ورته تابوت جوړ او د کابل ژوبڼ د حيواني صحي روغتون تر شا د داخلی او بهرنيو ژورنالستانو، چارواکو په شتون کې خاورو ته وسپارل شو.
مرجان د نړۍ ترټولو زمريانو سره له دې چې ژوند يې له کړاوونو ډک و، ډېر ژوندی پاتې شوی او په نړۍ کې ځانته نړيوال شهرت، ښه نوم او ځای غوره کړی.
د دې لپاره چې ددې ياد تل په کابل ژوبڼ کې ښاد و، د مرجان په نوم مجسمه ورته سازه او د ژوبڼ دروازې مخې ولګول شوه.
اوس ورسره زياتره ځوانان، ماشومان، ښځې، او سړي انځورونه اخلې خو خبر نه دي چې داسې يو ريښتينی قهرمان هم يو وخت و…!
تبصرې
تبصرې بندې دي