سملاسي مشاعره

د سکون په لټون
[pukhto]
دا فی البديهه مشاعره د سکون په لټون ملګرو امداد الله صادق، نيازعلي خاکسار، احمد جمال جمال، عرفان الله بيدار او عزت الله ځواب تر منځ د وحيدالله په حجره کې وشوه.
باغيچې که په ګلانو ښايسته دي
ماښامونه په يارانو ښایسته دي
جمال
پوهنتونونو کې حزبيان ډاکټران کېږي
مدرسې په ملايانو ښايسته دي
ځواب
هلکان بې جنکيو ښايسته دي
جنکۍ په هلکانو ښايسته دي
بيدار
د خولو قدر يې هيچا سره نه شته
خو بنګلې په مزدورانو ښايسته دي
نيازعلي
د غره څوکه په نښترو ښه ښکارېږي
او دېرې مو په توتانو ښايسته دي
صادق
د ښايست مرکز همدغې ته وايه شي
کل مخونه په چشمانو ښايسته دي
جمال
مريدان پکې د سپي د مرګه ډېر دي
دربارونه په پيرانو ښايسته دي
ځواب
ځنګلونو کې رنګ رنګ ځناور ګرځي
ابادۍ په انسانانو ښايسته دي
بيدار
چې ترخه پکې پيدا شي خوند يې زيات شي
يارانې په رقيبانو ښایسته دي
نيازعلي
پسرلی دی او په دښتو کې خېمې دي
ښه ښکارېږي په کوچانو ښايسته دي
صادق
پس د حورو له صفته واعظ وويل
جنتونه په غلمانو ښايسته دي
جمال
په ټاکنو کې به خره رامخ ته کېږي
دفترونه په غوايانو ښايسته دي
ځواب
د اسمان ستوري د شپې راښکته کېږي
ښاريي په رڼاګانو ښايسته دي
بيدار
درجه د روحاني پلار يې په ځای ده
معاشرې په استادانو ښايسته دي
نيازعلي
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي