Blog

ټپه یا لنډۍ پښتنو او په ځانګړي توګه پښتو ادب ته د پاک څښتن یوه داسې لورئینه ده چې نورې ژبې يې سیالي نه شي کولای.
د ډېرو ښو- ښو شعرونو او نظمونو قوت د یوې لنډۍ هنري ارزښت او توان ته نه شي رسېدلی، په دغو نهو او دیارلس څپو کې دومره خبرې، داسې د حالاتو انځور او د چا د ژوند ټوله صحنه راخستل د هر هنرمند د وس خبره نه ده.
د لنډيو بله ځانګړنه دا ده چې اکثره يې د میرمنو او نجونو لخوا ویل شوي او دا چې شاعر يې معلوم نه دی؛ نو د ولس مال او شتمني حسابېږي چې هيڅوک پرې دعوه نه شي کولای.
ځينې لنډۍ د مانا او منځپانګې له پلوه دومره غني وي چې خلک ورته ګوته په غاښ شي او حيران وي چې څرنګه په دې لږو ټکو کې دومره پراخه مفهوم وړاندې شوی.
مونږ د مینې مجلې له پیله له خپلو لوستونکو په بېلابېلو موضوعاتو لنډۍ غوښتې وې او مینه والو راسره دا برخه ښه بدرګه کړې چې تر شپېتمې ګڼې د (مینې ټپې) درې ټوکه کتابونه ترې چاپ شول.
هغه نېږدې شپږ زره لنډۍ د موضوع له پلوه په هغو کتابونو ډلبندي شوې.
د مینې مجلې په دویم پړاو کې مو له خپلو مینه والو د (الف – با) په تورو لنډۍ وغوښتې چې دا دی د وروستیو شل ګڼو لنډۍ (له الف نه تر يا) پورې په دې کتاب کې راټولې شوې.
هيله ده درته په زړه پورې وي!