د کابل پوهنتون استاد او د سياسي چارو شننونکي فيض الله جلال لور حسينه جلال بي بي سی ته ويلي چې پلار يې د طالبانو له بنده ازاد شوی دی.
خو طالبانو تر اوسه د نوموړي د خوشي کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
ښاغلی جلال څلور ورځې وړاندې د طالبانو ...
BBC PASHTO
امریکا په ۲۰۲۲ کال کې له افغانستان سره د څه باندې ۳۰۸ میليونه ډالرو بشري مرستې اعلان کړی دی.
د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې (USAID) ويلي چې دا اضافي بشري مرستې به د افغانانو لپاره د خوراکي موادو، روغتيايي اسانتياوو او سخت ژمي کې د اړتيا وړ توکو برابرولو کې ...
په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان هم د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر له اقتصادي او روغتیایي پلوه کورونا وځاپه. افغان ډاکتران اوس وایي، دوی له خپلو تېروتنو زده کړې کړي او ان په دې هم پوهېدلي چې د وسايلو او اسانتياوو په نه شتون کې هم څه ډول ګامونه ...
کاناډا وايي، هغو افغان ښځینه قاضیانو، د دوی کورنیو او د قضايي ادارو کارکوونکو ته پناه ورکوي، چې په افغانستان کې د غچ اخیستنې له ډاره بهر ته تللې دي.
د کاناډا کډوالو چارو ادارې یوه مسوول کس د جمعې پر ورځ ویلي، د افغانستان قضايي ادارو هغو نژدې ۲۳۰ پخوانیو ...
مازیګر[pukhto]
۶۹مه (مينه) چاپ شوه!
په دې ګڼه کې:
په ناورين پسې ناورين، سرليکنه ده.
پوهان محمد بشير دوديال نولی راپېژني.
امين دريځ دا پوښتنه ځوابوي، آيا په دين باورۍ کې د وينا ازادي شته؟
ايمل جلال وايي؛ اردوغان چې زه پېژنم!
احمد جمال جمال په پښتني دود “پېغور” غږېدلی.
ستار سعادت سره پر ادب او انتخاباتو مرکه ...
مازیګر[pukhto]
ژوند وکړئ کتاب چاپ شو
دا کتاب مو له ژوند سره مينه پياوړې کوي او روحي خوشالي دربښي.
ژوند وکړئ په انګليسي ژبه کې تر 100000 زيات پلورل شوی کتاب دی، چې نوموتي هندي ارواپوه مهاتريارا ليکلی او ځوان ليکوال او ژباړن طارق نجيب پښتو کړی.
ژوند وکړئ کتاب په ۱۱۲ مخونو کې ...
مازیګر[pukhto]
د تاريخ سبقونه د نوموتي ليکوال او څېړونکي ډاکټر مبارک علي د هغو تاريخي مقالو کتاب دی، چې خوږ ژبي ليکوال اسدالله غضنفر پښتو کړی.
دا کتاب لومړي ځل مازيګر کتابپلورځي د ۱۰۰۰ ټوکو په تيراژ په ۲۰۱۳ کال خپور کړی وو.
د کتاب پښتۍ د پښتونخوا وتلي انځورګر کمال خان ډيزاين ...