آزاري: زما د ژوند ترخه خاطره

نور عمر
[pukhto]
له پوهنتونه ستړی ستومانه راغلم، ټول به مې نیم ساعت په کور کې د تم کېدو نه و وتلی چې، مور مې د خونې په وره کې راښکاره شوه، ځنګېدلې معلومېده، ولې به نه معلومېده که دومره رنځوري هر چا تېره کړې وای نو خدای خبر په څه حال به و؟ له کمپیوټره مې سترګې د وره په لور کړې، ولاړه وه، زه غلی شوم، څه یې ونه ویل چې چا سره یې کار دی او که د څه لپاره ولاړه ده.
لا څو شېبې نه وې وتلې چې ستړی او له درده ډک تت غږ مې د غوږونو تر پردې ځان راورساوه، مور مې د زړه په زور له خولې همدا خبره راوویسته
ـ زویه! پاکستان ته راسره لاړ شه
دا خبره یې وکړه نوره بیا په دروازه کې لکه ملنګه ودرېده، ما د لپټاپ پاسنۍ تښته راښکته کړه او د مور په رنځورۍ وهلي مخ کې مې سترګې ښخې کړې، یوه شېبه غلی وم وروسته مې وویل
ـ سمه ده ببۍ
مور ته خلک رقم رقم نومونه اخلي، خو مونږ به ورته ببۍ ویله، نور یې څه ونه ویل او لاړه خپلې خونې ته. وروسته راپسې بیا خونې ته راښکاره شوه، او بیا یې د زړه په زور وویل
ـ ته تر اوسه نه یې تیار شوی؟
سمدلاسه مې بیا په لپټاپ تښته راښکته کړه او له ځایه پورته شوم، په نیم ساعت کې مې ځان تیار کړ مور ته مې وویل
ـ د پیسو څنګه چل دی؟
رنځورئ د هغې د خبرو او اواز ځواک هم تر اخیستې و، بیا یې په تت غږ وویل
ـ ورور دې پیسې راکړي
څه مې ونه ویل، ما کار نه کاوه نو ځکه د پیسو درک هم راسره نه لګېده، او بل دا چې زما د مور په رنځورئ غټې پیسې هم راتللې چې ما یې د پوره کولو توان ځان کې نه لیده. مور ته مې وویل ته همدلته اوسه زه ځم له هډې به موټر راونیسم او کور ته به یې راولم له دې ځایه به لاړ شو.
زړه کې یې زور نه و، نو د سر په ښورولو سره یې راته د ښه اشاره وکړه. لاړم موټر مې راونیو خو د موټر په راوستلو کې هم غټ وخت ولګېده ځکه پاکستان د پاسپورټونو معامله سخته کړې وه او هیڅ یو مسافر به یې پرته د پاسپورټه نه پرېښود نو له دې امله به په هډه کې د تورخم سوارلۍ په اسانۍ سره نه پیداکېدې او په مونږ ناوخته شو.
کور ته په رارسېدو مې په مور سترګې ولګېدې د کور په دالان کې یې پښې غځولې وې، او غلی پرته وه، زما د راتګ لپاره یې سترګې په دروازه کې ښخې کړې وې، زما په لیدو یې ځان خدای خبر په څومره زور له ځایه راپورته کړ او خپله شنه څادري چې اوس یې یوازې د دیواله په میخ ځوړنده ګورم راواخیسته او راروانه شوه، ورمنډه مې کړه له دواړو لاسونو مې ونیوله او د موټر وروستي سیټ ته مې ورپورته کړه، زمونږ د کور وروستی دیدار او د کور د غړو سره یې وروستۍ لیدنه په همدې ځای کې وه، موټر وخوځېد او د تورخم په توره لیکه یې خپل ګړندی سفر پیل کړ.
مارکو ته په رسېدو یې راته په تت غږ وویل
ـ زویه! ای سي بنده کړئ
د هغې د خبرې په تایید مې پرته د ځنډه ډرېور ته وویل
ـ استاده که ای سي بنده کړې مهرباني به دې وي، ځکه زما مور یې نه غواړي او دا ناروغه ده
د هغه دې کور ودان وي، زما د خبرې په اورېدو سره یې ای سي بنده کړه او د اوړي تودې ګرمۍ ته یې تنۍ خلاصې کړې.
تورخم ته په رسېدو راته بیا ډرېور وویل
ـ وروره! ته پاسپورټونو کې خروج ووهه زه به مور تر دروازې ورسوم
په زړه کې مې خوشحالي حس کړه، او د ډرېور دې اخلاقو ته سلامي شوم، په بیړه له موټره ښکته شوم او د پاسپورټونو دفتر ته مې ځان ورساوه، په پاسپورټونو مې خروج وواهه او بېرته د پاک افغان ترمنځ شریک ګیت ته ورستون شوم، ډرېور راته ولاړ و، زما په لیدو یې موټر ته منډه کړه او دروازه یې خلاصه کړه.
زه هم ورغلم په خلاصه دروازه کې مې مور ته سر ورښکاره کړ په نرمه لهجه مې وویل
ـ ببۍ! ځو؟
څه یې ونه ویل، راپورته کېده خو زور په کې نه و، وروسته د مریضانو هغه بایسکل چې معضوره اشخاصو ته یې په روغتونونو کې ورکوي رامخې ته شو، د سړي دې کور ودان وي پیسې یې اخیستلې خو بیا هم ښه کار دی چې د مریضانو حدمت کوي، مور مې په همغې کې ورکېنوله، د هغې په لیدو مې د زړه درد ډېر شو، ما په لومړي ځل هغه دومره ناتوانه ولیده، ما په لومړي ځل هغه په داسې حالات کې ولیده چې تر اوسه مې یوازې هغه څوک پکې لیدلي وو د کومو چې پښې نه وې، دا هغه بایسکل وو چې دې به سوچ هم نه و کړې چې زه به یوه ورځ دومره ناتوانه کېږم او په دې بایسکل کې به کېنم.
د تورخم له دروازې د پاکستان خاوري ته د هغې اوښتل هم په باسکل کې شول او د خدای بخښلې راتلل هم په داسې څه کې شول چې یوازې هغه څوک پکې بېرته راوړي د کومو له جوړېدو نه چې ډاکټران لاس په سر شوي وي، زما مور هم بیا له هغو خلکو نه شوه، د تورخم نه په اوړېدو د کارخانو ګاډي کې کېناستو او ډرېور بیا د موټر مخه د تورخم د لوړو غرونو په طرف کړه.
لنډي کوتل ته په رسېدو یې بیا راته په داسې تت غږ وویل چې زما د زړه درد او د مور دا خالات چې تر اوسه یې ماته د مریضۍ لپاره د خپل جیب لس روپۍ او ورسره ایښې دوایانې راکولې نن خپله داسې شوه، ویل یې
ـ زویه ای سي مې زړه راخراب کړ او هډوکې مې درد کوي.
د هغه ډرېور دې هم کور ودان وي زما په ویلو سره یې سمدستي ای سي بنده کړه او د لنډي کوتل د غرونو یخې هوا ته یې د موټر ښیښې راښکته کړې، د لږ ځنډ وروسته مې مور بیا په اوږه وخوځولم او د یو څو پلاستیکونو یې راته وویل، زه په دې فکر کې لاړم چې دا به د ګانګو لپاره پلاستیک غواړي خو داسې نه وه ما چې کله پلاستیکونه ورکړل څلور پلاسیکونه یې خپلو ښایسته پښو او ښایسته لاسو ته ورواغوستل، ما چې دا حالات ولیدل زړه مې نور هم درد وکړ، د هغې پښې او لاسونه شخ شوي وو، او هر یو لاس او پښې یې داسې درد کاوه لکه له اسمانه چې پرې کومه غټه تېږه راولېدلې وي، دا درد ما ځکه حس کاوه چې ما مې د مور په سترګو او مخ کې د هغه تکلیف مطالعه کولی شو.
څه به دې سر خوږوم خو د ماماګانو کره لاړم، زما د مور تاداوي او د هغې سره زما ټولو ماماګانو ځان دومره په تکلیف کړې و چې حد یې نه و، د هغوي ادعا هم دا وه چې دا زمونږ خور ده او له تاسو یې پر مونږ حق ډېر دی.
شپه تېره شوه، او د پېښور د رکشو اوازونو یو ځل بیا بخشو ( بخشي پول) په سر واخیست حجره کې مې چای وڅښه او د نهه بجو شاوخوا کې کور ته ورننوتم. کله چې کور ته لاړم مور مې داسې زیړه وه لکه په زیړ رنګ یې چې لمبلي وي، د هغې دا خالت راته د لیدو نه و خو زما په لیدو راته موسکۍ شوه. ورغلم ترڅنګ یې کېناستم ماني مې ورته شوده ګرم کړي وو او د هغې پیاله یې خولې ته نیولې وه.
زما مور ډېر له پخوا تور زیړی درلود، څه وخت وروسته یې په تاداوۍ له منځه یوړه او واکیسن یې وکړل، خو د وخت په تېرېدو پرې د رنځورئ خزان بیا خپله څپه راوالوزوله او یو ځل بیا یې پیښور ته د تاداوئ لپاره د هغې قدمونه شروع کړل، هلته یې ټيستونه وکړل ډاکټرانو وویل د دې تریخې خراب شوې ان دې حد ته راغلی که تاسو د دې عملیات ونکړئ نو دا به پر دې ډېره بده اغېزه وکړي. هماغه و چې د تریخي عملیات یې وکړ او تریخی یې ترې وویست، د یو څه وخت لپاره ښه شوه خو وروسته یې بیا شکایتونه کول چې شیمه راکې نشته زړه مې بد بد کېږي، هر وخت خپه کېږم او په یو ځای کې مې هم زړه نه لګي.
ورور مې یو ځل بیا پاکستان ته یوړه او هلته یې ماماګانو ته وسپارله، مونږ په لومړي سر کې ډېره بابیزه واخیسته خو د وخت په تېرېدو د هغې ځیګر خراب شوی و، ان دومره خراب شوی و چې ډاکټر په څو څو وارې د هغې د نه ښه کېدو په اړه مونږ ته ویلي وو، اوس الله پوهېږي چې د دې د ځيګر تکلیف له کومه شو؟ د عملیات په وخت کې له ډاکټره د تریخي کوم څاڅکې اوبه پرې ولېدلې او که کوم بل څه وو؟ خو په دې مونږ تر اوسه پوه نه شو.
له پیالې یې د زړه په زور غوړپونه وکړل او نیمايي شوده یې هماغسې پیاله کې ورپرېښوده، نن د عرفې ورځ وه، او پاکستان کې په بله ورځ اختر و، خو په افغانستان کې بیا سیا اختر و، مور خواته وروغوښتم او د غوږ نه په لږ واټن کې یې په تت غږ راته وویل
ـ ځویه ته څه کوې؟
بېرته ترې راوړاندې شوم ومې ویل
ـ زه له تاسره راغلی یم، او ته چې هر څه وایې هماغه به کوم
بیا یې په تت غږ وویل
ـ زویه! سبا اختر دی، ته لاړ شه کور ته او زما دلته شپې ډېرې دي، زه به که خدای کول یو څه وخت وروسته د ماما سره دې درشم
ما ورسره ونه منله خو بیا یې په خشکه راته وویل
ـ ګوره زویه که دلته اختر تېروې ستا خوښه او که ماته ایسارېږې نو بیا چټک ځه اختر کور کې تېر کړه
دا چې زه یوازې له مور سره تللی وم او نور څه بل کار مې نه درلوده نو ورسره ومې منله، ماما مې د ډاکټر نوبت ونیو او د هغوئ نوبت څلور بجې و.
مور ته مې بیا وویل
ـ ګوره ببۍ، که زه کور ته لاړ شم هم به ورور رانه پوښته کوي او هم به پلار چې مور دې څنګه شوه بیا به څه ورته وایم چې زه د هغې تر ډاکټره ورسره پاتې نه شوم؟
ویې ویل
ـ هغوي ته ووایه چې زه دې راولېږلم
زما د مور زما په هلته پاتې کېدو کې څه مشکل نه و، خو هغې غوښتل چې زه اختر په کور کې تېر کړم او د اختر په پنځمه چې مې امتخانونه راروان دي ورته تیارې ونیسم.
ورسره ومې ومنله او په ډېره عادي شکل مې ترې رخصت راواخیست، زه څه خبر وم چې دا به زما له هغې سره وروستۍ خبرې وي، که خبر وای نو دا به ډېره ناشونې وه چې زه دې یوه ثانیه هم د هغې له څنګه وخوځېږم.
ورځې ووتې پلار مې هم څو ځلې ورغې او ورور مې هم ورغې، پلار مې خبر له ځانه سره راوړ چې ډاکټر نور مونږ رخصت کړو او ویل یې چې ځیګر یې ټول ختم دی خو ورور مې ورسره ونه منله او بیا یې د پېښور په طرف خپل سفر پیل کړ. هلته په رسېدو یې له هسپتاله رخصت شوې مور بیا هسپتال ته روانه کړه، او بیستر یې کړه، ورور مې کیسه کوله ویل یې په اخر ځل یې راته وویل چې زویه د چرګانو په یخنیانو مې زړه نور بد شو لږه مکروني راته راوړه، وی ما ورته مکروني راوړه خو هغې بیا د خوړلو توان نه درلوده او مکروني د خونې په مېز هماغسې ناخوړلې پاتې شوه.
زه په ښار کې وم چې ورور مې زنګ راووهه دا مې کشری ورور و د موبایل په اوکې کولو سره سم یې وویل
ـ چرته نوره؟
ومې ویل
ـ ښار کې
په مایوسه غږ یې وویل
ـ زر راځه کنه یار د ببۍ حالات ښه نه دي او کور ته یې راوړي
اوتر شوم موبایل مې بند کړ، د انډیوال په موټر سایکل مو پښه واړوله او د خپل کور مخې ته ترې ښکته شوو.
کور ته په ننوتو مې ټول خپلوان راټول شوي وو، هغوئ ته خبر رسېدلی و چې مور مې مړه شوې ده، خو داسې نه وه هغوي اوس هم مارکو کې راروان وو.
زړه مې یو څه راښه شو او خپل ملګري ته مې کوم چې تر کوره راورسولم زنګ وواهه او د تسلیت غږ مې پرې وکړ چې خدای خیر کړ هر څه سم دي.
د وخت په تېرېدو له کوره بهر مې په تروږمۍ کې قدمونه وهل راوهل او په دې سوچونو کې وم چې مور به مې اوس په ټوډي موټر کې راشي یوازې دومره به وي چې لږه کمزورې به وي څنګه چې ما وړې وه، په همدې سوچونو کې وم چې وروسته امبولانس د خپل اواز په زور د یوولسمې ویالې ټول مرغان له ځالو راوویستل او ډرېور زمونږ د کور مخې ته په بریک پښه ټينګه کړه. زه اوس هم په هماغه تصور کې وم چې ګنې زما مور به په خپلو پښو له امبولانسه راښکته شي خو زه څه خبر وم چې د هغې سترګې به وازې پاتې وي او د امبولانس په تذکره به لکه ساه دار بوت پرته وي، د هغې په لیدو مې سترګو کې اوښکې ډنډ شوې له امبولانسه مو په تذکره کې تر پروت کټه راوړه او هلته مې ما پلار او ورور د خپل زور په مټ کټ کې ورکېښوده. مړه نه وه، خپله ساه یې دې ته ساتلې وه چې بچي مې ساه په تن وګوري، ګنې بیا به وايي چې له دې ځایه ساه لرونکي ووته او له هغې ځایه بې ساه راغله، د مور دې حالت ته مې ټولې خویندې ترورګانې خپل او خپلوان په کړیکو شو.
هغه اوس هم داسې پرته وه لکه مړه چې وي، کوماه کې وه، د مشر ورور مې هم سترګې سرې وې خو زمونږ د تسلۍ لپاره یې د سترګو اوښکې نه پرېښودې چې لاړې شي، ډاکټر هغه ته ویلي وو چې دا به په راروان دوه یا درې ساعتو کې ساه ورکړي خو داسې ونه شو، هغې خپله ساه بدن کې دوه ورځې وساتله له حجرې کور ته راغلم دوه بجې وې مور مې اوس هم پرته وه او سترګې یې په چت کې وې، هغه زړه کې په هر څه پوهېده خو زیړ زیړي یې د زړه زور ورختم کړې و چې د سترګو ګاټي وخوځوي او د خپل زړه اخیري خبرې خپلو بچیانو ته واوروي. هغې باندې مې چې سترګې ولګېدې سمدلاسه اوتر شوم د پرون په څېر د هغې ساه نن تېزه شوې وه، نن چهارشنبه وه، کېناستم ورسره او د هغې په غټو سترګو کې دانه دانه اوښکې به مې پاکولې، د مازیګر څو دقیقې کم څلور بجې شوې چې ساه ویستل یې نور هم تېز شو، ماما چې مې مور سره له پاکستانه راغلی و، ورغږ مې کړ هغه هم اوتر راغې ټول راټول شو، د ببۍ زنکدن شروع شو، خور مې منډه کړه یاسین شریف یې راواخیسته هغې به لا دوه ایاته نه وو ویلي چې هاغه حالت راغی چې تر اوسه مې ځوروي، هاغه حالت راغې چې تر اوسه مې سترګو ته مخې مخې ته کېږي، هاغه حالت راغې چې ازرایل ع سلام یې په سر ولاړ و، مور مې خپل خوړین شوی ځیګر په خوله راوویست او د وینو دارو یې زما د مغز توازن تر اوسه ګډ وډ کړی هغې وینه وګرځوله نن ما هاغه وینه د خپلې مور له خولې راوتلې ولیده کومه چې به ما هر وخت په فلمونو کې کتله، اوس هغې مونږ پرېښودو، زمونږ کور یې پرېښود، خپل بچي یې پرېښودل، هاغه غاښونه چې یوه میاشت مخکې یې ځانته نوي کړي وو، په خوله کې هماغسې سپین ځلېدل، هغه څه خبره وه چې زه به دا غاښونه د ګور لپاره په خپله خوله کې ږدم.
شپه تېره شوه، او د مور مړی مو د تورو خاورو پر لور روان کړ، هدیرې ته په رسېدو او قبر ته په وړاندې کېدو زه،ورور مې، او درې ماماګان ورښکته شو، ما نن هاغه مور په خپلو لاسو قبر کې ورکېښوده چې ماته یې خونه کې پردې نه پرېښودې چې زه یې په کړکۍ راخورې کړم ماته یې دروازه نه پرېښوده چې زه یې رابنده کړم چې د علت به مې ترې وپوښتل راته ویل به یې په تیاره کې مې زړه تنګېږي، له تیارې مې کرکه کېږي، په تیار کې ویرېږم، نن زه ازاري شوم ما هغه څوک د قبر تیارو ته ورکش کړه له کومې چې ترې کرکه کېده، ما خپله مور نن قبر ته وسپارله ما نن د هغې په قبر خاورې واړولې چې زما یوه خبره یې زمکې ته نه وه غورځولې، او زه یې دې حالت ته رالوی کړم چې نن په هغې خاورې ورواړوم.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي