آنلاین زده کړې څه دي

محمدآغا ابراهیم خیل
[pukhto]
په نړۍ کې ډېری پرمختللي هېوادونه په ښوونځیو، پوهنتونونو، کالجونو او نورو ښوونیزو مرکزونو کې د آنلاین زده کړو پروګرامونه لري.
خو راځئ چې پوه شو آنلاین زده کړې څه دي؟
آنلاین زده کړې یو نوی او عصري ښوونیز سیستم دی چې زده کړه او روزنه پکې معمولآ په جلا چاپېریال کې ترسره کېږي.
آنلاین زده کړې یو قوي او منظم اداري، مخابراتي او ټکنالوژیکي ټیم ته اړتیا لري چې ښوونیز سیستم ډیزاین او پلان کړي.
آنلاین زده کړې یوازې له ښوونکي سره د اړیکو لپاره د زده کوونکي اړتیاو باندې تمرکز کوي، پداسې حال کې چې آنلاین زده کړې باید د اړیکو دواړه اړخونه، ښوونکی او زده کونکی ولري.
په اوسني وخت کې انټرنیټ د ښوونیز ډګر یوه پیاوړې څانګه او د روزنې پیاوړې سرچینه ده.
په عمومي ډول د نړۍ په هر ځای کې د ټولو خلکو لپاره د کمپیوټر او لاسي مبایل کارول یو نه هېرېدونکی عادت ګرځېدلی چې دا خپله په آنلاین زده کړو باندې پوره اغېز لرلای شي.
د معلوماتو او لارښوونې سرچینې په توګه د انټرنیټ کارولو شهرت مخ په وده دی او نړېوال به د زده کړو لپاره د LMS مجازي زده کړې سافټویر کاروي.
آنلاین زده کړې د ښوونکو او زده کوونکو تر منځ په آنلاین ډول د انټرنټ په وسیله د مالوماتو ادلون، بدلون ته ښه فرصت وي.
په ټوله کې زده کوونکي لارښوونې ترلاسه کوي او ښوونکي د انټرنټ له لارې په غږیز یا انځوریز ډول سپارښتنې کوي.
د تدریس دا میتود د هغو ښوونکو او زده کوونکو لپاره دی چې له یو بل سره په واټن کې اوسي.
په افغانستان کې آنلاین زده کړو ته څومره زمینه برابره ده؟
دا چې افغانستان د درېيمه درجه هېوداونو په کتار کې دی، د نورو ستونزو سربېره د انټرنټ لوړ لګښت او ټيټ سرعت هم د آنلاین زده کړو مخه ډب کړې.
د هېواد په لرې پرتو سیمو کې هېوادوال په سمه توګه نشي کولای چې د ټیلیفون له لارې له یو بل سره اړیکې ټینګې کړي آنټنونه ضعیف وي، څه پاتې شوه آنلاین زده کړې.
اوس چې د کرونا ویرس له امله تر(۵۰ سلنه)هېوادوال د قرنطین په حالت کې پرته له دې چې کار، روزګار وکړي شپې او ورځې سبا کوي، نو د آنلاین زده کړو لپاره د انټرنټ آسانتیا برابرول یو اړین اصل بلل کېږي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي