آیا مثبت فکر کول مطلق دي

محمد حنیف هاشمي
دې وروستیو کې اکثر لوستي وګړي داخبره ډېر کوي چې : انسان باید تل مثبت فکر وکړي. رښتیا چې مثبت فکر انسان هیله من کوي، انسان ته انرژې ورکوي او د مایوسۍ څخه یې ژغوري. خو آیا دا چې تل باید د هر کار په اړه مثبت فکر وکړو؟ یا دا چې مثبت فکرکول مطلق ده که استثناات هم لري. همدا رنګه ځینې کسان چې په دې هکله افراط کوي څه پایلې به ولري؟
په دې هکله تقریباٌ څه لیکنې چې په پښتو شوي دي، دې موضوع ته یې په کلي نظر کتل شوی خو دقیق مفهوم او معنی یې تشریح شوې نده. مثلاٌ دا چې څنګه مثبت فکروکړو؟ په کومو کارونو کې مثبت فکروکړو؟ آیا افراطي مثبت فکر کله کله ضرر هم لري که نه؟ لېرلید ( حزم/ دور اندیشي ) څه شي ته وایي؟ او داسې نورو سوالونو ته ځواب ندی ویل شوی فقط ویل شوی چې مثبت فکر وکړو.
د ارواپوهانو څېړنې ښیي چې اوږدمهاله مثبت فکرکول د انسان پر کړنو بد تاثیرات لري. ممکن لنډمهاله مثبت فکر د دې لامل شي چې ښه احساس ولرو خو په اوږدمهاله کې زمونږ د انګیزې د کمېدو لامل ګرځي. هغه کسان چې په مثبت فکرکولو کې افراط کوي په لومړیو کې داسې فکرکوي چې دوی خپلې موخې ته رسېږي خو د وخت په تېرېدوسره مناسب عمل(کړنه) یې کمېږي.
اګر که ډېرمثبتپال وګړي فکرکوي چې خپلو موخو ته رسېدونکي دي خو په واقعیت کې ډېر لږ کسان یې خپلو موخو ته رسېږي. ډېرزیات مثبت فکرکول مونږ لنډمهاله آراموي او د مناسب عمل او کړنې مانع ګرځي. دا آرامتیا له دې امله منځ ته راځې چې مثبت تصورات زمونږ ذهن ته غولوونکي دي په دې ډول چې مونږ فکرکوو چې خپلو موخو ته رسېدلي یو چې دې پېښې ته ارواوپوهان ” ذهني لاسرسی ” نوم ورکوي. یعنې مونږ په مجازي ډول خپلو موخو ته رسېږو نه په حقیقي ډول، په نتیجه کې لږ اړتیا احساسوو چې په واقعي ژوند کې یو کار ترسره کړو. نو بنا پردې اړین کار د خپلې واقعي بریا لپاره نه ترسره کوو. موخو ته د رسېدو لپاره یوازې انګېزه لرل کافي نه ده بلکې واقعیتونو ته هم باید پاملرنه وشي. مثلاٌ په ایران کې یو غیرقانوني مهاجر غواړي چې د ایران جمهور رییس شي او ډېره زیاته انګیزه هم لري خو ایراني الاصله ندی دا سړی چې هر څومره انګېزه ولري خپلې موخې ته نشي رسېدی ځکه د ده د موخې او واقعیت ترمنځ ډیر تضاد شتون لري.
مشهور ایراني ارواپوه دوکتور هلاکويي وایی : دا سمه ده چې د د ګیلاس نیمه ډکوالی ته وګورو خو د ګیلاس نیمه خالي برخه هم باید له پامه ونه غورځوو.
هغه کسان چې خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره هیڅ ډول موانع/ خنډونه په نظر کې نه نیسي نسبت و هغو کسانو ته چې دا موانع په نظر کې نیسي لږ خپلو موخو ته رسېږي. په دې معنی چې لومړی ډله خلک “واقع بین” نه دي لږ عمل او لږ کوښښ کوی او دویمه ډله “واقع بین” دي زیات عمل او زیات کوښښ کوي. د ارواپوهانو موندنې ښیي چې هغه کسان چې راتلونکي ته پخپل ذهن کې ډیر مثبت تصورات جوړوي د هغو کسانو پرتله چې ذهن کې یې د یوکار په ترسره کولو کې لږ څه شک او تردید لري، سخت کار نکوي او دا کار د دې لامل کېږي چې د انسان کړنې په راتلونکې کې کمزورې شي. د دې تر څنګ د فلسفې اساس هم ” شک ” جوړوي، په دې معنی چې په هر کار کې انسان شک وکړي ترڅو چې ثابت شي. مثلا یو فعل یا کار ډېر نیک فعل یا کار دی خو په هغه صورت کې چې ثابت شي چې بد فعل یا کار نه دی، یو فعل یا کار بد دی خو په هغه صورت کې چې ثابت شي چې ښه فعل یا کار نه دی. احمد ښه سړی دی خو په هغه صورت کې چې ثابت شي چې ښه سړی نه دی، محمود بد سړی خو په هغه صورت کې چې ثابت شي چې ښه سړی نه دی.
اوس پوښتنه داده چې که ډېر مثبت فکر ونشي نو څه باید وشي؟
ځواب روښانه ده : ۱-دمثبت فکر ترڅنګ د پیښو، حالاتو، او شرایطو واقعیت ته هم وکتل شي یعنې د مثبت فکر ترڅنګ واقع بین هم واوسو ۲- د مثبت فکر تر څنګ د موانعو او خنډونو لپاره معقوله او مناسبه برنامه ولرو. مثلاٌ که الف کار تر سره نشو، زه به ب کار تر سره کړم.
د مثبت فکرکولو تر ټولو غوره لاره په اسلام کې ښودل شوی چې پکې د اعتدال انځور ښکاري.
لومړی غواړم خپله انګېرنه د دې موضوع په اړه د اسلام له نظره بیان کړم.
اګرکه د اسلام له نظره مثبت فکر او په ارواپوهنه کې د مثبت فکر تر منځ د توپیر شتون نه ردوم، خو تر څنګ یې لازم بولم ووایم چې په اسلام کې د مثبت فکرکولو محور او محراق “الله /خدای” دی او خدای هغه ذات دی چې هغه ته باید مونږ نېکه انګېرنه (حسن ظن) ولرو.
بې له شکه چې په قرآن کریم کې د مثبت فکر کولو په اړه په ډېرو ځایونو کې اشاره شوې ده لکه چې الله تعالی فرمایلی : لا تایسوا من روح الله، انه لایایس من روح الله الاالقوم الکافرون. یعنې د الله له رحمته مه ناهیلي کېږئ بیشکه چې د الله له رحمته ناهیلي کېږي نه مګر کافران.
په بل ځای کې فرمایلی: وعسی ان تحبوا شی و هوا شرا لکم و عسی ان تکرهوا شی و هوا خیرالکم. یعنې کله چې کوم کار ستاسو په خوښه ترسره نشوه مه ناهیلي کیږئ ځکه کیدای شي چې تاسو فکروکړئ چې یو کار ستاسو خوښ شي خو هغه کارستاسو په شر وي او کېدای شي یو کار تاسو شر وګڼئ خو هغه کار ستاسو په خیر وي.
په قرآنکریم کې ډېرځلې داسې راغلی چې الله تعالی رحمن، رحیم، رؤوف، غفار، غفور، باسط، رافع، معز، لطیف…….. دی، د دې خبرې ګواهي ورکوي چې انسان باید مثبت فکروکړي او د الله تعالی نه د خیر تمه ولري.
همدارنګه په یو قدسي حدیث کې هم الله تعالی فرمایلی : انا عند ظن عبدی بی. یعنې زه د خپل بنده په ګمان کې یم چې څرنګه زما په هکله ګمان لري.
البته دا ګمان به داسې نه وي چې بنده به عمداٌ او قصداٌ بد کار کوي خو بیاهم هیڅ ډول وېره د الله تعالی نه نلري او ادعا لري چې الله تعالی راته بخښنه کوي بلکې دا خبره په هغه صورت کې ده چې کله انسان یو نېک کار کوي او د الله تعالی نه د نېکې بدلې غوښتونکی وي او یا هم داسې چې ځینې وخت غیر ارادي يا په خطا کومه ګناه یا تېروتنه ورنه صادر شي
خو دې سره سره دا ټولې خبرې په دې معنی ندي چې د پېښو/ حالاتو او شرایطو په هکله انسان تل باید مثبت فکر وکړي او منفي فکر یا شک بالکل نفې کړي، بلکې داسې لارښوونه شوي چې د انسان ژوند باید د خوف او رجا په منځ کې واقع وي. یعنې : دې سره سره چې د الله تعالی نه د مغفرت هیله لري، دا هم باید په ذهن کې ولري چې که دا ګناه یې الله تعالی ونه بخښي څنګه به شي نو دی باید ډېر د الله تعالی نه بخښنه وغواړي او په دې وېره کې واوسي چې څنګه کولی شي د ښوکارونو په ترسره کولو سره د الله تعالی د عذاب نه ځان ژغورلی شي.
حضرت عمر رضی الله عنه فرمایلی: که د قیامت په ورځ غږ وشي چې ټول انسانان دوزخ ته بوځئ صرف یو کس جنت ته نو زه داسې هیله لرم چې هغه یو کس به زه یم او که غږ وشي چې ټول انسانان جنت ته داخل کړئ غیر له یو کس نه، نو وېره لرم چې هغه کس زه ونه اوسم.
نو ځکه په اسلام کې د دې ترڅنګ چې مومنان مثبت فکر ولري دا خبره ضروري ده چې خپلې موخې ته د رسېدو لپاره سعی او کوښښ وکړي. الله تعالی تل انسان کوښښ ته هڅوي لکه چې فرمایلی : لیس للانسان الا ماسعی . نشته/ نه ښایي انسان ته مګر کوښښ.
تبصرې
تبصرې بندې دي