اردوغان چې زه پېژنم!

ايمل جلال
[pukhto]
( دويمه برخه)
۲۰۱۰م كال د اسلامي نړۍ او په تېره بيا د منځني ختيځ او شمالي افريقا د عربي هېوادونو لپاره د تازه وينو د توېېدلو پيل وو. په سيمه كې د عربي پسرلي تر نامه لاندې روانې ناخوالې به د راتلونكو سلو كلونو لپاره د سيمې سياسي تاريخ له سره وليكي. تركيه هم له دې مستثنى نه ده. پدې ليكنه كې به د عربي پسرلي تر نامه لاندې په روانه لوبه كې د تركيې د رول او ونډې په اړه بحث وشي خو په لومړي سر كې به بيا هم د تركيې – اسراييلو د اړيكو په اړه نا ويلې وويل شي. په وروستۍ برخه كې به د هغې رسوايئ په اړه معلومات وړاندې شي چې د اردوغان په ګډون د كابينې ۴ وزيران يې په کې ښكېل ول.
په ۲۰۰۷م كال كې كله چې د عدالت او پراختيا ګوند د دويم ځل لپاره ټاكنې وګټلې نو پر ځان يې باور لا زيات شو. ځكه چې ملكي حكومت ته د وسله وال پوځ لخوا متوجه ګواښ نور لږ شوى وو او په اقتصادي ډګر كې هم تركيه مخ پر ودې وه. په ۲۰۰۸م كال كې په ټوله نړۍ كې د اقتصادي او مالي كړكېچ د پيل سره سم تركيه اغېزمنه شوه. توليدات په ټپه ودرېدل، صادارات لږ او د بېكارۍ سطحه لوړه شوه. دا كړكېچ د اردوغاني تركيې د ركود پيلامه بلل كيږي.
لكه څرنګه چې مې په تېره ليكنه كې يادونه كړې وه، اردوغان هوښيار، مجرب او ځيرك سياستوال دى. هدف ته د رسېدلو په موخه هره ممكنه لار مباح ګڼي. په ۲۰۰۹م كال كې د ښارواليو د ټاكنو پر مهال يې هغه وعدې ناچله وې چې تېرې ټاكنې يې پرې ګټلې وې. په كورني سياست كې اقتصادي كړكېچ او په بهرني سياست كې د اروپايي ټولنې سره كشكمش زيات شوى وو. خلك نا امېده شوي ول. اردوغان داسې حملې ته اړتيا درلودله چې يو ځل بيا ټول ولس په ځان را مات كړي او او رايه ترلاسه كړي.
ددې حملې لپاره تر ټولو ښه فرصت د همدې كال د جنورۍ په مياشت كې د سويس د داوس په ښار كې د نړۍ د اقتصاد په مجمع كې د منځني ختيځ يوه ناسته وه. پدې ناسته كې د اردوغان سربېره د اسراييلو ولسمشر شيمون پېرېس او د عربي ټولنې مشرعمر موسى هم ګډون درلود. په ناسته كې پر غزې باندې د اسراييلو د خونړيو بريدونو د مشروعيت په اړه پېرېس شاوخوا ۲۵ دقيقې خبرې وكړې. كله چې اردوغان ته وار را ورسېد نو د ناستې د تنظيموونكي لخوا يې خبرې غوڅې شوې. اردوغان د غصې نه تك سور شو او په ښكاره توګه يې اسراييل دولت ترهګر وبللو او ولسمشر ته يې په خطاب كې وويل چې تاسې انسانان وژنئ. سمدستي يې غونډه پرېښودله او نيمه شپه د تركيې پر لور را روان شو. د شپې شاوخوا ۲ بجې وې چې په استانبول كې زرګونو كسانو اردوغان ته ښه راغلاست وويلو. د اردوغان مينه والو داسې شعارونه هم له ځانه سره لېږدول چې پرې ليكل شوي ول ( د نړۍ نوی ليډر.) په ريښتيا هم تر اوسه پورې هېچا داسې جراآت نه وو كړى چې مخامخ دې اسراييلو ته ترهګر ووايي.
دا پېښه د اردوغان د سياسي ژوند لپاره آب حيات شوه. د ښارواليو د ټاكنو پر مهال ټول كمپاين د اسراييلو پر وړاندې پر مخالفت ولاړ وو. حتى د كمپاين غونډې دومره په زړه پورې وې چې د عربي هېوادونو د هېوادوالو لخوا په ژوندۍ بڼه لېدل كېدلې.
د ماوي مرمرې د كېښتۍ پېښه
د ۲۰۱۰م كال د مې د مياشتې په ۳۱مه نېټه د تركيې د يوې مرستندويه ټولنې په ګډون يو شمېر خيريه ټولنو وپتيله چې د سمندر له لارې د اسراييلو تر محاصرې لاندې غزې ته بشري مرستې ورسوي. د بشري مرستو د كاروان د شپږو كيښتيو نه يوه يې هم د ماوي مرمرې په نامه لويه كيښتۍ وه چې په كې د بشري مرستو سربېره د ډېرى تركانو په ګډون شاوخوا ۸۰۰ تنه سپاره ول. اسراييلي كومانډو ځواكونو چې نه غوښتل دا كيښتۍ د غزې بندر ته ورسيږي، پر كيښتيو بريدونه وكړه. د ماوي مرمرې په كيښتۍ كې د كومانډو د ځواكونو لخوا ۹ تنه تركي مرستندويان ووژل او تر ۵۰ تنو زيات ټپيان كړل. كيښتۍ يې هم د اشدود په نامه خپل بندر ته يووړې. ددې پېښې نه وروسته د تركيې – اسراييلو ترمېنځ اړيكې نورې هم پسې ترينګلې شوې. تركيې د لومړي ځل لپاره ظاهراً خپلې ټولې ډيپلوماټيكې اړېكې وشلولې او په انقره كې يې د اسراييلو سفير وشړلو.
د ماوي مرمرې خونړۍ پېښې د اردوغان لپاره په كورني سياست كې د فعاليت نوى ډګر ډالۍ كړ. په هره غونډه كې يې په ښكاره توګه اسراييل غندل او د غزې پر مسلمانانو باندې د دوى لخوا پر روانو ظلمونو باندې د نړۍ د چوپې خولې نه سر ټكولو. آيا په ريښتيا هم تركيه د فلسطينيانو د حق د ترلاسه كولو په برخه كې صميمي وه؟
د ۲۰۱۲م كال په دوبي كې د تركيې د انرژۍ او طبعي زېرمو د وخت وزير تانر ييلدز چې د كاري وړتيا په برخه كې يې په كابينه كې شهرت درلود، له بهرني سفره تركيې ته د را ستنېدلو پر مهال په هوايي ډګر كې د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ويل. كله چې يو نامتو خبريال په تېرو دوو كلونو كې د ترينګلو اړيكو سره سره د تركيې – اسراييلو ترمېنځ د دوه اړخيزې سوداګرۍ د زياتېدو د علت په اړه له نوموړي پوښتنه وكړه نو په خپل خاص انداز موسكى شو او بيا يې وويل چې: ( سياست جلا او سوداګري جلا ده.)
په ريښتيا هم په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱مو كلونو كې نه يواځې اړيكې نه وې شلېدلې بلكې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د سوداګريزې راكړې وركړې كچې په ترتيب سره ۴ سلنه او ۵ سلنه وده كړې وه. د اردوغان حكومت چې ظاهراً د اسراييلو سره دښمني كوله خو د پردې تر شا يې خپلې ملي ګټې هم ساتلې. د همدې امله يې خپلو خلكو ته دروغ ويل.
په سيمه كې د امريكا د دوو مهمو متفقينو ترمېنځ دا كشمكش د اوباما د ناراحتۍ سبب شوى. دا دى د شپږو كلونو وروسته دواړه هېوادونه يو ځل بيا سره پخواني دوستان دي. هېره دې نه وي چې كه چېرې اردوغان په كورني سياست كې فلسطين ته اړتيا ولري نو لرې نه ده چې داسې مصنوعي كړكېچ به بېرته راپورته كي تر څو پدې ډول ځان خلاص كړي.
عربي پسرلى او د اردوغان د تركيې بهرنى سياست
په تېره ليكنه كې مو يادونه كړې وه چې د تونس، مصر او لېبيا په څېر عربي هېوادونو كې چې د استبدادي رژيمونو لخوا اداره كېدل د عربي پسرلي تر نامه لاندې پيل شوي بهير يو ځل بيا د اردوغان اشتها زياته كړې وه. ځكه هغه داسې فكر كولو چې د هېواد ديموكراسي به يې ددې هېوادونو لپاره سرمشق شي او پدې ډول به په لوېديځ كې هم بايلې اعتبار بېرته تر لاسه كړي. د مصر د سفر كيسه كه مو په ياد وي، د همدې موخې لپاره ترسره شوى وو.
په لېبيا كې د قدافي او په يمن كې د ابو عبدالله صالح د راپرځولو بهير دا وښودله چې ددې پسرلي د باغ ګلان د بل ماليار لخوا خړوبيږي. د منځني ختيځ او شمالي افريقا په هېوادونو كې چې سل كاله وړاندې د لوېديځ مستعمرې وې، دا ځل د مدرن استعمار د پيل په موخه د نوي فلم سناريو ليكل شوې وه. پدې فلم كې تركيې ته حتى كوچنى رول هم نه وو وركړل شوى.
په سوريه كې د بشار اسد د مشروع نظام پر وړاندې د مخالفينو لخوا د وسله والې جګړې پيل كټ مټ هغې لوبې ته ورته وو چې په اتيايمو ميلادي كلونو كې پاكستان د افغانستان پر وړاندې پيل كړې وه. دا ځل ددې لوبې لوبغاړي هغه سختدريځې اسلامپاله ډلې وې چې د تركيې په هر اړخيز ملاتړ يې په سوريه كې د بشار اسد پر وړاندې جګړه پيل كړه. په لنډه موده كې يې يو زيات شمېر سيمې ونيولې. سربېره پر دې د داعش ظهور او د تركيې د پردې تر شا ملاتړ ددې سبب شو چې ايران او روسيه هم پدې لوبه كې ورګډه شي. ددې په پايله كې نه يواځې تركيه خپلو موخو ته ونه رسېدله بلكې په سيمه كې نوره هم منزوي شوه. د شپږ كلنې جګړې په پايله كې د ملګرو ملتونو د رسمي شمېرو له مخې نږدې يو ميليون كسان ووژل شوي او هېواد په كنډواله بدل شوى دى. پينځه ميليونه نور يې كډوال شوي چې دوه نيم ميليونه يې په تركيه كې دي. تركيې ظاهراً د انساني او اخلاقي ارزښتونو په رڼا كې سوري كډوالو ته ځاى وركړى خو د اروپايي ټولنې سره د كډوالو په برخه كې د تركيې د لاسليك شوي تړون پر اساس دا كډوال هم د ۳ ميليارده يورو او د اروپايي ټولنې يو شمېر هېوادونو ته د تركي د هېوادوالو لپاره د ويزې د معافيت په بدل كې خرڅ شول.
رشوت، مالي او اداري فساد
د ۲۰۱۳م كال د دسمبر د مياشتې د ۱۷مې نېټې په سهار په استانبول كې پوليسو د رشوت، قاچاق، اداري فساد او له دندې د ناوړه ګټې پورته كولو په تورونو د تركي حكومت د كابينې د څلورو برحاله وزيرانو د زامنو، يو شمېر سوداګرو او لوړپوړو دولتي چارواكو په ګډون د نيولو په موخه عمليات پيل كړل. د همدې مياشتې په ۲۵مه نېټه څارنوالۍ د اردوغان د زوى بلال اردوغان د نيولو امر هم وكړ. دا د تركيې په معاصر سياسي تاريخ كې بې سارى اقدام وو. د نيول شوو كسانو په كورونو كې دومره پېسې وموندل شوې چې حتى د بوټانو په كارتنونو كې يې ځاى پر ځاى كړې وې. هغه اسناد اوس هم شته دى چې له مخې يې د دوى د اداري فساد او رشوت په اړه ټول جزييات په كې ثبت شوي دي. د بېلګې په ډول د كورنيو چارو د وخت د وزير معمر ګولر زوى بارش ګولر د ۲ سوه زره ډالرو په مقابل كې د تركيې د تابعيت د اخيستلو كمېشنكاري كوله. د رضا صراف په نامه د يو تن ايران الاصله تركي سوداګر چې اوسمهال په امريكا كې بندي دى، ټولې كورنۍ ته په غير قانوني توګه تركي تابعيت اخيستى وو. همدې سوداګر چې د سرو زرو د قاچاق كاروبار يې كولو د اقتصاد وزير ظفر چاغلايان ته له سويسه په ۳سوه زره يورو يو ساعت اخيستى او ډالۍ كړى وو. حتى د اقتصاد وزير د خپلې ټولې كورنۍ سره د رضا صراف په نامه د سوداګر په شخصي الوتكه كې د عمرې د حج د ادا كولو په موخه مكې ته هم تللى دى.
هغه ټېلفوني مكالمه چې د وخت د لومړي وزير طيب اردوغان او زوى بلال اردوغان ترمېنځ ثبت شوې او بيا وروسته نشر شوې وه، د پام وړ ده. اردوغان په بيړه زوى ته وايي چې پېسې ټولې`صفر` كړه. هغه ورته وايي چې ټولې مې صفر كړې خو يواځې ۷ – ۸ سوه ميليونه پاتې دي. هغه هم `صفر` كوم. د صفر كولو كيسه دومره اوږده شوه چې اوس ايټاليا د پېسو د مېنځلو په تور د بلال اردوغان په اړه عدلي څېړنې پيل كړي دي.
دا كيسه هم د اردوغان د سياسي بصيرت او چټك غبرګون په پايله كې په لنډه موده كې پاى ته ورسېدله. سلګونه قاضيان، څارنوالان او پوليس چې په پورتنيو عملياتو كې يې ګډون كړى وو، زندان ته ولېږل شول.
( په راتلونكې ګڼې كې به په تركيه كې د كودتا د وروستي اقدام او را وروسته بهير په اړه خبرې وكړو.)
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي