ارمان او کيسه

نورالحق حداد
[pukhto]
ژوند له ارمانه سره دی، د تېر پسې ارمان دی ، د ژوند شېبې ارماني دي، د مرګ تر ورځې ارمان ارمان دی او داسې څوک به نه وي چې په ژوند کې څه ارمان ونه لري، نړۍ ته په شپه او ورځ بې حسابه ژوندي راځي او همداسې ترې له ارمانه سره ځي، خو زه د نوي ارمان خبره کوم!
نصرت ارمان ښایم چې په لږ وخت کې یې د همت نښه ښکاره کړه، ملا یې تړلې د هنر او ادب په میدان یې خپل نوم ژوندی کړ، دا دی د لنډو کیسو لیکوال دی، له انګلیسي یې هم ځینې کیسې پښتو ته ژباړلي او ورسره په خوا کې شاعري هم کوي.
د فکر ځواک الله ورکړی، لکه د نامتو شاعر او ادیب محمد موسی شفیق په څېر یې په تنکۍ ځوانۍ کې د ولس ترجماني پیل کړې، له لایزال خالقه غواړم چې په راتلونکې کې لکه د لمر څرک وځلېږي.
د اپلاتون وینا ده: ادیب چې په لفظونو د کوم شي نقل وړاندې کوي هغه فطرت دی او فطرت د اصل نقل دی.
ادیب یا کیسه لیکونکی د یو شریف شاعر په څېر د ټولنې ترجماني کوي، په ډېر زیار سره هغه څه کاغذ ته کوي چې په کور، کلي ښار او نورو سیمو کې پېښېږي، هغه خپلې ټولنې ته په ډېر هنري انداز سر ور ښکاره کوي، د هنرمند کمال دا دی چې د زهرو په شان ترخه په مزو بدل کړي.
علي خان وايی
دا ترخه ویل د ښکلو په تالي کې هسې خوند کا
لکه مرچ چې مزیدار وي په دا نوره مساله کې
کیسه د انسان د تخلیق نه تر ننه د انساني ژوند لازمه څانګه ده، لیکوال پکې ډېرې غوښتنې نېغ په نېغه د کیسې په چوکاټ کې وړاندې کوي، دا هنریت د نصرت ارمان په کیسو کې.
کبلی
د کبلي په کیسه کې د قومندانۍ په جم او جوش کې زموږ د ژوبڼ د هوسۍ بچی د عرب غرمنۍ وه.
د خان په کیسه کې یې هم د خانانو نخرې او پېښې په ډاکه کړي.
ولچک، دا د ارمان بله کیسه ده، په دې کې د ټولنې او چاپېریال هغه کړنې دي چې انسان د ځوانۍ په یاغي او باغي وخت کې په خپله مستۍ د ناپوهۍ کندې ته کا.
په کیسو کې یې د دوه کسانو مکالمې لنډې او ښې راغلي، بېلګې یې:
ـ زه مامور تورګل.
ـ ښه صېب، راځئ دننه حجرې ته!
واحد ستا نزدې ملګری و.
ـ هو، ډېر نزدې.
ـ د قتل په ورځ ته چرته وې؟
ـ زه خپل دوکان کې وم.
بل ځای راځي.
ـ امر کوه.
ـ تاسو مشتاق یاست؟
ـ هوخپله یم څه دې ویل؟
ـ تر ماموریته مې زخمت درکولو.
د ارمان دکیسو ژبه ښکلې او روانه ده، که کومه کیسه یې اوږده ده، نو د ژبې او وینا له مخې یې د لوستونکو زړه راښکون نه دی کم کړی، ژبه یې د کردار په حال کې راغلې، کوښښ یې کړی خبرې یې د حیثیت مطابق کړي، لکه د مامور تورګل خبرې.
سګرټ مې پښې لاندې کړ یو ګوټ اوبه مې و څښلې، بیا مې وویل: معلومه نه شوه چا وواژه؟
د نصرت ارمان څه کیسې وړې دي، لکه: سکروټې، ټیکری، مرمۍ، دا به څوک وي؟ چغه او د لمر غوښتنه.
په هنري او فني ښکلا یې د نورو کیسو سره ورکوټوالی ځانګړی ډول دی، دده په کیسو کې د ښه کیسه لیکونکي نښې نښانې دي، پېښې یې د انځورونو په بڼه لوستونکو ته وړاندې کړي، دا د خبرو په پوهېدو او احساس کې مرسته کوي.
دا به څوک وي؟ په دې کې راځي:
هغې داشېبه د څپلیو ځای کې پلاستیک نه راویستلې ټوټه خوروله.
په احساساتو اغېزمه لاره په کیسه کې انځورګري ښایي.
په کبلی کې راځي:
کبلي په ډکو سترګو عرب ته برګ برګ کتل، لکه پوی شو چې وي ټول کار دده دی.
د سکروټې پای داسې ده:
ګرد کېناست، باران پیل شو، شېبه په شېبه تېزېده او هر څاڅکي یې له بلو سکروټو چز پورته کاوه.
په کیسه لیکنه کې به یې نیمګړتیاوې وي، خیر دي هرې میوې پسې خلی وي، خو که د فارسي او انګلیسي ژبې ادبیات ولولي د ښه هنرمند نوم به خپل کړي.
قلم یې تاند
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي