67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

استعداد پټ نه پاتې کېږي

مرکه/ نثار ځواب

[pukhto]
مازيګر: که مونږ او مینوالو ته ځان راوپېژنئ؟
بهار: بسم الله الرحمن الرحیم، نوم مې بهار علي شینواری، د ننګرهار ولايت اوسیدونکی یم
مازيګر: د ننګرهار په کوم ځای کې اوسېږئ؟
بهار: جلال اباد ښار کې اوسېږم
مازيګر: څومره وخت کېږي کرکټ کوئ؟
بهار: پنځه، شپږ کاله کېږي
مازیګر: کرکټ مو چېرته شروع کړو؟
بهار: په همدې ننګرهار کې
مازیګر: څنګه مو کرکټ ته مخه کړه؟
بهار: زما شوق، زما د فامیل شوق، د پلار لخوا ډېر هڅول شوی يم، ځکه مې کرکټ شروع کړی
مازیګر: که د زده کړو په اړه مو راته ووایه؟
بهار: له دولسم ټولګی فارغ يم او اوس فی الحال په BBA کې يم.
مازیګر: ټینس کرکټ هم کوئ؟
بهار: کله کله شوقي
مازیګر: ایا له کرکټ سره زده کړې، یا بل مسلک هم کېږي؟
بهار: د کرکټ تر څنګ نورې زده کړې کېږي، خو چې ته قوي اراده ولرې
مازیګر: کوم فارمټونه او کوم ليګونه دې کړي؟
بهار: ما د افغانستان شپږیزه دوه ځلې کړې، فرسټ کلاس او د افغانستان ډومېسټېک(کورني) کرکټ کې ډېر پاتې شوی یم
مازیګر: شپږیزه کې کوم ټيم سره لوبېدلې؟
بهار: تېر کال له میس عينک لوبډلې سره وم، سږکال بوست ساتونکو سره وم.
مازیګر: د افغانستان کورنی کرکټ څنګه روان دی؟
بهار: د افغانستان کرکټ ښه روان دی، ګوزاره کوي
مازیګر: خپلې کومې لوبې نه دې زیات خوند اخیستی؟
بهار: فرسټ کلاس میچ مو د سپین غر خلاف کابل ګراونډ کې وو، اول اینېنګز کې مې ۱۰۸ رنز وکړل، بل کې مې پنځوس وکړل، ما لپاره په دې ميچ کې خوندورې صحنې دا وې، چې فیفټي مې هم په شپږیزه پوره او سلیزه مې هم په شپږیزه پوره کړه
مازیګر: یو کرکټر لپاره څه ضروري دي؟
بهار: د کرکټر لپاره ښه اخلاق، ډسپلین، د کرکټ بال بیټ وروسته کار دی ډسپلین یانې منظم والی ډېر مهم دی، که ته منظم نه وې ښه لوبغاړی کېدای نه شې، د خوراک له لحاظه، د ګرځېدو له پلوه دا داسې شیان دي چې ټول ډیسپلین کې راځي
مازیګر: بهرنيو لوبغاړو کې دې څوک خوښېږي؟
بهار: د اسټرلیا ادم ګېل کریسټ، هېډن او د هند لوبغاړی یوراج سېنګ مې ډېر زیات خوښېږي
مازیګر: کوم ميدان دې خوښېږي؟
بهار: سېډني
مازیګر: ۱۹کلنه لوبډله په ۲۰۲۰ نړیوال جام کې څنګه ارزوئ؟
بهار: بس نوي ځوانان دي، هیله ده چې لوبې وګټي اوله بریا خو يې وکړه، نورو لوبو ته يې ګورو
مازیګر: له لوبغاړو سره ډېر پاتې شوی يې کوم لوبغاړی دې خوښېږي؟
بهار: زما خو ټول ملګري دي حشمت شهیدي، ګلبدین نایب، عمران جنت، مزاري ټول راباندی ډېر ګران دي
مازیګر: په څوم پوزېشن بېټينګ کوئ؟
بهار: خاص اوپنېنګ
مازیګر: کوم شاټ ښه وهلی شې؟
بهار: فلېک شاټ زه يې ډېر ښه وهمه، زما خپله هم خوښېږي
مازیګر: کوم خواړه دې خوښېږي؟
بهار: څه چې تيار وي هغه د یار وي
مازیګر: کوم رنګ دې خوښېږي؟
بهار: تور رنګ
مازیګر: مینه دې کړې؟
بهار: نه مینه مې نه ده کړی، مور او پلار سره مینه لرم، نن سبا مینه مینه نه شته
مازیګر: څه ارمان لرې؟
بهار: زما ارمان دا دی، چې راتلوونکې کې د افغانستان لپاره ښه کرکټ وکړم او د کرکټ له لارې خپل هېواد ته خدمت وکړم، ځکه ډېر کړېدلی ملک دی، هر ځوان باید دا کوشش وکړي چې د افغانستان لپاره کار وکړي.
مازیګر: کرکټ بورډ کې ډېرې ستونزې راولاړې شوي، د حل لپاره يې باید کرکټ بورډ څه وکړي؟
بهار: هغه زمونږ مشران دي زمونږ کرکټ سره کار دی، د هغوی خپل کار دی، چې څه کوي او څه نه، مونږ په کې څه نه شو ویلی
مازیګر: ځوانو لوبغاړو ته څه پيغام لرئ؟
بهار: ځوانو لوبغاړو ته مې دا پيغام دی، چې خپله خواري وکړي، په کومه برخه کې چې مهارت لري، استعداد پټ نه پاتې کېږي.
[/pukhto]

17 خوښونې

اړوند مطالب

خپل دې وي تل دې وي!
له کلي ترښاره
د مكتب او مدرسې تقابل
مرسته
هېواد د فساد په پنجو کې
که غربت ختم شي؛ له جهالت ژغورل کیږو!
د ګابریل ګارشیا مارکيز د ژوند نچوړ
قانون د ټولو لپاره دی!

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

جنوري 2020
S S M T W T F
 123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
« Sep   Feb »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /