67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

اس يو ؤ او سپاره ډېر!

سليمان لايق سره مرکه

[pukhto]
دويمه برخه
مينه: انقلابي مشرانو یو بل ووژل او تر اخره په یوه لار لاړ نه شول؟
لايق: دا خو داسې کار دی چې زمونږ حزب اول سره چې راغی مشرانو یو بل ته ښه نیت نه درلود، کوم مخالفت نه ؤ، کوم اختلاف هم نه ؤ، چې یو وایي تور هغه بل وایي سپین، دلیل دا ؤ چې هر یو غوښته چې په اس سپور شي، اس یو ؤ او سپاره ډېر، اس ټولو ته نه رسېده، ماته نه رسېده، بس دا زما رهبر نه دی! پسې شاه، دا هلک هغه هلک! دا خاين دی او دا زموږ اصلي قوت و، بلاخره موږ سره مخامخ شو، اساساً د دغه نفاق منشا، مسولین تره کی او درجه یک کارمل دی، ځکه چې تره کی خو بیا هم یو لاس ورته جېګ شوی ؤ، چې ته زمونږ مشر شه!..
مينه: نو دوی نشو کولای چې سياسي حل لاره راوباسي يا دا اسونه لږ زيات کړي؟
لايق: زه به یوه دعا درته وکړم، چې پرې خپه نه شې، خدای دې داسې مقام ته مه رسوه، کنه ړوند به هم شې، ګونګ به هم شې او غوږونه به دې هم ټپ شي، ځه چې یوه کیسه په دې منځ کې درته وکړم، یوه تاریخي کیسه چې تاسې به اورېدلې وي.
وایي خدای چې څوک قدرت ته رسوي او جېګوي یې، نو ملایکو ته امر کوي، چې ولاړ شه په هغه ټولو سوریو کې موږي ټکوهه، دوه په سترګو کې، دوه په غوږونو کې دا ټول سوري او دوه ښکته خوا ته…. ټول نهه مېخه کېږي، ټول سوري ور بند کړئ، ددې لپاره یې وربند کړئ چې حقیقت ونه ويني، حقیقت وانه وري او حقیقت ونه شي ویلای او بیا چې یې له قدرته پاڅوي، بیا نو شیطان ته یو غټ مېخ ورکړي هغه راشي یو غټ مېخ په دې سوړه کې ورټک وهي هغه نور مېخونه ټول والوځي، بیا هم اوري، هم ویني او هم وایي. عفه غواړم، د دولتونو په یو عامیانه مثال کې مې دا مثال درته وويلو.
د قدرت مندۍتعامل دغسې دی، ډېر خلک یې نه لري، يو شوق کوي چې نشه وکړي، په نشه کې لېونتوب کوي بیا ځان نه شي کنترولولای، دا هم یوه نشه ده، اما له بده مرغه بدبخترین ملت هغه دی چې داسې خلک پرې مسلط شي، چې هغوی دا یاغي اس یانې دولت، نه شي تکیه کولای او ددې سپرلۍ یې نه وي زده، خدای مونږ په تاسې راوستو تاسې مو سم خېشته کړئ.
مينه: د ډاکتر نجیب الله حکومت څنګه سقوط وکړ؟ او هغه شپه چې هغه له هېواده د وتلو هڅه وکړه چا له میدان هوایي راوګرځولو؟
لايق: ډاکتر صېب نجیب الله زمونږ د حزب په مشرانو کې يو استثنايي سړی دی، چې په غدر قدرت ته نه دی رسېدلی، تره کی هم په انتخاباتو راغلی، یانې کوم چال او کيسه يې دخپل مقام لپاره نه ده کړې؛ ډاکټر نجيب چې و، کارمل زیاتي کار نه شو کولای، هماغه د جهان خلکو چې مونږ یې تاییدولو هغوی هم دې عقېدې ته ورسېدل چې دا سړی دا یاغي اس نه شي تکيه کولای، باید رهبري بدله شي، نو ددې لپاره مجالس او تبادل نظر و، په دې کې نجیب الله ددې وړ وبلل شو چې باید راشي قدرت ته، زما عقېده په هغه وخت کې دا وه؛ ملګرو ته مې ویلي چې دا مونږ زاړه چې یوو دا دوه درې دورې مو تېرې کړې، رانه خرابه شوه، چا خلک مړه کړل، څوک په خپله کورنۍ لګیا شول، چا دا وکړه چا دا.
دا وارې به په دې نوي نسل تکیه وکړو، صحت هم لري، زموږ تجربه هم لري، زموږه غلطۍ یې هم لیدلي دي، خو دغسې سرنوشت ؤ چې دی وټاکل شو، دی راغی، دی چې کله رهبرۍ ته ورسېد ټول هغه افراطي پرنسيپونه او ایډیالونه چې زمونږه حزب په عمل کې تعقیبول هغه باندې يې خط راکش کړ.
مثلاٌ؛ مونږ له جوماته مخ ګرځولی ؤ، مونږ ملا په خپلو صفوفو او خپل دولت کې نه زغمه، خو هغه د جوماتونو ترمیم کولو ته، پراخولو ته د ملایانو راټولولو ته مخه کړه، ما شخصاًپه دې فیلډ کې کار کړی، تاسې ننګرهار کې پوښتنه کوی شئ، د منډيي له جوماته تر سپین جوماته داسې جمعه نه وه چې زه هلته نه وم ولاړ، زه خو له اوله همدغسې وم، یو څه بې انضباتي مې کوله او ما خلکو ته ولس ته هېڅ وخت داسې نه دي ویلي چې ملګری لینن داسې وایي، ما به په ایت شروع کوله او په حدیث به مې ختموله. د خوشال اقوال د رحمان بابا اقوال، د سپین ږيرو کیسې، ملي ضرب المثلونه، واقعات دا به مې تمثیلول، د ننګرهار خلکو په ما ډېر لوی اعتماد وکړ، څو وارې چې هغه مونږ به ورته اشرار ویلې، یانې مجاهدینو ته وظیفه ورکړل شوه چې ما مړ کړي، زه یې مړ نه کړم اوس پوهېږې که نه پوهېږې؟
مينه: ځينې راپورونه وایي چې افغانستان ته د روسانو په راوستو کې د امریکایانو لاس ؤ، هغوی غوښتل چې دلته ترېنه غچ واخلي، تاسې له دې نظر سره موافق یاست؟
لايق: زه همېشه تلویزونو کې دې خبرې ته اشاره کوم، البته زه هغه سړی نه یم، زه په سیاستونو کې یو معتدل سړی یمه، د شوروي لښکرې چې راغلې زمونږ په حزب کې په هغه جیګو رتبو کې زه یواځينی سړی وم، چې ما هغه انتقاد کړ، چې دا کار ښه ونه شو، مونږ د خپل وطن دفاع کولای شو، شوروي چې له مونږ سره نیکي کوي، وسله دې راکړي، غنم دې راکړي، پیسې دې راکړي، په بین المللي عرصه کې دې زمونږه حمایه وکړي، ليکن زمونږ وطن ته دې لښکر نه رالېږي، دا خو بیا مونږ ګوډاګیان کېږو، که نه یو هم دنیا وایي چې وګوره روس ورغی، چې دغسې هم شوه.
تا څه سوال وکړو، هو. د امریکایانو لاس دی پکې! کله چې اوس دا هفت ثور او هشت ثور راځي زه ډېر خپه شم، هر تلویزون ماته مراجعه کوي، زه په تلویزونو کې ډېر نه غږېږم، ډېر کم کله چې یوه مسله راته مهمه شي، دوی راپسې کلک وي چې ته خو یو څه ووایه، ته خو ژوندی شاهد یې! زما تحلیل ډېر ساده دی، پخوا تر دې چې روسان دلته راشي، یا وروسته تر دې چې راغلل، داسې دلایل شته! یواځې خبرې نه دي اسناد دي، ویې لولئ. مثلاٌ؛ ډګروال یوسف پېژنئ، مشهور سړی دی پاکستانی، د اختر عبدالرحمن معاوین ؤ، د ISI د ریس معاوین ؤ.
– خاموش مجاهد کتاب یې چې لیکلی؟
– افرین! هغه یې هم یو کتاب، نو ده ډېر کتابونه په دې مسایلو لیکلي او اعتراف یې کړی دی، افغانانو ته د وسلو رسولو مسؤل ؤ او په منځنۍ کچه یې د ورځې سل ټنه باروت او وسلې افغانستان ته داخلولې، دی وایې؛ پخوا له دې چې روس افغانستان ته داخل شي، مونږ د افغانستان په شمال کې تلک ورته ایښی و، دده کتاب کې دي، زه په ده پسې اضافه خبرې نه کوم ویې ګورئ.
مونږ تلک ورته ایښی ؤ او په تلک کې مو د خرص خېټه په نښه کړې وه، خرص یانې روسیه، خېټه یې مشهوره ده چې د روسي خېټه منځنۍ اسیا ده، تاجکستان، ازبکستان… دا یو، چې ګوره دا جنګ نشته، روسان دلته نشته.
برژنسکي د امریکې د امنیت د شورا ریس و، نه د ملل متحد، چې غلطه نشي درنه، ده په خپله باندې اعتراف کړی چې مونږ په افغانستان کې د ویتنام د انتقام د اخیستو لپاره روسان تشویق کړه، او ده، چې دا وزیر صېب ته هم معلومه ده (خپل ناست ملګري ته يې اشاره وکړه) لکه چې ده دا کیسه راته وکړه؛ چې په کومه مجله کې يې لوستې، ده په هماغه شپه چې روسان داخل شو، کارتر ته یې تلفون وکړ چې تبریک درته وایم، خرص په تلکه کې پښه کېښوده، دغه وړ خبرې دي.
له دې ټولو به تېر شو د ملل متحد سر منشي کوردویس چې روسان داخلیدل هغه سرمنشي ؤ، هغه وایي چې روسان افغانستان ته رانه غلل بلکې راوستل شول، دا دې بله!
څلورمه یانې هغه اخیري خبره چې خپله روسانو کړې ده، بريژنف چې د روسیې ډېر لوی رهبر ؤ، هغه په ۲۵مه کنګره د کمونسټ حزب کې وویل چې زمونږ جنوبي سرحدونه تهدیديدل او موږ د خپلو سرحداتو د مطمئن کولو لپاره جنوب ته لښکرې ولېږلې.
مينه: پخوانیو روڼ اندو اشتباهات وکړل، اوسني څنګه کولای شي چې ټولنه وژغوري؟
لايق: اشتباهات خو ډېر زیات دي، که ته په دغه روشنفکرانو کې حزبونه هم داخل کړې او زموږه حزب په نښه کړې، نو حاجت دې ته نشته چې ته دې راته ووایې، زه وایم مونږ له جومات نه کمپله راټوله کړه، مونږ حزب ته د ملا صېب د راتګ مخه ونیوله او دا ډېره ښه وه که موږه دیني علما خپلې پارټۍ ته راوستلي وای، ځکه چې زمونږ شعار څه ؤ؟ اساسي کیسه څه وه؟ (کور، کالي، ډوډۍ) هغه درې شیان دي چې هېڅ ملا یې نه لري، ملا په سلو کې دوه که ګوزاره یې وشي او یو باغ ولري او یا پیر صاحب او یا پیشوا. نور نو ملا خو تا لیدلی بوجۍ یې په شا وي، درمند ته ناست وي، چې یو دوه لپې د خدای لپاره زیات پکې واچوه، هغه نه کور لري، نه کالي لري (پرون ښایم نن نه پوهېږم. نن د ملایانو وضع تغیر کړی) او نه جامه لري، تر ټولو بدمرغه دی او بل د اسلام دین د فقر او غرباؤ جانبدار دی، نه د اهل ثروت، و يې ګورئ، خو دین دی، هره ورځ یې لولئ، قران ولولئ، موږ سر تر پايه لوستی، زه ملا يم!
مينه: په سیاست کې اشتباهات غټ زیان رسوي، نو څنګه کولای شي چې اشتباهات ونه شي؟
لايق: زه یو شی درته ووایم، چې افراطي نظریات به بیا هم پیدا شي، جامعه ده سړی نه پوهېږي، لیکن افغانستان دغسې بحرانونو ته بیا نه ځي، ځکه نه ځي چې د افغانستان خلکو یوه عظیمه تجربه وکړه، دا کوچنۍ تجربه نه ده، ميلونونه خلک مړه شو، ښځې بې پته شوې، کورونه چور شو، داسې خلک چې اوس خپل حساب نه شي ورکوی، زما په یاد دي، پېژنم یې، نوم یې نه درته اخلم بیا په شخصي مناقشو اخته کېږو، تور خر یې پلار نه درلود نن یې د زوی پیسې څه وایي؟ د ټول جهان مستوفیان راټول که نه یې شي شمارلی، دا څه شی دی؟ دا څنګه اسلام دی؟ تاسو په قران کې وګورئ؛ په قران عظيم الشان کې راغلي دي، چې وجاهدو فی سبیل الله بااموالکم و انفسکم.
د خدای په لار کې جهاد وکړئ، د خپل مال په ذریعه، مصرف یې کړئ، او د خپلو سرونو په ذریعه، چې هغه ستاسې ځانونه دي، لیکن دلته صحیح ده داسې خلک هم شته چې ډېر په خاصه عقیده تللي د جهاد په نوم د اسلام په نوم، تلقین ورته شوی، زه یقین لرم چې هغه شهیدان دي او خدای به هغوی ته عفوه وکړي، زمونږ هم شهیدان دي، ما بيوولي دي، چې وروره دا وطن دی، بدبختي ده، زجر دی، فقر دی، ددې ملت د رغاوي د پاره، ددې خلکو د بدبختیو د له منځه وړلو لپاره مړه دي، په هر حال داسې خلک هم شته، ښکته په تاسې کې هم شته، دلته په دې کې هم شته او په ټولو قومونو کې شته.
مينه: ښکته خو جنګي ډلې وې، دلته چې دوی سره وران ؤ سياسي ګوندونه ورته ويل کېدل، سياست خو د جنګ مخنيوی نه کوي؟
لايق: زه دې پرنسیف سره توافق نه لرم، جنګ د سیاست دوام دی، تعريف يې معلوم دی، سیاستونه چې توافق ته ونه رسېږي په جنګ بدلېږي او هغه کسان چې له هغې ځای راغلي دي، جنګي قوت ؤ، څه دلیل ددې لري د دې لپاره، چې جنګ یې کاوه، دا ما چې ګورئ زه درته ناست یم د ډاکتر صېب نجیب په وخت کې مونږ دغه مجاهدینو ته د روغې په دولت کې د اشتراک، د انتخاباتو، هر شی چې غواړي حتی مونږ دا پېشنهاد ورته وکړ،چې تاسې هغه کمپونه را ایسته کړئ، مونږ به کونړ هم درته خالي کړو، خوست به هم درته خالي کړو، ارګون به هم درته خالي کړو، هغه پیسې چې نور درکوي موږ به یې درکړو او دا کیسه داسې ساده نه ده.
زه د عرفات په قضاوت چې زمونږ تر منځ ناست ؤ، زه ددغه دولت لخوا د هغه هیات مشر وم، هغه خلک هم ژوندي دي، تاته یې ښیم ‎، بیا یې راوله دلته یې راسره کېنوه،چې ده درته څه ويل، تا څه ويل، هغه کرياب صيب دی، قدير کرياب او يو يې زوم دی د رحمت الله علیه! ګلبدین، غیرت بهیر، ما سره ناست و، خبرې مو کړي، په ورورۍ، یاسر عرفات د حزب اسلامي طرفدار ؤ، زمونږ مخالف ؤ، د حزب اسلامي نماینده ګانوور ته ویلې ؤ، دا داسې خلک دي، چې نه په مور بند دي نه په خور بند دي، دوی قرانونه کوټه کوي بیا په قرانو باندې ځي، هلته د لینن مجسمې ته سجده کوي، صحیح ده چې مونږه چپيان وو، خو داسې خلک نه وو چې دا دوی راپسې وایي.
کله چې د یاسر عرفات سره مخامخ شو، پخوا له دې چې د دوی هیات راشي، ژوندي دي، یو وار ورشه پوښتنه ترې وکړه، (هغه بله ورځ مې دا کریاب لیده دا دتاسې د ننګرهار د یو چا مور مړه وه.
– اسماعیل یون؟
-: نه، دا خو علايده وه، دا خو په ما ګران دی، هغه بل په کامه کې چې مشر دی، پارلمان؛ میرویس یاسیني مور مړه وه، مونږ ورغلي وو له هغه ځای چې راوتم، زه په ټکسي پسې وتم، زه د فاتحې تر پايه کېناستم، ټول خلک راووتل، خو چې راوتم تور موټر ډېر فیشني په دې منځ کې ولاړ ؤ، زما د خولې ثبت کوې دوی ټول دلته دي، پوښتنه ځنې وکړه، وایه لایق دغسې وایي، رښتیا وایي که درواغ وایي؟
دې موټر ته چې ورسېدم دروازې خلاصې شوې، ټول راښکته شو، د دې ټولو ږيرې لکه سیاف صاب غوندې وې، د سنت قبضې والا پکې نه و، ما چې ولیده د کریاب هم ږیره ډېره اوږده وه، ما ونه پېژانده؛ نو ډېره مینه یې راسره وکړه، چې لایق صېب موږ په تاپسې خپه شوي یو، چېرته درسره کېنو؟ ما هم مینه ورسره وکړه، څوک ياستئ وروره؟
ويل يې، موږ دې و نه پېژاندو؟ ما ویل والا دومره پوهېږم چې د سیاف په حزب کې به یاستئ، ځکه ږيرې مو ډېرې اوږدې دي. دوی سره وخندل، ویل مونږ د سیاف په ګروۍ کې نه یو، د اسلامي حزب غړي یوو، يو سړی رامخې ته شو ویل؛ زه دې ونه پېژندم؟ ما ویل؛ نه!. ويل زه خو کریاب یم، ما ویل کور دې وران شه دې ږيرې سره! هغه وخت ښه وې پېژندل کېدې، ده راته ویل چې دا ډریور زما زوم دی، د وزیر معارف د دفتر ريیس واحدیار، ویل ته چېرې ځې؟ ما ویل زه خو د تاسې موټر کې نه سپرېږم، زه مو ګرو ګان کړی یم، زه خو سپین ږیری یم، خدای ته وګورئ بیا به مو ډنډې راپسې را اخیستې وي چې اعتراف وکړه، غلط اقرارونه به رانه اخلئ، خو په هر حال دوی ډېره مینه راسره وکړه، ما هم د زړه مینه ورسره وکړه.
دې کرياب ټولو ته مخ راواړوه چې تر ده باشرفه سړی ما په ژوند کې نه دی لیدلی، کومې خبرې چې ده موږ سره کړې وې، هغه اسناد چې دده له دفتره غلا شوي چاپ شوي، یو ټکی پکې غلط نه دی، زمونږ په ضرر یې نه دی لیکلی، هغه یو شی دی، چې حزب اسلامي چاپ کړی (اغاز بدون انجام) ویې لولئ.
مينه: اوسنۍ وضعیت څنګه ارزوئ او څه فکر کوې ورور وژنه به کله پای ومومي؟
لايق: دا هغه سوال دی چې فقط حضرت رب العزت دې ته جواب ویلای شي، د افغانستان پرابلم ډېر ژور شوی دی، له اورېدو، زه نه پوهېږم خلک وایي چې امریکایي يا غربي متلفین غواړي چې منځنۍ ایشیا کې نفوذ وکړي او دا داعش ماعش یې ددې لپاره جوړ کړي، دا هلته ورلېږي او له هغې خوا روسیه هم ډېره حساسه شوې ده، هغه پخوانۍ روسیه نه ده، یو څه یې ځان راټول کړی، له لښکرو، بمونو او طیارو سره، خو په دې اخيره کې ولویده او وایي چې مچ دې خواته راتېر شي پرې به يې نه ږدو (زمونږ امین صېب یوه ډېره غلطه خبره کوله، ده ویل زه مچ په توپ ولم. ما ویل چې امین صېب! مچ په توپ مه وله، مچ خو ډېر دوس شی دی، د توپ ګولۍ شل ۲۵ زره افغانۍارزي، مچ څه شی دی؟ دووس شی پرې ولې.)
خدای دې خیر پېښ کړي، د افغانستان د دولت صلاحیتونه محدود دي، یو سړي دا لوبه وګټله، زه په دې عقېده یم چې هغه په انتخاباتو کې وګټله، ليکن بل سړی یې په زين کې ورسره غبرګ سپور کړ او په دې لحاظ هغه قوي دولت چې باید جوړ شوی وای د هغې مخه ونیول شوه، له بل طرف هغه خلک چې په دغه ګټلي سړي پسې ولاړ دي یو ډېر لوی نقص لري، د ورځې په نرخ یې تلي، یو څوک چې پرې ولاړ و او اوس یې نه وزیر کړ، نه یې والي کړ هغه اوس کنځا پسې کوي، تاسې چې په یو سیاست پسې ودرېدئ پسې ودرېږه، که دې خولۍ او پرتوګ هم پکې ځي ور یې کړه!
یوه ډېره پیاوړې قدیمه کیسه ده، تاسې به اورېدلي وي چې یو طریقه نقشبندیه نومېږي، ددې پیر شاه نقش بند بهاو الدین بلا ګردان ؤ، دا خپل پیر یو ورځې وراټه، چې ورک شه! او مریدانو ته یې وویل چې وهئ يې! دی یې ډېر وډباوه، خو راروان شو، د جومات په خوا کې یې فکر وکړ چې وروره ټول عمر عبادت اخر زه دغسې شومه، شیطان یې په هغې ورننوت، ویلې ددې پيري او مریدي څه او څه کړي، د شپې یې بل ځای نه ؤ، په قمار خانه کې يې شپه شوه، ګوري چې قماربازان قمار وهي، يو هم ټولې پیسې بایللي دي، واسکټ یې راوویست هغه یې کېښود هغه یې هم بایلود.کمیس یې چې ویسته نو هغه ملګري يې ورته کړل چې قمار یو قلندري مسلک دی، وارخطا نه شې، یو ورځ داسې وي.ده ویل چې تر پرتوګه پورې هم زه ولاړ یمه.
دې شانقش بند ویل چې دی په قمار باندې دومره کلک دی او ته لاړې دومره ژر خپه شوې، د هغه پير په دروازه کې یې سر کېښود، تمامه شپه واورې پرې و ورېدې، ژمی ؤ، هغه چې سهار مانځه ته تللو ګوري چې یو شی دی، چې یې وښوراو ګوري چې بها الدین دی، دی یې غېږ کې ونیوه، ویل ته رښتیا عاشق یې؟ ته زما جای نشین یې.
داسې کیسې دي، سیاست هم دغسې دی، وطن پرستي سکروټه ده، دا ملایان یوه مسله کوي چې په اخر زمان کې دا ایمان لکه سره اوسپنه دغسې کېږي، که یې په لاس کې نیسې سوزې، که یې اچوې بې ایمانه کېږې.
اوس دغه ملي سیاستونه دغسې شوي، تاسې ټینګ شئ، تیارې تېرېږي، زه بيخي مطمين یم دا وطن نه ډوبېږي په دې لوبه کې، لیکن دلایل نه لرم اعتقاد لرم.
مينه: د سوکالۍ لپاره د ترقۍ مخالفینو ته څنګه قناعت ورکول کېدای شي؟
لايق: زه چرت وهم چې د ترقۍ مخالفینو ته تر قناعت ورکولو پخوا باید بین المللي قوتونه چې د افغانستان واک یې خپل کړی دی، زمونږ زمامدارانو ته یې وسپاري، په هغه صورت کې دا زموږ ورونه دي، خو ډېر چې بد کار یې کړی وي زه به یې وژلی یم، مونږ باید لاس پورته کړو چې ټول مړي دي خدای وبښي او يو بل وبښو، بې له دې نه چې ګذشت ونه کړو، بې له دې چې یو معتدلې عقیدې ته ټول دولت داخل نه کړو، د اسلام حرمت، د عنعناتو حرمت او په اړخ کې د ازادو فکرونو حرمت، داسې نه ده جايز چې د خلکو اتفاق او د خلکو ملي کولتورونه زیانمنوي، مونږ به لاره پیدا کړو!.
مينه: په دې وروستیو کې د اجمل خټک په باره کې ضد او نقیص نظریات خپاره شو، جمعه خان صوفي په (درمسال له خټې) کتاب کې ځينې خبرې کړي، ځينې نور هم وایي چې اجمل خټک ټول عمر کابل وخوړ، خو په اخره کې پاکستانی شو، تاسې د اجمل خټک په باره کې څه نظر لرئ؟
لايق: اجمل صاحب یو شاعر ؤ، کله چې دی په زندانونو کې ؤ، تاسې زما د کېږدۍ کتاب ولولئ، ما ده ته ډېر انقلابي پېغامونه ورکول، چې ګوره ورخطا نه شې، مونږ درپسې یو، زما رابطه له اجمل صېب سره په ادبياتو کې پاتې شوې، د اجمل په باره کې چې دا خبرې څوک کوي البته دلایل به وړاندې کوي، دلایل خو مطالعه کېږي، که زما په باره کې وي که د تاسو په باره کې وي، راغلو دې ته چې تا د جمعه خان صوفي نوم واخیست، هغه زما زوم دی، لیکن نه زه د هغه سیاسي مرشد یم، نه هغه زما سیاسي مرشد دی.
مينه: د هغه لیک څومره رښتینی بولې؟
لايق: دا نه شم ویلای، هغه کتاب لا تر اوسه ما لوستی نه دی!
مينه: د کورنۍ په اړه مو راته ووایه، مېرمن مو سترګې پټې کړې، تاسې سره یې د ژوند په منډو ترړو او مبارزو کې څومره ملګرتیا کوله؟
لايق: البته زما ښځه یوه استثنايي ښځه وه، هیڅکله حزبي نه وه او ډېره نورماله ښځه وه، چې پنځه وخته لمونځ، روژې، عبادات، زمونږه کور هم د ملایانو کور ؤ، اګر که ځینې خلک غاړې بندوي، په ما پسې ډېرې کیسې کوي، هغه د هغوی کار دی، له هغوی تشویش هم نه لرم، نو بیا چې کله زه انقلابي نهضت ته داخل شوم، په هفتو به نه وم، يا میلمانه راوله، دا میلمانه کلیوال، دهقانان، په چا سپږې بهېدې،ناروغان، ډېر بد حالت به یې درلود، په دې کور کې د ټولو خدمت کېده، ډوډۍ، بستره، استراحت او تداوي څومره چې زما په وس پوره وه، زه له هغې ښځې ډېر راضي یمه، کله چې مړه شوه، ما لا باور نه کاوه چې دومره به مې وارخطا کړي، خو څه اوښکې چې ما په ژوند کې زخيره کړې وې ټولې مې پرې تويې کړې، په شپو شپو او اوس هم لا د هغې د مصیبت تر تاثیر لاندې یم.
مينه: تاسې ته دې خدای صبر درکړي، د اولاد په اړه دې راته ووایه، کوم مسلکونه یې غوره کړي دي؟
لايق: زما دوه لورانې دي، دوه مې زامن دي، مشر اولاد مې زوی دی غرزی نومېږي او سایټ لري، فیس بوک کې وي، هغه همېشه زما په ګوندي رهبرانو انتقادي مقالې لیکي، یانې په اصطلاح د انقلاب مشران چې بدنامه شول بې موجبه، هغه ازاد سړی دی، زه د زامنو په باره کې لکه د پښتنو مشرانو غوندې موضع ګیري نه لرم، چې حتماً به زما مني او زه دیکتي ورکوم، په ټول ژوند کې زما او د دوی روابط دا و چې په ما ډېر ګران ؤ، نصیحت، رهنمايي، کتاب پیدا کول، سوالونو ته یې جواب پیدا کول دا مې ورسره کړي، لیکن په ټول ژوند کې زما یو اولاد زما واسطه نه ده لیدلې، چې ما یا معلم ته واسطه کړې چې په دې پام ولره، دې ته نومرې ورکړه، په هغه وخت کې چې زه مقتدر وم، زما زامن ډېر عادي خلک ؤ، عسکري یې وکړه، یو په کونړ کې، بل په پکتیا کې، چې هېڅ دغه خلکو چې زما په سویه خلک ؤ، هغوی زامن جبهاتو ته نه لېږل، کله کله به یې شخصي باډیګارډ کړ، بیا به یې ترخیص ورته اخیسته چې جبهه یې نه ده لیدلې. نو ډېر ښه هلکان ؤ، ډېر ترې خوشاله يم او دا تقاضا ما نه ده کړې، دوی پخپله تللي او زما په غیاب کې یې ځان دېره کړی او عسکري یې کړې، یو خو يې حتی څلور کاله د شګې په ولسوالۍ کې پاتې شو.
مينه: لورګانې به هم درباندې ګرانې وي؟
لايق: طبعاً؛ زما لورانې تر زامنو ماته ډېره توجه کوي، مشره لور مې د ساختمان انجینره ده، کشره لور مې له حقوقو نه وتلې ده، چې هغې په وزارت خارجه کې یو کوچنی ماموریت درلود، هغه په څلور پنځو خارجي ژبو مسلطه ده، داسې د لوړې سویې دانشمنده ده او د هغې بچیان لمسیان مې په المان کې دي، چې ډېر برجسته تعلیم یافته دي، زما لمسی چې دی په کال کې په نولسو با استعداده شاګردانو د المان کې ثبت شو، داسې هلکان دي، ریاضي او فزیک دې شیانو کې، هغه جلۍ چې ده هغې شپږ اوه ژبې زده کړي، هسپانوي، فرانسوي، الماني، ایټالوي، حتی لاتین زړه علمي ژبه چې اوس بېخي مړه او په ماقولو کې یې خلک لیکي د هغې زده ده، پرې خبرې هم کولای شي.
مينه: ستاسې ژوند په څه تېرېږي؟
لايق: زه خو چې راغلم هر چا یوه پوښتنه رانه کوله، چې لایق صېب! ته څنګه راغلی یې، هر چا فکر کاوه چې دا سیاسي سړی ؤ او په دغو خلکو کې و چې هر چاته نوشادر ورکوي، چې دی به څه کوي؟ ما یو جواب درلود، تر ننه همغه ځواب دی، اوس مې یولسم کال پوره شو، هغه داؤ، چې زه دې وطن ته نه یم راغلی چې څه وغواړم، یو مې سن له دې تېر دی، اوس زه ۸۵ کلن یم، که زه اوس ووایم چې ماته راکړئ، دا شی دا شی، ته خو به یې راکړې خو زه شرمېږم. ماته سلا وشوه، پخواني رییس جمهور سلا راکړه، چې زه د هغه دکابیني غړی شم، ما عذر وکړ چې صېب زه ناتوانه یم، له تا نه ډېر تشکر او زما لپاره معقوله نه ده او ستا د پاره هم ښه نه ده، هغه خلک چې د کمونستانو په نامه زموږ پارټۍ یادوي هغه به تاته پېغور درکوي چې بل سم مسلمان نه پیدا کېده چې دا ملحد دې راوست؟ لهذا زه به تا پدې مشکل نه اخته کوم، خو، نو ولې راغلی یې؟ ددې د پاره راغلی یم چې زه د افغانستان له خلکو سره په دې مصیبت کې شریک یم.
مينه: ما ویل ستاسې ورځ په څه تېرېږي، بوختیا مو څه ده؟
لايق: زه پخوا په علومو اکاډمۍ کې ریس وم، د هغه موسسې د هستېدو پېشنهاد هم ما کړی و، بیا زه بندي شوم، خپل حکومت بندي کړم، په اعدام محکوم شوم، هغه کیسې ډېرې دي، اوس زه د علومو په اکاډمۍ کې د اکاډمۍ د ریس مشاور یم، هغه دوه مشاوره لري، یو زه یم یو د رفیع وردګ په نوم یو عالم دی، حبیب الله رفیع، مونږ دواړه مشاورین یو، زه هلته ناست یم د اکاډمۍ د هغو وظایفو سره، چې ماته یې سپاري، هغه پرابلمونه، هغه ترتیبوم او له ځوانو علماؤ سره کار کوم.
مينه: ډېره مننه، مونږ ډېر په تلوسه کې و چې کله به لایق صېب سره ګورو، ددې ملګري نوم څه دی؟
لايق: حمید الله جان زما سره اوسي، ما پالي. زه سپين ږيری يم نو يو څوک پکار دی، دا اوس چې زه تا سره غږېږم زما ستونی خراب دی ناروغ يم.
مينه: خدای دې خیر ورکړي، زحمت وبښئ!.
لايق: تاسې زما میراث خواره یاستئ، برحق میراث خواره، ګورئ چې وارخطا نه شئ، سبا روښانه دی، هېڅوک دا وطن نشي ډوبولی،نوکې د مصيبت تحمل بايد وکړو، نن چا خبرې کولې دا راغی، مونږه څومره رایه ورکړې، دا دوس ګوره، څنګه څنګه؟ تاسې څه غواړئ له دې ریس جمهوره؟ د تا پلار قومندان مقرر کړي، یا تا خپله والي، بیا خوشالېږې. خو یو سړی دی راغلی په پښو کې زولنې، په غاړه کې زنځیرونه دي، بل سړ ی یې په کونه پورې ورنښلولی دی او هغه تاته وایي چې ما وعده کړې زه خپل پرګرام عملي کوم، ته یې تشویقوه، چې خپل پروګرام عملي کړي، خو فرض کړئ چې نه يې کوي، څه کوئ؟ لنډه يې درته ووايم، نن یو مجلس و همدا خبرې وې، زه خراب هم وم، خو مجبوره وم، خلک له ما پوښتنه کوي، پښتانه ؤ، زموږ د سيمې، ما ورته وويل، چې دې رييس جمهور نه نا راضه ياستئ خو لارې خو نورې نشته، په عبدالله پسې درېږئ، مهربانه شئ ودرېږئ، دې ته وايي چې له بارانه لرې شوم تر ناوې لاندې، بله دا چې که ورپسې نه درېږئ، ورشئ مهربانه شئ ورته ووايئ، چې موږ ستا له لاسه په عذاب يوو، ولې دا شجاعت درکې نشته، بيا چې تاسې ورته ووایئ، هغه به دا ومني؟ بيا فرض کړه و يې منله، تاسو داسې مطمين سړی لرئ چې تر ده ښه وي او دده ځای ته راشي، ما پوه کړئ، دا چيغې څه معنا لري؟ مشکلات دي، واک نور کوي، پروژې دي، پلانونه دي، چې د عسکر د بوټ تار دې هم امریکا درکوي، بوټ یې هغه درکوي، تنخوا هم هماغه درکوي، استخبارات دې هم هغه چلوي، مامورینوته معاش هم هغه درکوي، څنګه کولای شئ چې هغه ته ووایې؛ کاکا کډه بار که په مخه دې ښه؟
موږ باید ریالستان واوسو، يو خو ارماني خبرې دي، کاشکې دغسې وای، خو بیا هم که اوس دغه کاندید شوي خلک راواخلئ، ویې ګورئ، بيا به هم په ده درېږئ، موږ خو نه دي ويلي چې اشرف غني خدای تعالی دی، زه د ده کوم سړی هم نه یم، کوم پروپاګنډست يې هم نه يم، ليکن يو سپين ږيری يم، خپل ځوانان باید ونه غولوو، خپل خلک بايد و نه غولوو، منطقي خبرې ورته وکړم، چې وروره له دې سړي نه څه غواړئ؟ په خټه کې نښتی، لاس ورکړئ، پسې ودرېږئ.
مينه: خلک هر څه ژر غواړي زړه يې تنګېږي
لايق: دا خلک خو چې خراب شوي دغه دي کنه، خواجه عبدالله انصار چې یو پیر دی، د هر ات دی، زما ډېر خوښېږي، ډېر لوی عارف دی، هغه وایي:
عیب ما در آن است که از وقت پیش مېخواهيم و ازحق بیش.
زمونږ عیب په دې کې دی چې له وخته مخکې غواړو او تر خپل حق زیات.
په همدې کې پېړۍ تېرېږي او دوی تش لاس پاتې وي، دا ښه نه ده، یو نارینه ملت یوو، دومره غمونه مو تېر کړل، دا اشرف غني يې هم په سر.. دا خبرې د زړه له تله درته کوم، تاسې قلم اخیستی، په یوه مجله کې کار کوئ، که ټول دانه لولي، په سلو کې پنځه یې لولي، تاسې د دولت په ضد مه اوسئ، ډېره خطرناکه ده، او دلته هر څوک غواړي له جمهور رييس نه هغه غوښتنې وکړي، چې د ده د فامیل په خير وي او دده د شخص په خير وي، يو چا بل چا ته ويلې وار دې ولې خطا دی، هغه ويل زه وار نه لرم وار مې څنګه خطا شو؛ مونږ باید مرسته او همکاري وکړو، چې هغه قوي شي، خپل صلاحیتونه تر لاسه کړي، ډېره سخته ده ورته، که نه زه شخصاً نه ددې ناظر یم، نه یې تربور یم، نه کوم تعهد ورسره لرم، د افغانستان د خیر لپاره بل ورينټ نشته، چې راځئ داسې وکړو، زه خو یې نه وینم.
مينه: که ددې پوښتنو په کاغذ راته یو لاسلیک وکړې!
لايق:لاسليک
مينه: ژوند، ژوند!

[/pukhto]

9 خوښونې

اړوند مطالب

د هوا سترګو کې شګې
یواځې يې پریښودم
سکهان او هندوان
غږ
ښه درمل يې تعلیم او علم دی
ځينې ټيکه داران په قوم تجارت کوي
د باران او ناوې کيسه
ارمان او کيسه

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

اپریل 2017
S S M T W T F
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
2930  
« Mar   May »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /