افغان پوځ وسلې نه شي ساتلای
اجمل ستانکزی
[pukhto]
څو کاله مخکې یو امریکايي عسکر په طیاره کې راسره سفر کاوه. کله چې پوهه شو چې زه افغان یم، نو د افغانستان په اړه یې راسره کیسې شروع کړې.
دی دوه ځله افغانستان ته تللی و او تقریباً ټول وخت یې له افغان ځواکونو سره په ګډه عملیات کړي وو.
کله مې چې ترینه د افغان ځواکونو د قوت په اړه پوښتنه وکړه نو راته ویل یې چې د جګړې په میدان کې ډیر باجرئته دي خو یوازې جرئت جګړه نشي ګټلای.
هغه ټکي چې دده په نظر باید اصلاح شي، دا دي: – د افغان ځواکونو ډیسیپلین ډیر کمزوری دی. یو مشر د امر په ځای باید له لاس لاندې کسانو څو څو ځل وغواړي چې یو کار وکړي.
افسران هر وخت له خپلو کسانو سره بیځایه ټوکې کوي ځکه نو نشي کولای چې دغلطي په صورت کې خپل عسکر سم ډیسیپلین کړي.
همدا دلیل وو چې عادي عسکر دومره د خپلو مشرانو په کیسه کې نه وو او نه ترینه ډاریدل. د وخت هیڅ پابندي نه کوي.
مثلاً که به مو ورته وویل چې په فیکس ۶:۴۵ عملیات شروع کوو نو دوی به خامخا یو څه دقیقې ناوخته راتلل. –
ډیر خونګرمه وو او په وړه وړه خبره به په قهریدل. ده ویل چې مونږ د ټالیب تر څنګ له دوی څخه هم ویریدلو ځکه نو مونږ ورسره ډیر احتیاط کاوه.
همدا دلیل وو چې دومره اعتبار مو پرې نه کاوه. – د عملیاتو په وخت کې به که څه هم څنګ په څنګ له دښمن سره جنګیدو خو د جګړې په نیمايي کې به د دوی مرمۍ خلاصې وې.
دلیل یې دا وو چې دوی به په دښمن بیځایه ضربې کولې. که دښمن به سر راښکاره کړ نو مونږ به پرې دوه یا څلور ډزه کول، خو دوی به ټول شاجور پرې خالي کړی و.
له عملیاتو وروسته به مونږ له خپلو څلورو شاجورو څخه زیات نه زیات دوه یا درې شاجوره استعمال کړي وو، خو دوی سره به هیڅ مرمۍ نه وه پاتې.
[کله چې ضربه وکړې نو یوازې لمړۍ یا هم کله کله دوهمه ګولۍ هدف ته نژدې لګیږي نورې ټولې د هدف په سر تیریږي او هسې ضایع کیږي.
.] – د خپلې سلاح هيڅ ساتنه یې نه کوله. مونږ به نژدې هره ورځ بالخصوص وروسته له عملیاتو خپله وسله خامخا پاکوله خو دوی به چې له عملیاتو راغلل وسله به یې کیښوده او سبا به یې بیا هماغه وسله پرته له پاکولو واخیسته. دومره فکر به یې نه کاوه چې دا وسله زما او زما د ملګرو ژوند ساتي باید سمه ساتنه یې وکړو.
خو کله به یې چې سلاح بنده شوه نو بیا به غوسه وو او کنځا به یې کولې. [امریکايي سلاح چې دوامداره پاکه نشي نو د عملیاتو په وخت کې مرمۍ پکې بندیږي. د ویتنام په جنګ کې د امریکا یو زیات شمېر عسکر د ټوپک د بندیدو په وجه وژل شوي.
مونږ چې یو عادي ټوپک نشو ساتلای نو درنه وسله او الوتکې به څنګه وساتو؟
.] – دده په نظر تر ټولو بد عادت یې په هر څه کې بې پروايي او بې احتیاطي وه او هیڅ یې هم دده په اصطلاح دومره سیریس نه اخیستل. په هره خبره کې به یې ویل چې مونږ له چا نه ډاریږو.
هغه د دولت د بې پروايي په اړه هم وویل چې دولت جنګ ته د عسکرو لیږلو سم پروګرام نلري.
یو عسکر یو کال له کوره لرې د جنګ په ساحه کې پروت وي خو څوک یې پوښتنه نه کوي.
د هغه په نظر لکه د نورو هیوادو دوی باید له څو میاشتو جنګ څخه وروسته رخصت او بیا یو څو وخته په نظامي تعلیماتو یا نورو نظامي برخو کې کې تیر کړي او وروسته بیا د جنګ کرښې ته ولیږل شي.
هغه د اردو له یو شمیر افسرانو هم سر ټکاوه او ویل یې چې هغوی تل غوښتل چې له دوی نه څه وشکوي او خپل کور ته یې ولیږي. هغه ویل چې افسرانو پخپلو افرادو دومره توجه نه کوله.
د هغه په نظر یو شمیر افغان سرتیري پدې هم لا سم نه پوهیدل چې دوی د څه لپاره جنګیږي.
اوس چې د جنګ په اړه راپورونه لولم نو د هغه امریکايي سرتیرې خبرې را یادیږي. ريښتیا هم هغه زمونږ د ډیرو مشرانو په نسبت زمونږ د امنیتي ځواکونو مشکلات بهتر درک کړي وو.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي