امريکا له افغانستان سره د ۳۰۸ ميليونه ډالرو مرستې اعلان کړی

BBC PASHTO
امریکا په ۲۰۲۲ کال کې له افغانستان سره د څه باندې ۳۰۸ میليونه ډالرو بشري مرستې اعلان کړی دی.
د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې (USAID) ويلي چې دا اضافي بشري مرستې به د افغانانو لپاره د خوراکي موادو، روغتيايي اسانتياوو او سخت ژمي کې د اړتيا وړ توکو برابرولو کې ولګول شي.
امریکا دغه مرستې وروسته له هغه اعلان کړې چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري کړکېچ د مخنيوي لپاره له دې هېواد سره د مرستو غږ وکړ.
د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې ‘یو این اوچا ‘ په یوه اعلامیه کې ویل شوي، ملګري ملتونه او مرستندویه ادارې نن ‘سې شنبه جنورۍ ۱۱ مه ‘ د پنځه میلیاردو ډالرو مرستې غوښتنه په شریکه وړاندې کړه.
د ملګرو ملتونو مسوولینو په وینا که دغه پیسې ترلاسه شي، د خوړو، دارو – درملو، خوارځواکۍ مخنیوي، څښاک پاکو اوبو، نظافت، سملاسي سرپناه، او خوندیتوب، زدکړو او کرنیزو مرستو لړ کې به د مرستندویانو لخوا افغانانو ته ورسول شي.
ملګري ملتونه وايي، افغانان اوسمهال له یوه داسې بحران سره مخامخ دي، چې په خورا چټکۍ سره په پراخېدو دی.
له هغه وروسته چې طالبان په افغانستان کې واکمن شول، د نړۍ مالي ادارو د افغانستان شتمنۍ کنګل کړې، له افغانستان سره د مرستې پر پیسو بندیزونه ولګېدل، د افغانستان اقتصاد په پرلپسې توګه مخ پر ځوړ شو او د سخت ژمي له راتګ سره د افغانانو ستونزې په ډېرېدو شوې.
یاده دې وي چې د نړۍ نورو هېوادونو په څېر امریکا هم افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او پر دې ډلې یې غږ کړی چې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي، بشري حقونو، د ښځو او لږکيو حقونو ته پاملرنه وکړي.
تبصرې
تبصرې بندې دي