انسان او کبر

عمار صوفيزاده
مونږ په ټولنه کې ګورو انسانان زياتره په انا کې پرېوتي دي.
په خپل علم، دولت، ځان، جامه، موټر او قلم داسې مئين وي چې په دې مينتوب کې ورته دنيا او ما في ها نه ښکاري صرف او صرف ځان، له قدم اخيستو نه نيولې تر ملاستو او اوده کېدو پورې هر کار يې له کبر او لويۍ څخه ډک وي او دې دا ګمان نه لري چې چرته به زما دا لويي کمه شي او يا به پاتې راشي او زه به مجبور شم.
دا ځکه داسې وي چې ده دنيا نه وي مطالعه کړي. نمرود د څومره امکاناتو خاوند وو کله چې يې په پوزه کې ګُډ ماشې ننوت نو دې بيا له خپلو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې کې پاتې راغلو.
هغه خلک چې ده به ورته ليدل هم نه خبرې او هغوي ته غوږ اېښودل خو لا ډېره لويه خبره وه همغه خلکو ته داسې مجبور شو چې نه د هغوى په خبرو، نه د هغوى په ليدلو، نه هغوى ته په غوږ اېښودو بلکې د هغوى په بوټونو د خپل سر ايشتلو ته اړ وو که به کم وګړي په بوټ نه ويشتو نه د ده به ارام ورک وو.
دا د ذلالت اخري حد وو د نمرود غوندې شتمن سړي ته خو له هغه کبر شوې وو نو ځکه هغه اوس په دې ذلالت کې ساه اخيسته.
اوس که مونږ هم په خپلو ډېرو کمو امکاناتو باندې کبر کوو لرې نه ده چې داسې به راګېر شو چې د مرض د دارو لپاره به د ډاکټر پر ځاى انجينر ته مراجعه کوو.
کوم څوک چې ډېره لويي کوي نو تاسو دا ومنئ چې په ده يا د ده په اهل و عيال باندې کله ناروغي نه ده راغلې. کله چې په د باندې ناروغي حمله وکړي نو بيا به تاسو وګورئ چې دې څومره کبر کولې شي.
غټ-غټ برېتور دې ته اړ شوي دي چې دې يو کمزوري ډاکټر ته په ډېره اسانۍ سره څملي ترڅو ډاکټر د ده د تشو متيازو د بندش په خاطر ورته د تشو متيازو په پېپ کې د پنځوسو افغانو پلاستيکي پېپ تېر کړي او دې تشې متيازې وکړي او اول د خداى او وروسته د ډاکټر شکر ادا کړي.
خو پدې هم نه خلاصېږي تر يو مياشت پورې دا د تشو ميتازو پلاستيکي کڅوړه دې له ځان سره ګرځوي کله به يې په توره بوجۍ کې او کله به يې ښکلي شل روپيو ولا پلاستیک کې له خلکو پټوي خو دا کڅوړه اوس نه پټيږي.
اوس دې يوه لاره لري چې له خلکو نه خپله هغه ښکلې څېره چې ده به د کبر لپاره خلکو ته ښوده تر يوې مياشتې پورې پټه وساتي خو دا هم ناشونې ده ځکه دې ناورغ دى او د خلکو مرستې ته اړ دى.
نو تاسو څه فکر کوئ چې داسې يو مخلوق سره کبر ښايي؟ چې د ډېرې کوچنۍ ناروغۍ له امله د ده کبر نه پايي او د خاور سره خاورې کيږي.
انسان هېڅ داسې څه نه لري چې دا دې ورباندې کبر وکړي. صرف او صرف عاجزي د انسان خوشالي د نجات لار ده.
تبصرې
تبصرې بندې دي