انټرنیټي ځورونې

صمیم روحاني
انټرنیټي ځورونه یا پر لیکه ځورونه چې په انګلیسي کې ورته Cyberbullying او د فارسي د اذیت انترنیتی کلیمې سره معادله ده. لکه څنګه چې له نوم نه مالومیږي، نوموړې ځورونه د ځورونې هغه ډول دی چې د انټرنیټي شبکو له لارې تر سره کیږي.
په دې زمان کې دا ځورونه خپل اوج ته رسېدلې او تحقیقاتو دا په ډاګه کړې چې ددې ځورونې زیات ښکار شوي خلک ځوانان دي.
زموږ په ګران هېواد کې هم پرې تر ډيره ځوان کهول زیات اخته دی. .
په ځينو متمدینو هېوادونو کې د داسې ځورونو لپاره قانوني سزا هم ټاکلې شوې.
په انلاین رسنیو کې د یو چا توهین کول، تحقیرول، افواهات، ګواښونه، جنسې ځورونې او د یو چا په شخصي معلومات په سوشل ميډيا او نورو انلاین ویبسايټونو کی خپرول او قرباني شخص پرې ګواښل هم د انټرنېټي ځورونو یوه برخه ده،چې تر ډېره اوس عام خلک د ذهنې اړخه ګواښې او یو ډول رواني ستونزو سره يې مخامخ کوي.
څیړنو ثابته کړې چې کوم خلک ددې ناوړه لارې ځورول او ګواښل کیږي کیدی شي تر ډېره په نفس تنګۍ، په منفي فکرونو، ژور خفګان، د احساساتو نه کنټرول او ممکن ځان وژنې ته هم اړ شي.
دا چې اوس وخت زموږ په هېواد کې د انټرنیټ کار کوونکي ورځ تر بلې په زیاتېدو دي نو ور سره په خوا کې دا ځورونه هم عامه شوې ده.
ددې ځورونې د کمېدو لپاره عامه پوهاوي ته ضرورت دی تر څو خلک یې په زیانونو پوه شي او له دې ناوړه مرض لاس واخلي.
دا چې افغانستان کې د ولسواکۍ د لمر په راختو او د عصري ژوند سره بلدتیا نوې خبره ده، تر اوسه د نوموړي رنځ لپاره مشخصه سزا نه ده ټاکل شوې، او نه یې په اړه تر اوسه کوم داسې اقدام شوی، چې افراد یې په نه مراعتولو مجرم ونومول شي، نو ځکه خو نن سبا دلته زیاته تر سترګو کیږي.
د دې ځورونې منفي تاثیرات په دې ډول دي.
. 1-د قرباني شخص ورځينۍ چارې ځنډنۍ کوي او له روانې اړخه د بې ثباته حالت په درلودلو نه شي کولای چې خپلې ورځنۍ بوختیاوې په سمه توګه سمبال کړي.
. 2-د قرباني شوی شخص د خپل رژیم برخلاف خپل منظم تقسم اوقات په مخه نه شي وړلای.
. 3-قرباني شوی شخص د ژوند مسیر په اغیزناکه ډول نه شي تشخیصولای او تل د ځان په اړه منفي فکرونه کوي.
4-د قرباني شخص په ذهني روغتيا منفي اغېز پریباسي او یو ډول کشمکش ته داخلیږي.
. 5-قرباني شخص په ژور خفګان اخته کوي، چې تر ټولو ننکونکې برخه هم ده.
. 6-قرباني شوی شخص پر خپل نفس او ځان باور له لاسه ورکوي او د بریالي توب کیلي ترې په خپل جیب کې ورکه وي.
. 7-قرباني شوی شخص تر ډېره بریده د منفي احساساتو کوربه وي او همدا منفي کړنې يې ګم نامې کوي.
. 8-قرباني شوی شخص د ژوند په روان کشمکش داسې مبتلا وي، چې ان یوازې توب ورته د ټولنیز ژوند یو اصل ښکاري.
. 9-قرباني شوی شخص به تصمیم نیونه او پریکړه کې خپل ذکاوت او پریکنده خوی د سمندر په څپو داسې لاهو کوي، چې ماهیان هم ورته حیران وي.
. 10-قرباني شوی شخص که لوستی قشر وي خپل د مطالعې فرهنګ چې مغزې قوت دی له لاسه ورکوي.
نو ولې هر څه په خپله ګټه نه تعریفوو، وسایل د اسانتیا او د کار سرعت له پاره رامنځته شوې، راځئ خپل سمون ته کار وکړو، د سالم انسان ژوند په څېر وکړو، له روانې اړخه سکون پرسته ژوند خپل کړو.
ټولنیزې رسنۍ د هېواد، ځان او نورو له پاره مثبتې وارزو، چې له هر اړخه ځان او ټولنې ته پرمختګ ورو!!
تبصرې
تبصرې بندې دي