اوتيزم/ Autism

طارق نجيب
[pukhto]
تاسو به زیاتره په خپل کور کې داسې کسان چې د غصې پر مهال غیر عادي حرکات تر سره کوي لکه سر دیوال سره وهل او ویښته شکول او یا داسې نور لیدلي وي. دا هغه ستونزه ده چې پیدا کیدو سره پیل کیږي چې پایله کې دې حد ته رسیږي او زیاتره عصبي ارثي ناروغي وي.
نوي زیږد ماشومان د عمر په تېرېدو یانې دوه درې میاشتو نه وروسته غږ اوري او ځینې وخت عکس العمل ښایي، خو بیا ځینې وخت داسې ماشومان وي چې تر ۱۲ میاشتو پورې هیڅ کوم عمل نه ښایي. په دې برخه کې ډېرې څیړنې هم شوي، ځینې يې طبیعي بولي او ځینې يې عصبي ناروغي ګڼي.
داسې کسان کیدای شي مونږ ټولو لیدلي وي او یا کیدای شي زمونږ په کور کې هم وي خو څنګه باید وپيژندل شي او د حل لپاره څه لارې چارې شتون لري. په افغانستان کې خو عموما دا ناروغي څوک پیژني هم نه او که څوک پوه شي چې ماشوم يې ستونزه لري نو جدي پاملرنه ورته نه کوي.
دا ناروغي د (Autism)اټیزم یا اوتیزم په نوم یادیږي چېیو څوک نورو خلکو سره د اړیکو په جوړولو کې ستونزه ولري. یواځې د امریکا په متحده ایالاتو کې هر کال دوه سوه زره قضیې ثبت کیږي او د یو کس ټول عمر درملنې لپاره تر ۲.۴ میلیونه امریکایي ډالرو پورې لګښت ته اړتیا وي. دا یوه داسې ناروغي ده چې علاج نه لري خو درملنه مرسته کولای شي. دا ناروغي کیدای شي یو څه وخته پورې وي او یا هم تر ټول عمر دوام ومومي.
دا ناروغي د ماشوموالي په لومړیو کې ښکاره کیږي چې عموما ۱۸ میاشتو نه تر ۲۴ میاشتو پورې او دوه کالو تر شپږ کلنۍ پورې ښه څرګندیږي.
چلندي، تعلیمي او کورنۍ درملنې کولای شي مرسته وکړي. د عمر په حساب که چیرته دوامداره وي، تر لومړۍ دوه او د شپیتو څخه وروسته کلونو کې لږ او منځني عمر کې ډېر وي او د ښځینه په پرتله نارینه و کې دا ناروغي څلور برابره ډېره لیدل کیږي.
نښې
چلندي: نا مناسب چلند، سترګو کې مخامخ کس ته نه کتل، ټکاني حرکات، تکراري حرکات، ځان ژوبلونه او تکراري خبرې یا کارونه کول پکې شامل دي.
پرمختګ: د زده کړې معلولیت او یا په ماشوموالي کې ډېر ځنډ وروسته خبرې شروع کول، یانې د خبرو مودې رسیدو سره په بشپړ ډول لغاتونه سره نه شي یو ځای کولای او یو ټکې یا یوه جمله ډیر ځله تکراروي.
عصبي: په ډېرو لږو شیانو کې لیوالتیا ښودل او یا ستونزې ته پاملرنه کول
اروایي: د نورو خلکو احساسات یا خفګان درک کول او یا خفګان، په غږ کې بدلون او لوړ غږونو سره حساسیت ښودل پکې شامل دي.
تر ټولو دمخه باید ددې ناروغۍ نښې وپيژنئ او بیا خپل ماشوم وارزوئ چې په ریښتیا هم دا نښې پکې شته او که نشته. که چیرته پکې دا نښې ولیدل شوې نو تر حده یې درملنه وکړئ چې پورته ذکر شوي. عصبي ډاکټرانو له څیړنو څرګنده کړې چې دا یواځې عصبي ناروغي نه ده.
د عمر په اوږدو کې
لومړۍ شپږ میاشتو کې هیڅ کومه مسکا یا خوښي نه څرګندوي او ډېر لږ یا هیڅ سترګې نه مخامخ کوي.
تر نهه میاشتو پورې هیڅ کوم اضافي غږ نه وباسي
تر ۱۲ میاشتو د خوښۍ لاس او پښې نه اچوي او د کوم شي رانیولو هڅه نه کوي او خپل نوم اوریدو پر مهال مقابل کس ته نه ګوري
تر ۲۴ میاشتو پورې په خبره څوک نه پوهیږي او ټولنیزې کړنې پکې ډېرې کمې وي
دا ناروغي د عمر په هر پړاو کې دا نښې لیدل کیږي:
سترګو په سترګو کې خلکو ته نه کتل او یواځې اوسیدل غوره ګڼي
د نورو خلکو احساساتو پيژندلو کې ډېر زیار باسي
ډېر وخت بې خبرو پاتې کیږي او د ژبې پرمختګ پکې ځنډ وروسته لیدل کیږي
یو لغات یا یوه کړنه ډیر ځله تکراروي
په لږ بدلون رامنځته کیدو پر مهال خفګان ښکاره کوي
ډېره محدوده لیوالتیا لري
غږ، بوی، خوند، روښنایي یا رنګونو ته زیږه احساسات لري
تر پنځه کلنۍ پورې زیاتره ماشومان فکر کوي چې نور خلک ډېر جدا فکرونه، احساسات او موخې لري خو په داسې ناروغۍ اخته ماشومان له دې فکر څخه بې برخې وي او په پایله کې نه شي کولای چې د نورو خلکو کړنې درک کړي.
داسې خلک زیاتره د احساساتو په مدیریت کې پاتې راځي لکه په ستر عمر کې ماشومانه کارونه کول او یا په نه څه خبره تر جنګ رسیدل، دا په دې مانا ده چې خپل احساسات په عادي حالاتو کې نه شي کابو کولای چې په پایله کې ان تر خپل ځان ژوبلولو لکه سر په دیوال وهل، ویښته ځان نه کشول او په ځان غاښونه لګول شامل دي.
تر اوسه ددې ناروغۍ کوم سبب او یا هم سمه درملنه نه ده معلومه شوې خو لکه څنګه چې مخکې مو یادونه وکړه چلند، تعلیم او کورنۍ کولای شي ناروغ سره مرسته وکړي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي