اوسنۍ رسنۍ

لیک: مینه
[pukhto]
دا یوڅزګند حقیقت دی چې رسنۍ نن د نړۍ د زور او قوت ښکارندویي او تمثیل کوي دا ځکه چې له دې لارې د وګړو او افرادو په ذهنونو کې بدلون راوستل کیږی.
د یوې رسنۍ خپرنیز مواد د ملت په فرهنګ، کلچر او ویښتیا کې ډیر ارزښت لري، په اوس وخت کې خو دملتونو او هیوادونو شتمنۍ په معلوماتو ولاړه ده او هڅې کیږي چې ملکونه په اطلاعاتي سیالیو کې تر نورو شاته پاتې نه شي دلیل یې هم دا دی چې راتلونکې جګړې به اطلاعاتي وي.
رسنۍ او په هغې کې خپریدونکي مواد د ژوند د یو ضروري او اساسي عنصر ځای نیولی دی. خو اوس وخت په رسنیو کې په خاصه توګه په تصویري رسنیو کې چې کوم اخلاقي فساد د همدغو پروګرامونو په مټ رامنځته شوی دی او د خلکو نظرونه یې د اسلام د ځینو برخو سره په ټکر کې واقع کړي دي، په لنډه کې ویلای شو چې په اسلامی نړی کې چې نن کوم اخلاقي او عقیدوي فساد روان دی د همدې پروګرامونو په سبب دی چې د تنکیو ځوانانو لپاره به دغه اسلامي ټولنې د اوسیدو ځای نه وي.
رسینو زمونږ د وګړو په روزنه په داسې شکل چې شخصي مصالح او د غربي کلتور او فرهنګ دودول یې په پروژيي ډول په نظر کې نیولي او د دین، اسلام او فرهنګ ښېګڼې یې له یاده ایستلي په مخ بیایی .
همدا محال زمونږ په افغاني ټولنه کې ډیری رسنۍ د نورو د فرهنګونو په مروجولو کې لګیا دي نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کوي تر څو خپل مالي امکانات له دغې لارې تر لاسه کړي، ښه مثالونه یې، هندي، ترکې، ایراني، غربي او پاکستاني سریالونه او فلمونه دي چې د خلکو تر منځ یې فکري واټن رامنځته کړی دی او پایلې یې خورا ډیرې زیان راوړونکې دي.
له دې سره زمونږ رسنۍ د نورو د سیاستونو د پلي کولو یو لوی میدان هم پیژندل شوی دی چې دا یې په ټوله معنی سره بې پرې توب چې د رسنیو یو مهم اصل دی تر پوښتنې لاندې راوستی دی.
رسنۍ باید په یوه ټولنه کې د عامه پوهاوي یوه ستره وسیله وي او هڅه وکړي چې د قانون په پلي کولو کې له حکومت سره مرسته وکړي، نه دا چې د یو ملت وګړي قانون ماتونې ته تشویق او ترغیب کړي چې دغه چاره ښه په درځ کې روانه ده.
څه فکر کوئ چې صرف تفریحي او ورزشي پروګرامونه ( چې د ځوان قشر یې ډیر تر تاثیر لاندې راوستی) دځوانانو فکر څومره او د څه په هکله تغذیه کوي؟
غیر له دې چې د ټول ژوند مطلب یې ورته تفریح معرفي کړی کوم بل فکر یې ورته نه دی پیدا کړی، په ژوند کې تفریح صحیح ده، مګر ایا دا سمه ده چې تفریح د ټول ژوند هدف او موخه وګرځي!
خو دا په دې معنی هم نه ده چې زمونږ خلک دې د ژوند د پر مخ تللي وسیلې څخه نا خبره ځان وساتي، بلکې هغه پروګرامونه چې هم افغاني فرهنګ ترویج او په تېره بیا د اسلام د پیاوړتیا، روښانتیا او خلکو کې د اسلام په هکله د مثبت نظر د رامنځته کیدو سبب کیږي تهیه او وړاندې شي.
تر څو د اسلام اصلي څهره ددنیا خلک وګوري او ترې خبرشي او د داسې اسلامي او افغاني رسنۍ جوړول چې په هر اړخیز توګه ازاد، د هیچا او هیڅ حکومت تر تا ثیر لاندې نه وي یو ضروري کار دی چې د مسلمانانو د عقایدو او افکارو ساتنه اودفاع په صحیح توګه وکړای شي او د داسې نړۍ والې رسنۍ ځای ونیسي چې افغاني او اسلامي هویت بڼه او څهره د نړۍ خلک وګوري اوویي پیژني.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي