اوږد کال

انجينر طارق نجيب
[pukhto]
Leap Year
په دې خو به ټول خبر یاست چې عیسوي کال کې د فیبروي میاشت 28 ورځې وي او په دې هم خبر یاست چې هر څلور کاله وروسته دا میاشت د 29 ورځو وي. خو دلیل يې څه کیدای شي؟ ولې هره فیبروي 28 نه وي او ولې په څلورم کال د 29 وي؟
پوښتنه ډيره لنډه ښکاري خو ځواب ورکولو لپاره اړینه ده وړاندې تر دې چې ددې پوښتنې ځواب درته ووایو، یو څو موضوع ګانو باندې به خبرې وکړو چې پرې سم پوه شو.
د ورځې شپې بدلون او د موسمونو بدلونونه خو ښکاره خبره ده چې د ځمکې تاویدو له کبله منځ ته راځي، همدا رنګه په څلور کاله کې د یو کال اوږدیدل چې Leap Year ورته ویل کیږي، رامنځته کیږي. ځمکه دوه عمده ډوله باندې حرکت کوي چې یو په خپل مدار تاویږي چې یوه ورځ او شپه یانې 24 ساعتو کې پوره کیږي او بل له لمر څخه یو مدار برابروي چې یو کال یانې 365 ورځې وخت نیسي. خو په حقیقت کې یوه شپه ورځ 24 ساعته نه ده او یو کال 365 ورځې نه دی*. ځمکه خپل یو مدار په 23 ساعتونو، 56 دقیقو او 4.09 ثانیو کې برابروي او له لمر څخه یو مدار په 365.24219 (365 ورځې،5 ساعته، 48 دقیقې او 45 ثانیې) ورځو کې برابروي.
نو که چیرته مونږ هره ورځ د 4 دقیقو او هر کال 0.2 ورځو نه تېر شو نو هرو مرو به یو وخت وروسته دا توپیر ډير ستر شي. مونږ داسې انګیرلی چې یو کال به 365 ورځې وي خو دا کلیزه(جنتري) له حقیقي موسمي کلیزې سره توپير لري. له همدې کبله له میلاد څخه ۴۶ کاله وړاندې جولین سیزر، جولین جنتري رامنځته کړه چې هر څلورم کال به ۳۶۶ ورځې وي چې له مخې یې یو کال 365.25 ورځې جوړیدې. په حقیقت کې خو هغه وخت جنتري وروسته پاتې کیدو ستونزه حل شوه خو بیا هم 365.25 د 365.24219 سره توپیر درلود یانې په پیړیو کې دا ستونزه لیدل کیدای شوه.
په کال 1572 میلادي کې پاپ ګریګوري 13 د ګریګورین جنتري رامنځته کړه چې اوس هم په همدې نوم یادیږي. که څه هم دا کليز د جولین سره ډير ورته والی لري خو په دې جنتري کې يې داسې کار وکړ چې هغه کلونه چې اخره کې يې (00) راغلي وي او په 400 د تقسیم وړ وي، Leap Year وګڼل شول او 1700، 1800 او 1900 میلادي کلونه د Leap Year څخه وایستل شول چې په دې ترتیب هغه بدلون 365.2425 ته راټیټ شو چې 365.24219 سره ډير کوچنی توپیر لري. خو که ډير ځیر شو نو په 10000 کلونو کې بیا هم درې ورځې بدلون لیدل کیدای شي.
که Leap Year یا اوږد کال هر څلور کاله وروسته وښایو نو 2100 کال باید Leap Year وي خو دا به عام کال وي ځکه چې د ګورګورین قانون په اساس په 400 عدد د تقسیم وړ نه دی. همدارنګه 2200، 2300، 2500 میلادي کلونه به هم leap year نه وي.
رومانوي چینایي جنترۍ کې هر څو کال وروسته یوه اضافي میاشت یا leap month کارول کیږي چې موسمي بدلونونو سره یو شان وي.
* ستوریزه ورځ هغه وخت چې ځمکه پکې یو ځل په خپل مدار تاویږي چې 23.9344696 کیږي. لمریزه ورځ هغه وخت چې لمر په اسمان کې بیرته خپل ځای ته راځي چې پوره 24 ساعته وخت نیسي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي