ایلن ماسک غواړي ایفون او سامسونګ د نوکیا په برخلیک اخته کړي


د ایلن ماسک “تسلا” کمپنۍ به په 2022 کال کې د Model Pi په نوم يو داسې سمارټ فون بازار ته وړاندې کړي چې په لمریزه انرژي به سنبال او په 30 دقیقو کې به سل سلنه چارجیږي.
یاد موبایل به 12 جی بی ریم او 2000 جی بي حافظه ولري، د څلور کمرو والا د دغه موبایل اصلي کمره به 108 میګاپکسله وي، بله دا چې د سټارلېنک سټلايټونو سره به وصل وي د نړۍ په هر ځای کې به 5G انټرنيټ ته لاسرسی ولري او هر ځای به کار کوي، مطلب دا خبره به هیڅ مهمه نه وي چې شبکه کار کوي او که نه! تر دې چې په مريخ کې به هم کار کوي چې د انټرنیټ سرعت به یې په یوه ثانیه کې 200MB وي.
بله جالبه خبره دا چې د رنګ بدلوونکی خاصيت به ولري، يعنې تاسې يې چې کوم ډول رنګ ته بدلوۍ په اتومات شکل به بدليږيد Model Pi تليفون قېمت به 1200 امريکايي ډالره وي او د نړۍ په هر هېواد کې به د لاسرسي وړ وي.
تبصرې
تبصرې بندې دي