باقر به قیامتونه زېږوي

نجيب عامر
[pukhto]
د شاه نواز باقر شعر مقناطیسي ځواک لري، سړی ځان سره نښلوي او په اسانه یې نه پریږدي چې سترګې ترې واړوي. زه یې هم له هغې ورځې له ځانه سره ساتلی یم چې په لومړي ځل مې ددوی د غزل په یوې مطلعې نظر پریوتلو:
سړي تکیه ورته وهلې او دیوال نشته
د مصور دغه تصویر ته د چا خیال نشته
ما په هماغه شیبه و انګیرله چې دا د کوم عام شاعر شعر نه دی، دا زلمي چې د عمر دوهمه لسیزه یې هم بشپړه کړې نه ده، یو وخت به قیامتونه زېږوي او په پښتو شعر به راج کوي. د باقر کمال دادی چې د نړۍ ښکلاګانو او بدرنګیو ته له نویو زاویو نه ګوري او تل هڅه کوي یو څه نوي ووايي او ترهغه ځایه چې ما لیدلی په خپل دې کار کې بریالی هم دی.
د شعر پوهان وايي د یو شاعر د شعر په پخېدو کې بیلابیل توکي لاس لري او شاعر د ډېرو ارتقايي مراحلو نه تيریږي، د نورو شاعرانو د تخلیق کړي ادب مطالعه کوي او ځینې خیالات یې په لاشعور کې پاتې کیږي چې بیا وروسته په بله بڼه دده په خپلو شعرونو کې ځلیږي. خو که خبره د باقر د شعر شي نو زه داسې انګېرم لکه دا ځوان چې پیدایشي شاعر وي، د هېچا شعر یې نه وي لوستلی او په خپل سر ، په خپل انداز او په خپله طریقه یې د شعر پنځولو ته غېږه ورکړې وی.
زه چې د باقر غزل ولولم، نو مخکې تر دې چې خوند ترې واخلم، په دې فکر کوم چې د دې غزل د لیکلو پرمهال به دی د کومو دردونو څخه تېر شوی وي، ځکه چې څه لیکل اسان کار وي، خو دا چې پر شاعر الهام وریږي او هغه پکې دا چاڼ کوي چې دا هم نه لیکم او هغه هم نه لیکم ځکه چې تر ما وړاندې نورو پرې کار کړی، نو دا بیا ډېره ګرانه شي او باقر دغې ګرانې ته لاس وروړی دی.
چا ویل چې د عشق خبرې ګرانې دي
ګرانې خو مینو ته اسانې دي
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي