67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

ببر سری

لنډه کيسه/ نصرت ارمان

[pukhto]
کوڅه شور او دوړو په سر اخيستې، ناڅاپه يو قهريدلي غږ ټول شورونه وخوړل، ماشومان خپلو کورونو ته په منډو شول. يو ببر سری چې سترګې يې راوتې وې، په خلاصو قدمونو د کوڅې منځ کې را روان و.
دې خواته وچ په خاورو ککړ ماشوم چې بوجۍ يې په شا ځړېدله، لا هم په کوڅه کې ولاړ و. هغه د ببر سري خواته ورمنډه کړه. باور يې نشو کولای چې دا به هماغه وي، خو چې ور ورسېد، نو شک يې پاتې نشو.
خپله همغه و! په مړاو، ګرد وهلو سترګو کې يې خوښي پيدا شوه، د ستړي مشۍ لاس يې ور اوږد کړ.
د ببر سري تندی چين شو، ماشوم ته يې د لاس ورکولو په ځای لغته ورکړه، هغه پړمخ وغورځېد، بوجۍ يې چپه شوه، سرې، خوږې پلۍ په خاورو کې ولوغړېدې.
له غوږه يې راونيوه. – کوڅه ډبه! تا داسې کارونه پيل کړي؟!
د ماشوم وجود رېږد ونيوه. ببر سري ځان پسې کش کړ.
– ته راځه! کور کې به سره خبرې کوو.
هغه دروازه په درز خلاصه کړه، هلته چوپتيا وه. هلک يې د انګړ منځ ته ډيکه کړ. بېرته يې دروازه بنده کړه.
– چرته ده مور پليته دې؟!
ماشوم هغه ته سترګې نشوې ورجيګولی، په سختۍ يې له خولې راووتل:
– ګاونډيانو کره.
د ببر سري له خولې لاړې باد شوې. – هلته څه … ورکوي؟
او له دې سره يې څو بې واره ګوزارونه پرې وکړل.
– منډه، غږ کړه ورته! ماشوم اوتره منډه واخېسته.
***
ښځې چې لستوڼي بډ وهلي وو او سپينو غوښنو مړوندونو يې خلک پارول، ځان سره په بنګېدو د ماشوم پسې کور ته راننوته.
– راغلې، کلشمارې؟!
ښځې چې د سړي سرې سترګې وليدې، بګڼۍ وهلې شوه.
– هو. ستړی مشې د مراد پلاره! ته صبر چې زه تا ته کټ، بالښت راوړم.
د ببر سري ماشوم ته چې مراد نومېده او د مور څنګ ته ولاړ و، بيا ورپام شو. هغه يې لکه د مخکې راونيوه او ځان ته يې ورکش کړ.
ښځې يې ترې د را وړاندې کولو ناکامه هڅه وکړه، خو هغه ډيکه ورکړه او چغې يې کړې:
– زه دې حرموني پلار نه يم. دا خيرن او کوڅه ډب زما زوی کېدای نشي!
هغه بېرته خبره بدله کړه: تا ګشتۍ تر اوسه څه کول؟
خبرو يې د ښځې زړه وربد کړ، سترګې يې ډنډ او پوزه يې ترخه شوه. – د ګاونډيانو کره مې کالي وينځل.
ته چې دا مياشت چرته تللی وې، موږ ته دې ويلي؟
– خوله بنده کړه. ستا ژبه ډېره اوږده شوې، د زوی کالي دې ولې نه مينځې؟
ببر سري هلک هغه ته ورمخامخ کړ: ته دا وګوره! بيا لا کوڅو کې بوجۍ په شاه ګرځي.
ښځې يې خبره ورپرې کړه. زموږ کالي هېڅ پاکوالي ته اړتيا نه لري. ته خبر يې چې د هغه بله جوړه کالي شته؟ او زه هلته کالي همداسې نه وينځم، هغوی زموږ د خېټې د دوزخ سړولو ته خواړه راکوي. د ښځې تم شوې اوښکې په بهېدو شوې.
– دا پرېږده چې خپلې پلۍ خرڅې کړي، چې څه نه ورکوې، څه ترې مه اخله!
خبرو يې د سړي په مغزو کې چورلکونه پيل کړل، هغه داسې حس کوله چې روح يې له وجوده په تلو دی، د هلک غوږ يې پرېښود، هغه ژر مور ته ورغی.
ښځه ورته کېناسته، ماشوم يې په دواړو مخو ښکل کړ، په سر يې لاس ورتېر کړ.
– ځه بچيه، خپل کار پسې لاړ شه! د ماشوم په خيرن مخ اوښکو ليکې کړې وې، په وروستي ځل يې ببر سري ته وروکتل او بيا کوڅې ته ووت، چې خپلې شيندل شوې پلۍ راټولې کړي.

[/pukhto]

3 خوښونې

اړوند مطالب

خر هماغه خر دی؛ خو کته یې بدله ده!
د ښه شاعرۍ تلاش
صدقه
نقشه جوړه کړئ!
ما پوهنتون ولې پرېښود!؟
خاص خبره
تڼاکه
خپلې لور ته د فرویډ سپارښتنې

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

جون 2017
S S M T W T F
 12
3456789
10111213141516
17181920212223
24252627282930
« May   Jul »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /