بریښنایي تذکرې که د بسوګۍ واده
میوند شینواری
[pukhto]
نږدې درې کاله وړاندې د برېښنايي تذکرو د وېش نغاره وډنګیده، خو لا هم د تذکرو وېش نه دی پیل شوی.
دا ملي پروسه تر دې دمه په ډېره ځنډ او خنډ مخته تللې ده، او په اصطلاح د بسوګۍ واده ترې جوړ شوی دی.
د برېښنايي تذکرو ګڼو کارکوونکیو تخنیکي زده کړه اخیستې، کابو ټولو کارکوونکو یې عملي کارونه ترسره کړي او لا هم په بېلابېلو دولتي ادارو کې د معلوماتو په راټولولو بوخت دي.
ټاکل شوې وه چې د زمري د میاشتې پر ۲۸ تمه نېټه د تذکرو ازمایښتي دوره پیل شي، خو د نامعلوم علت له مخې د تېر په شان بیا دا پروسه وځنډیده.
په څرګنده د دې ملي پروسې د ځنډ لامل د تذکرو حقوقي اړخ او تخنیکي ستونزې ښودل کیږي، خو پوښتنې دا دي چې په دومره موده کې ولې د ستونزو د حل په برخه کې کوټلي ګامونه نه پورته کیږي!؟
حقوقي اړخ یې ولې ګونګ پاتې دی؟ ولې د حکومت په لومړیتوبونو کې ځای نه لري!؟ او ولې د دې ملي پروسې د ځنډ لامل ولس ته نه روښانه کیږي؟
که خبره د تخنیکي ستونزو وي، نو پکار ده چې ازمایښتي دوره یې پيل شي تر څو په یاده دوره کې مسوولو کسانو ته تخنیکي ستونزې په ډاګه شي او د حل په برخه کې یې اقدام وکړي.
دا چې دا ډول تذکرې لا د سیمې او نورې نړۍ په ډیرو هیوادونه کې نه دي وېشل شوي او مونږ یې په خپل هېواد کې لومړی ځل تجربه کوو، نو طبیعي خبره ده چې تخنیکي او نورې ستونزې به ولري، خو تخنیکي ستونزې هغه وخت په بنسټیز ډول حل کیدای شي چې د تذکرو ازمایښتي وېش پیل شي.
برېښنايي تذکرې ګڼې داسې ځانګړنې لري چې د هېواد شته وضعیت ته په پام خورا مثبت رول ادا کولی شي، ډیټابس یې هم په پېچلې بڼه او شتو نا امنیو ته په پام جوړ شوی، ورته ټول پېښ احتمالي خطرونه پکې سنجول شوي دي.
که د دې ملي پروسې د ځنډ لامل تخنیکي اړخ نه، بلکې حقوقي برخه (افغانیت او قومیت) وي، نو هم اول دې خلکو ته د دوی د اندېښنو د لرې کولو لپاره روښانه شي، بیا دې په لومړیتوبونو کې ځای ورکړل شي او تر جدي بحث لاندې دې ونیول شي. تر څو یوه مناسبه حل لار ه پیدا شي.
اوسمهال ګڼ خلک اندېښمن دي چې ګنې په تذکره کې د افغان کلمه نه لیکله کیږي. دوی خپلې اندېښنې په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه شریکې کړي دي، چې ګڼو هغو یې پر دولت نیوکې هم کړي دي.
د دې ملي پروسې په ځنډیدو سره حکومت ته په اقتصادي او نورو برخو کې ګڼ زیانونه هم ور اوښتي دي.
کله چې له دې پروسې د بسوګۍ واده جوړ شو نو په لومړي قدم کې نړیوالو مرستندیویانو له یادې ملي پروسې سره خپلې مالي او تخنیکي مرستې بندې کړې. دوی د تذکرو ادارې ته ټاکلی وخت ورکړی و که په یاد وخت کې د تذکرو وېش پیل نه کړي دوی به خپلې مرستې بندې کړي چې له بده مرغه همداسې وشول.هغوی خپلې مرستې د تذکرو تر وېشه وځنډولې.
اوس دولت مجبور دی چې د ټولو کارکوونکیو معاشونه خپله پرې کړي. حکومت ته بله ننګونه داده چې که ژر تر ژره د تذکرو وېش پیل نه شي د تذکرو اداره به خپل ګڼ مسلکي کارکوونکي له لاسه ورکړي.
د برېښنايي تذکرو ۸۰۰ تنه کارکوونکیو له څلورو میاشتو راپه دیخوا خپل معاشونه نه دي اخیستي، چې ډیری کارکوونکي یې دا مهال له جدي مالي ستونزو سره مخ دي. که د دوی معاشونه په خپل وخت رانه شي نو ډیر امکان شته چې دوی خپلې دندې پرېږدي او ځانته د نورو دندو غم وخوري.
بیا نو د تذکرو اداره مجبوره ده چې د دوی په ځای نورو کسانو ته له سره هم زده کړه ورکړي او هم پرې عملي کار ترسره کړي تر څو د تذکرو تر وېشنه په بشپړ ډول چمتو شي، چې دا کار به له یوې خوا په تذکرو کې د ځنډ بل ستر لامل شي او له بلې خوا به ډیره بودجه او تخنیکي امکانات وغواړي.
د خلکو تر منځ داسې ګونګوسې هم شته دي چې د تذکرو د ځنډ لامل په ګڼو پښتني سیمو کې نا امني ده، خلک انګیري چې که اوس برېښنايي تذکرې ووېشل شي نو په راتلونکې کې به ټاکنې او نور مهم مسایل د تذکرو له مخې ترسره کیږي چې ګڼ پښتانه به ترې بې برخې وي.
دوی وایی ولسمشر همدې ټکي ته په پام د تذکرو د وېش اجازه نه ورکوي. خو اصله خبره دا ده چې د تذکرو په نوي قانون او طرزالعملونو کې د دې ستونزې وړاندوینه شوې ده، په دې کې راغلي چې : په کومو سیمو کې چې نا امني ده او اوسمهال پکې د برېښنايي تذکرو وېش امکان نه لري هلته همدا کاغذي تذکرې د چلند وړ دي.
د تذکرو د ځنډ لاملونه شاید ډېر وي خو یو ستر لامل یې همدا د تذکرې پر مخ د افغان او قوم لیکل دي. چې په رسنیو او خلکو کې د بحث توده موضوع جوړه شوې ده.
زه په ډاډ سره ویلی شم که ولسمشر وغواړي، دا موضوع ډېره ژر حل کیدای شي. مطلق اکثریت څه غواړي!!؟ په هره موضوع کې د ځينو خلکو مخالفت یوه طبعي خبره ده خو د اکثریت رایه مهمه ده، ولسمشر دې مهرباني وکړي د خلکو رایو ته دې مراجعه وکړي چې اکثریت خلک څه غواړي؟
د افغانیت او قومیت په برخه کې (چې د تذکرو حقوقي بحث دی) په ټوله کې څلور ډوله نظرونه شته دي، یوه ډله وايي چې د تذکرې پر مخ دې نه قوم لیکل کیږي نه افغان، بله ډله وايي چې یوازې قوم دې ولیکل شي، درېیمه ډله په دې نظر ده چې هم دې قوم ولیکل شي هم افغان څلورمه ډله وايي چې یوازې افغان دې پکې ولیکل شي قوم ته اړتیا نشته.
د لومړۍ او دوهمې هغې نظرونه بیخي غیر منطقي او ماشومانه دی، چې د تذکرې پر مخ نه قوم لیکې نه افغان نو ته څوک شوې!!؟ که یوازې قوم لیکې نو موږ په نوره نړۍ کې څوک په قوم نه پیژني یوازې په افغان مو پیژني چې زموږ ملي هویت دی.
درېیمه ډله چې هم قوم غواړي هم افغان، نسبتآ منطقي غوښتنه ده. که د افغان ترڅنګ تاته تاجک، ازبک او … لیکي نو ماته هم پښتون لیکي. خو دومره ده چې له قومیته به ستونزې راولاړې شي چې په تېر کې یې تجربه لرو.
څلورمه ډله چې په تذکره کې یوازې د افغان کلمه غواړي، د ملي فکر خاوندان دي او غوښتنه یې په بشپړه توګه قانوني او منطقي ده. اساسي قانون وايي چې د افغان کلمه د دې خاورې په هر فرد اطلاق کیږي.
که څوک اساسي قانون مني نو په تذکره کې ورته اصلآ د افغان کلمې د لیکلو او نه لیکلو سوال نه پیدا کیږي، او که څوک د افغان کلمې مخالفت کوي دوی اصلآ د قانون مخالفت کوي او څوک چې د قانون مخالفت کوي په ښکاره د دولت سره دښمني کوي، چې دا ډله خلک له طالب سره هیڅ توپیر نه لري، طالب هم اساسي قانون نه مني.
یوه مهمه خبره باید یاده کړو چې یو شمېر خلک داسې انګیري چې ګواکې یوازې پښتانه په تذکره کې د افغان کلمې غوښتنوونکي دي، خو دا خبره بیخي ناسمه ده.
دا ناسم پوهاوی باید له منځه لاړ شي، د نورو ټولو قومونو ګڼ وګړي تر موږ زیات په تذکره کې د افغان ملي هویت غوښتوونکي دي. کوم څوک چې د افغان کلمې مخالفت کوي هغوی محدود سیاسیون دي چې د خپلو قومونو ځینې ساداګان یې هم تېرویستي دي، ګنې نور ټول خلک په خپل ملي هویت ویاړي او تذکره کې یې لیکل غواړي.
پورته له مطلق اکثریت نه موخه یوازې پښتانه نه دي، بلکې د نورو قومونو وطن پرسته وګړي هم په کې شامل دي. شاید په پښتنو کې هم داسې کسان وي چې د افغان کلمې مخالفت به کوي خو موږ ته قانون او د اکثریت غوښتنه مهمه ده.
په یوه بله لیکنه کې مې هم یادونه کړې وه، زه د ولسمشر پر پوهه او تفکر پوره باور لرم او هیله من یم چې تر قانون به ورته هیڅوک معتبر نه وي، د قانون له حکمونو سره سم به دې ستونزې ته د حل لار را اوباسي، خو ولس په دې برخه کې د بیړني اقدام غوښتونکی دی، په دې کې د هیڅ دول مصلحت زغم نه لري. که ولسمشر دا لانجه ختمول غواړي نو ورته پکار دي چې :
۱ – د نفوسو د احوالو ثبت قانون چې ۷ فصله او ۳۹ مادې لري، یوه یا څو مادې یې تعدیل ته ضرورت لري چې که ولسمشر وغواړي دا چاره ډیره ژر تر سره کیدلای شي. پکار ده چې په اړه یې اقدام وکړي او د تذکرو په برخه کې روانو ناندریو ته د پای ټکی کیږدي.
۲ – د تذکرو د ازمایښتي دورې د پیل اجازه دې ورکړل شي. له دې سره به له یوې خوا د تذکرو مسوول کسان په تخنیکي او نورو برخو کې په خپلو نیمګړتیاو پوه شي، له بلې خوا به مرستندویه هیوادونه خپلې مرستې بیرته شروع کړي.
که خدای مه کړه په دې برخه کې ژر اقدام و نه شي، نو هم به مو دولت،د نړیوالو په نظر کې دبې باورۍ وروستي حد ته رسیدلی وي، هم به د دولت او ملت تر منځ لوی واټن رامنځته شوی وي چې ((سبا به ناوخته وي!!))
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي