برېتوره ټولګیواله!

واحد الله وحدت
” دکتابونو بکس مې را ځوړند کړ، خولې مې پاکې کړې، یو ساعت مې پلی مزل کړی و، د لوږې احساس مې وکړ، غږ مې که: مورجانې ډېر وږی یم، که یوه ګوله وچه ډوډۍ…. په دالان کې دلوښو کړنګا شوه، مور د لوبیا کاسه زما تر مخ کېښوده، ډوډۍ مې په بیړه وخوړه.
سترګې مې رڼې شوې، زړۀ مې ډاډه شو.
پۀ لاره کې د هلکانو خبرې مې ذهن کې را وڅرخېدې په فیسبوک کې ډېرې ښکلې نجونې شته، دې غوندې ولاکه په خیال کې هم پیدا کړې، ډېره ښایسته ده، مخ یې لکه سپینه چینه، سترګې یې لکه باز ښکار یې کار دی، سپین غاښونه یې صفا سوتره دُر و ګوهر دي.
موبایل مې لۀ جیبه راوویست، فسبوک مې راخلاص کړ، لټون مې پیل کړ چې یوه جینۍ به ملګرې کوم ناڅاپه! مې مخېته دلیلا افغان نوم راغی په پروفایل کې د یوه حسینې جینۍ انځور لګول شوی و، غټې بڼه ورې سترګې، تور اوږده باڼه سرې شونډې، نرۍ پوزه، او تور وېښتان..
اوف نو دا بېله ننداره وه په وال کې یې، پته کندهار ولایت لیکل شوې وه، په کابل پوهنتون کې زدۀ کړې کوي، د طب پوهنځي د درېیم کال محصله، دنده یې په روغتون کې نرسه او کوژده شوې لا نه ده.
ایډي مې له پیل نه تر پایه وکتله، یو پوست شوی انځور یې له پلار سره په ځاځي پارک کې اخیستل شوی و، زړه مې ویل؛ راشه مسیج ورته وکړه، شاید د ژوند تر ټولو ښه ملګرې دې شي، کله به پښېمانه شوم، نه نه!!!
مه یې ورته کوه، هسې نه چې یوه لوبه وي.
د مور غږ مې تر غوږ شو : زوی جانه له دې موبایل نه نور لاس واخله، اینده دې تبا کوي، د دې پرځای کتابونه ګوره، ورزش کوه، دغه موبایل نه څه نه جوړیږي.
خو زما سترګې د موبایل په سکرین کې په یوې مینه ناکې جینۍ کې ور ښخې وې، خو مور ته مې باید د درواغو تسکین ورکړی وای.
مورې! تشویش مکوه، زه درس پکې ګورم، غلطه استفاده نه ترې کوم.
مور له کوټې ووته، د سوچونو په لالهاندو څپو کې همداسې غرق پرق وم، زړه مې نه صبرېده، لیلا افغان ته مې مسج وکړ.
سلام! ځواب ته مې شېبې شمارلې، د ټال ناول پاڼې مې سره واړولې را واړولې، خو لوستلو یې هېڅ خوند نه راکړ، فکر مې بلې خوا مزلونه کول، مسینجر څخه ټنګ پورته شو، زړه مې په درزا شو، لاسونه مې لړزېدۀ، اول ځل و چې داسې احساس سره مخ شوی وم، پیغام مې پرانیست، زما سلام یې بې ځوابه نه و پریښی.
د زړه درزا مې کمه شوه، ښه شېبه مو پیغامونه تبادله کړل، دکورنۍ او د دې د روغ صحت پوښتنه مې وکړه. وې ټول ښۀ دي. شپه پخه شوې وه، له دې وړاندې به ډېر وختي دخوب پر تخت پرېوتم، خو نن شپه مې سترګې نه سره ورتلې، د پیغامونو د لیږلو لړۍ جارۍ وه. یو بل نه مو پوښتنې کولې.
تر ټوله جالبه پوښتنه یې دا وه. څو کلن یې؟ واده دې کړی؟ ایا بچیان لرې؟ که څه هم دې پوښتنې ته مې اسانه ځواب لاره، په دغه شېبه کې وارخطا وم، هسې نه خوښ دې نکړي، راځه عمر دې کم وښایه.
په کیبورډ مې ګوتې ایښې وې، ومې لیکل: عمر مې دومره ډېر نه دی. ځوان یم، یو خو وارخطا وم، بل لومړی ځل مې و، ومې لیکل: ادبیات لولم، د کلي جینکۍ راپسې هر وخت نارې وهي، زما دښایست جوړه به پیدا نکړې، زه مینه ګرکی یم، مینه ویشل مې کار دی، که هوکی راته ووایې؛ خپلول دې سخت نه دي.
تر ډېره ویښ وم، د ځواب پۀ تمه وم، خدای خبر څو بجې به مې سترګې پټې شوې وې؟
له خوبه راویښ شوم، په کوټه کې دننه د لمر وړانګې ځلېدې، لیلا افغان مې په سترګو کې تاوېده، خدایه دا څومره حسینه جینۍ ده کاش زما دژوند جوړه شي.
فیسبوک مې پۀ نیمکښو سترګو راخلاص کړ، پیغام کې لیکلي ول. ګوره زۀ لۀ پلار یوه یم، د مور نازولې یم، نه ورور لرم او نه هم خور، د ډېرو ځوانانو میندې زما دکوژدنې لپاره راځي، خو زما مور ورته انکار کوي.
یو عکس دې راولېږه ځوانه چې مخ دې وګورم. اړخ مې بدل کړ، ما لۀ پروفایل نه هم عکس لرې و، چې ګوندې خوښ به يې نشم.
پۀ باغ کې مې لۀ سلو ډېر واخیستل، پۀ فرفېکټ کمره مې ښۀ صاف سوتره کړل، کۀ څۀ هم لۀ رنګه سپین وم، خو دلته مجبور وم..عکس مې ور واستو: ساعتونه وتل، ځواب ې نه و.
زړۀ کې مې سل پوښتنې راولاړېدې. څۀ به شوي وي، ولې نه ان کیږي اف… ماسپښین یې ځواب راغی. د زړۀ والا سټیکر سره يې لاندې لیکلې ول: تۀ به دکومې مور زوی یې پووو ډېر ښکلی! زړۀ مې لۀ خوښيو ډک شو.
شکر خدایه زما لیلا خوښ کړم.
دمینې پۀ جال کې دومره راګېر کړم، چې د ژوند هر حال مې ورته بیان کړ.
نوره نو هره شېبه مې موبیال لۀ سترګو نه لرې کاوو، زۀ او لیلا د مینې مسیجونه یوه غرمه يې را ولیکل: ګوره جانو نن مې ام بي ختمیږي، د زرو افغانیو کارت راولېږه.
څو شېبې غلی وم، څۀ به مې کړي وای ما هم ورته ښه وکړه. جیب کې مې یوازې سل افغانۍ وې مور مې کوټه کې وه، ډېرو زاریو مې روپۍ ترې واخیستې او کارتونه مې ورجمعه کړل.
د مینې نړۍ نوره هم توده شوه، هېڅ به مې لۀ ذهنه نه وته، هره شېبه به یې یاد ځورولم، خدایه دا ځينې ولې دومره ښکلي وي چې پۀ کتو یې سړی نه مړیږي ورځې وتې دمینې نړۍ لا ګرمېده یو ماسپښین یې پیغام راغی: چې بیا مې ام بي ختمیږي کارتونه راته…
مجبور وم، چې ورجمعه یې کړم، مور پۀ دالان کې بړستن ګنډله، مورې یو څو روپۍ خو را کتابونه ورباندې اخلم، پۀ سپین سر کې یې سره هم ګډ و، پۀ خوشکه یې وویل: ولې هغه څو ورځې مخکې چې مې درکړې، ماسره انا هم نشته.. ډېرې زارۍ مې ورته وکړې، خو یوه روپۍ ېې هم رانکړه.
ناهیلی لۀ دهلیزه راووتم، د لیلا څېرې مې ذهن کې لارې جوړولې، فکرونو پۀ بلې دنیا بولی وم.
خدایه روپۍ لۀ کومه کړم؟ چاته ورشم؟ کۀ روپۍ پیدا نشي ما، خو به بلاک کړي… ټولګیوال مې ذهن کې راغی. چې لۀ هغه نه به قرض وکړم، پۀ منډو شوم، کورته یې پیاده شل مینټه مزل و، دروازه مې ټک، ټک کړه.
شېبه ورسته رابهر شو، ډېر ست يې وکړ، چې چای به څښې، خو ما هېڅ نه منله، پۀ دې سوچونو کې وم، چې خبر به څنګه وریادوم، پۀ بنده بنده ژبه مې دپیسو غوښتنه ترې وکړه. ډېر یې علت وپوښت، ما هم بهانې ورته جوړولې خو نه یې منله اخیر مجبور شوم ټوله کیسه مې ورته وکړه. چې زۀ پۀ فیسبوکۍ نړۍ کې مئين یم لۀ خندا راته شین و، هههههههههههی ساده ګله هغه خو حبیب دی لیلا نه ده….!
تبصرې
تبصرې بندې دي