بنجاره

لنډه کيسه/ نصرت ارمان
[pukhto]
هلک ځان په ځمکه وغورځاوه، لکه په مرمۍ چې لګېدلی وي ، په لوغړېدو شو، په چغو شو.
ـ ماته روپۍ.
د مور حوصله يې ختمه شوه، ورپسې راجيګه شوه او ډبلۍ يې راواخيسته.
ـ ته ودرې چې زه يې درکړم.
هلک منډه کړه، دروازې ته نه و رسېدلی چې ولوېده. له خولې يې کړيکه ووته. د مور زړه يې ډوب شو او هغه ته چې رسېده ټيکری يې له سره لويدلی و.
خور يې ژر کوټې ته ننوته.
مور يې غېږ کې ونيو، هلک ښه و.
ـ ځوانيمرګه! نشته که نه.
او د هغې سترګو کې اوښکې لاړې راغلې.
ـ بنجاره به تللی وي.
هلک له دې خبرې سره سترګې پټې کړې. مخ يې غونج شو. څنګل يې لګېدلې وه. جينۍ راووته، په تروش تندي يې وویل.
ـ دا ورکړه.
هلک و ليدل چې خور يې لاس کې لوټ نيولی .
هغه نېغ ودرېد. درد يې هېر شو.
***
د بنجاره نرۍ پښې مزل کې تېزې وې، پاينڅې يې بډ وهلې، په تورو څپليو يې سپېرو خاورو ټاکي جوړ کړي ول. چهار خانه واسکټ يې په تن و او يو جېب يې بنجاني دسمال ډډ کړی و.
په غږونو ويستو يې ستونی ورغلی و، چې ماښام کېږي کور ته رسي، د ماشومانو مور به ورته د تل پشان مالګيني اوبه د غړغړې لپاره ورکړي. بچي به ورته په پښو او ملا وګرځي او دا به د ټولې ورځې ستړيا هېره کړي.
***
بنجاره مخکيني ځای کې نه و، هلک په وارخطا زړه سرک ته ځان ورساوه، ويې ليد، ډېر لرې شوی و، ورپسې منډه يې کړه. ….
کله چې بنجاره ته بيخي لنډ شو، ستړی و، په ځای ودريد چې ساه يې سمه شوه نو ور غږ يې کړ.
***
بنجاره له ګډو وډو فکرونو راووت چې کله به يې دا په کور کې د بچيانو د لوبو ننداره کوونکی کړ، بیا به نن ورځ ور سترګو ته شوه، موسک به شو، په شا کړی دروند بکس به يې سپک احساس کړ او د ستړو پښو دمه به يې وشوه.
ډېره سودا خرڅه شوې وه او هغه باوري و چې واړه به يې ورسره په شمېرلو او يو ځای کولو کې له خوښۍ برخمن شي.
شاته يې وکتل، هماغه هلک ولاړ و چې په وروستي کلي کې د ده له بکسه ګرد تاوېده، کله به يې يو شی ته لاس وړه، کله بل او چې ده به پرې غوسه وکړه نو د هغه تندی به هم تريو او سترګې ماڼيجنې شوې.
ده پيسې له کومه کړې؟ بنجاره له ځواب موندلو پرته بکس په ځمکه کېښود. هلک ور وړاندې شو.
***
بنجاره د بکس سر خلاص کړ، هلک په ملا ورمات شو سترګې يې بکس کې وګرځولې. په يوه ساه يې وويل ؛ جاوله او شپیلی.
بنجاره له خبرو کولو پرته توکي ورکړل.
ماشوم موټي کې نيولی لوټ ورته ونيوه.
بنجاره غونج شوی لوټ خلاص کړ او د غوڅ شوي کونج په ليدو شين سترګې جينۍ ورياده شوه، چې ده ته يې همدا دوه ګون د جاولو اخيستو لپاره رايستی و. خو ده بېرته ور غورځولی او هغه يې له جاولو بې برخې کړې وه.
هغه شېبه دا پوهېده چې د شين سترګې د خوښۍ هيلې يې ماتې او له ځان نه زړه تورې کړه، خو په دې هم پوهېده چې د ده خړ مخ او ستړې ملا هيچا درک نه کړه.
هلک شپيلی په شونډو کېښود دوه درې شپيلي يې وکړل، خوشاله شو.
– بنحاره ماما جوړ دی.
بنجاره سترګې ور واړولې، زړه يې ونه غوښتل چې ورته ووایی: لوټ دې جوړ نه دی!
هلک لاړ، بنجاره وموسل، بکس يې په شا کړ او روان شو.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي