بنديوان

لنډه کيسه- نصرت ارمان
[pukhto]
بوينه بړستن يې له ځانه لرې کړه، سترګې يې ومږلې، د لمر لومړۍ وړانګې په کړکۍ راننوتې وې، له کټه راپاڅېد. بړستنې ته يې په کرکه وکتل. نه پوهېده چې شپه يې په کې څنګه تېره شوې؟ ويې منله چې خوب کې يواځې وجود دلته پرېږدي او هغه له دې ککړې نړۍ ناخبره کېږي.
په دېوال راځړېدلې هېندارې ته ودرېد. ګډوډ ويښته، زبېښل شوی مخ او ننوتې سترګې. چې هر سهار به يې ليدې، هماغسې زړې وې، نه وې بدلې شوې. لا يې هم ده ته داسې کتل لکه ده چې څنګه ورکتل.
تر ډېره يې هغې ته د ليدو تاب رانشو وړی. په کوټه کې يې اخوا دېخوا وکتل، د بوڼ ځولۍ کټ، پکې بوينه رېښې رېښې بړستن، د تل په شان په لوګيو تور چت، څلور چاودلي دېوالونه، بې شيشو کړ کۍ او نه بندېدونکې دروازه، چې يخې څپې به پرې راننوتې.
په غولي د شپني اور ايرې پرتې وې چې خورې شوې وې. سوري بوټان يې په پښو کړل او په چټکو قدمونو روان شو. کنډر کې همدا کوټه جوړه پاتې وه او له هغې د وړلو څه نه و. يخنۍ رېږداوه. د ډوډۍ خرڅوونکي دوکان ته ورسېد. هلته څو نور ولږې وهلي هم ولاړ وو. چې وجودونه يې رپېدل.
هلته راغليو وږو يو بل پېژندل، دوی ټول د کنډوالو اوسېدونکي وو، هغه له دوه نورو سره مخکې بل دوکان ته د ډوډۍ ترلاسه کولو په هيله لاړ. هلته نور وږي نه و راټول شوي.
په تشيو يې لاسونه کېښودل، د درد څړيکې له زغمه وتې وې، د نورو دواړو حالات هم ښه نه وو. د هغوی رګونو اور اخيستی و او د بدن هرې برخې يې سوزېدل پيل کړي وو. يواځې ډوډۍ نه وه چې نه ور رسېده. هغوی يوه بله داسې اړتيا هم جوړه کړې وه چې ورته د رسېدو پرته يې ژوند نشو کړی.
د هغه د درېدو توان په تلو شو، کېناست، ملګرو يې دا پرېښود او د خپلو اړتياو پسې يې منډې کړې. ډوډۍ خرڅونکي ورکتل، دا ځوان بنديوان خو يې هر سهار او ماښام ليده. خو نن سهار هغه په ډېر تکليف کې و.
چې درد يې لږ ارام شو، نو په کراره جيګ شو. ډوډۍ خرڅونکي ته يې په وروستي ځل مړاوې سترګې ور واړولې. خو هغه ترې مخ واړوه. چې ورسره سم ده هم قدمونه واخيستل.
د تشيو کړيکې يې بيا راوپارېدې… ودرېد…. غږ يې واورېد…
– راشه!
درد يې والوت، ورغی، هغه ورته دوه ګرمې ډوډۍ ورکړې. ده ترې په خوله کپونه شروع کړل. د مننې الفاظ ورسره نه وو. خو ډوډۍ خرڅونکي ليدل چې د بنديوان مخ او سترګې په تازه کېدو شوې. د هغه په خوښۍ يې زړه ته خوښيو لار وکړه.
– ماښام ته هم راشه!
د ډوډۍ خرڅوونکي خبره يې نشوه باورولی.
– رښتيا!
– هو!
د ده ټولې هغه اندېښنې چې ورځ به يې ترې خوړه ورکې شوې. ځکه د ماښام له ولږې نه بچ شو…
– راځم!
او په موسکا ترې روان شو.. خو دلته يوه اندېښنه نه وه، اوس د بلې اړتيا پوره کول ورپه غاړه وو. د مشروباتو د ټيمي قوتيو پسې يې لټه پيل کړه…
اضافي ډوډۍ يې جېب ته کړله، د غرمې يې هم بس کېدله…
***
ماښام چې باد زور اخيستی و او د کوټې دروازه يې ګړبوله، بنديوان بېرته کوټې ته راوګرځېد، اوس يې بيا لکه د هرې شپې کاغذونه او توتڼکي راټول کړي وو، ترڅو پرې يخه کوټه ګرمه کړي.
ځنګېده او ستړی و، کېناست، بوجۍ يې راوسپړله، ټوله يې تشه کړه. اور ورته کولو ته يې تيار کړل، لمبو د کوټې دېوالونه طلايي کړل… په دوه پښو ورته کېناست او ګرمه ډوډۍ يې له جېب نه راوويسته.
هغه اور ته کتل او شخوند يې واهه، باوري شو چې د نن ټولې اړتياوې پوره شوې، اوس يواځې وروستۍ اړتيا- په بوينه بړستن ورننوتل پاتې وو. خوب يې سترګې پټې پټې کولې او د دې اړتيا د پوره کولو لپاره بوينه بړستن تر ټولو ښکلې وه. کټ ته وخاته او بړستن يې په ځان کش کړه…
د اور لمبې په کمېدو او ګل کېدو شوې… شپې بنديوان د ورځې اړتياو ته پرېنښود… سهار هغه ونشو کړی چې په هېنداره کې خپلې بدلې شوې سترګې وويني…
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي