بهاند شهکارونه بې خونده کړي!

لیکوال: ضمیر څار
[pukhto]
دوهمه برخه
شپږم: د مترادفاتو راوړل
د خدای بښلي استاد سعدالدين شپون يوه خبره مې نيم و نيمګړې ياده ده چې ويل يې: په نثر کې کليمې داسې کاروئ لکه پیسې مو چې پرې ځي. دا خبره ډېره ژوره ده. يوه خبره چې په دوهم ځل کېږي، پر لوستونکي/ اورېدونکي درندېږي. د شپون صاحب د خبرې په اساس، زمونږ ژباړن، نه پوهېږم کليمې په لاره موندلي او که کوم ډېر تخفيف-لرونکي دوکان سره مخامخ شوی دی. لاندې بېلګې په ترتيب د لومړي ټوک لومړي مخ، د همدې ټوک ۵۵۰ مخ او د دوهم ټوک په لومړي مخ کې دي:
“هغې خپل ميړه ته خبر ورکړی و، چې نور له دې سره په يوه کور کې يو ځای ژوند نه شي کولی.”
“…او بلاخره د ليکلو د ستر او پراخ مېز تر څنګ….”
“… چې دغه پرېکړه، په همدې ډول مني او که نه يې مني.”
په دوو لومړيو جملو کې (يوځای او په يوه کور کې) او ستر او پراخ، د مترادفاتو په شکل راغلي دي – که له دواړو څخه يې يوه کليمه يا ترکيب انتخاب شوی وای، کار کېده او وروستۍ جمله که ‘مني او که نه’ راغلی وای، خوند به يې کړی وای.
اووم: ګونګیتا
يوه بله نيمګړتيا چې د بهاند نثر يې له لوستلو محروم کړی او يو شهکار يې ټپي کړی، هغه ګونګتيا ده. نهپوهېږم ولې جملې اوږدې شوي او غځېدلي چې کله ناکله يې د مفهوم اخېستنه ګرانه کړې ده. ګونګې بېلګې څه ناڅه پورته هم ذکر شوې وې، دلته د لومړي ټوک په لومړي مخ کې راځي:
“ټولو دا احساسوله، چې د دوی ګډ ژوند کومه مانا نه لري. په هر انګړ او کوڅه کې، که هره ډله خلک، آن په تصادفي ډول هم سره يوځای اوسېدلي وای، تر دوی نه؛ د اوبلونسکي د کورني تر غړو او د هغو د چوپړانو تر اړيکو به، د هغو خلکو اړيکې ريات (زيات) وي. ښځه له خپلې کوټې، نه راوتله او د مېړه دا درېيمه ورځ وه، چې په کور کې نه و.”
يا دا بله بېلګه، چې د همدې ټوک په ۵۵۰ مخ کې راغلې، وګورئ:
“الکسي السکاندروويچ، دوه واره په کوټه کې لاړ او راغی او بالاخره د ليکلو د ستر او پراخ مېز تر څنګ، چې لا د مخه، چوپړ ته ننوتل او شپږ شمعې یې پرې درولې او لګلوې، ودرېد.”
دا بېلګې یو خو سختې بې خونده دي بل ګونګې دي.
اتم: خپل سری نيولوګيزم
د بهاند په ژباړه کې ځای ځای د نيولوګيزم څرکونه ښکاري چې دا بيا يوه بله ژبپوهنيزه ستونزه رازېږوي.
نيولوګيزم نوی لغت رامنځته کول او يا هم يوه پخواني لغت ته نوې مانا ورکول دي.
د نويو لغتونو جوړونه او يا ټاکنه د يوې رسمي مرجعې کار دی که داسې ونه شي او هر څوک په خپل سر نوي الفاظ اېجاد کړي، ژبه به له کاره وباسي.
زمونږ ژباړن هغه روسي کليمه چې په انګريزې کې Porter ورته غوره شوې او مانا يې لېږدونکی/حامل دی، په’چوپړ’ترجمه کړې. د لومړي ټوک په ۵۵۰ مخ کې وګورئ:
“‘Unharness and admit no one,’ he said to the porter’s question…”
“هغه چوپړ ته وويل: آسونه دې بوزي او زه هم څوک نه منم…”
دلته د چوپړ کليمه کاملاً په يو نوي مفهوم کارول شوې. دوهم ټوک د درې سوم مخ په څلورم پراګراف کې د مټې کلمه نه پوهېږم څنګه راغلې ده. دا ټکی په همدې مخ کې بيا تکرار شوی. زه يې په مانا نهپوهېږم او ګوندې سهوه شوی نهيم، دا هم د نيولوګيزم يوه بېلګه ګڼم. دا جمله داسې راغلې ده:
“کله چې ليوين پاڅېد، سپوږمۍ لا ځلېدله، خو اوس مټې تته وه.”
د دې انګرېزي ژباړه بيا داسې شوې ده:
“The moon, which was still shining when he set out, now merely gleamed…”
نهم: له ځانه د جملو زياتونه/کمونه.
له انګرېزي اناکارينينا سره د بهاند د پښتو اناکارينينا ټاکليو برخو په پرتلنه کې راته دا هم جوته شوه چې يو نيم کلمات او جملې بې ضرورته ورزياتې شوي او يا ترې کمې شوي دي. د لومړي ټوک په ۵۵۱ مخ کې راځي:
“کورنۍ، څوک په فرمان ړنګولی نه شي، يا د کورنۍ د يوه غړي، مېړه يا ښځې په ځانګړې اراده او غوښتنې او ان د يوه په کړې ګناه او جرم.”
د دې انګرېزي ده:
“A family may not be destroyed by the caprice, arbitrariness or even crime of one of the spouses, and our life must go on as before.”
په پښتو کې د فرمان کليمه ذکر شوې خو ما په انګرېزۍ کې ونه مونده. نهپوهېږم چې له انګرېز ژباړن نه پاتې شوې او که بهاند له ځانه ورزياته کړې ده. په انګريزي جمله کې، يا دکورنۍ د يوه غړي، متن هم نهترسترګو کېږي.
د دوهم ټوک په ۲۹۹ مخ کې، د انګرېزي ژباړې په رڼا کې را ته ښکاري چې د تولستوي د اناکارينينا يوه نيمه جمله په پښتو کې تري تم شوې ده.
“‘What are you doing up so early, dearie?’ the muzhik’s old woman, stepping out of the cottage, addressed him amicably as a good old acquaintance. ‘Going hunting, auntie. Is this the way to the marsh?’ ‘Straight through the back yards, past our threshing floor, my dear man, and then the hemp field – there’s a footpath.’ Stepping carefully with her tanned bare feet, the old woman showed him to the fence of the threshing floor and opened it for him. ‘Straight on and you’ll hit the marsh. Our boys took the horses there last night.’”
د بهاند په اناکارينينا کې داسې ده:
“د سرای خاونده، بوډۍ، لکه پخوانۍ مهربانه آشنا په خورا خوږه ژبه ليوين ته وويل: رښتيا ولې دومره وخت راپاڅېدلي ياستئ؟
– رور جانې، غواړم ښکار ته لاړ شم. له دې لارې ډنډ ته ورتلای شم؟
– مخامخ شا ته، زموږ د درمند ځای خوا ته، مهربان سړيه،
بوډۍ په بربنډو لمر وهلو پښو، آرام قدمونه اخيستل او ليوين يې د درمندځای خوا ته بدرګه، د لښتو او وښو د کټارې دروازه يې ورته خلاصه کړه.
– د دې له پاره چې ډنډونو ته ورسې، مخامخ به لاړ شئ. زموږ هلکانو پرون پر آسونو له هماغې لارې بوتلل.”
په دې ځای کې، سره له دې چې مکالمې ډېرې خرابې ترجمه شوي دي، د زړې ښځې دوهمه خبره، په پښتو کې، بشپړه نه ده:
“‘Straight through the back yards, past our threshing floor, my dear man, and then the hemp field – there’s a footpath.’”
“مخامخ شا ته، زموږ د درمند ځای خوا ته، مهربان سړيه،”
لسم: د ژبې د ښکلا نه شتون.
ناول، لنډهکيسه، ادبي ټوټه او دې ته ورته هنري نثرونه د ژبې پر ښکلا ډېره تکيه کوي. په بله وينا، دا اثار د معلوماتو نه بلکې تر ډېره د خوند لپاره لوستل کېږي – عيناً لکه د فلم کتل. د هنري اثارو ژباړه په همدې ګرانه ده چې له ژباړن يې د هنر پنځونې توقع هم کېږي. ويل کېږي چې اکثر ښه ژباړل شوي شعرونه په اصل کې په دوهمه ژبه له سره تخليق شوي دي.
لطيف بهاند، دا کار څه نا څه کړی دی خو کافي نه دی؛ يا که ووايم، بېخي په نشت حساب دی. د بېلګې په ډول، د ناول د لومړي ټوک په لومړي مخ کې يو ترکيب د ګوتې خوږې کړې په شکل کې تر سترګو کېږي. دا يوه ښه هڅه ده خو دا په خپله او دې ته ورته نورې هڅې کله کله پردۍ ښکاري – لکه د جلالاباد په ښار کې چې څوک دريشي وکړي.
د بهاند د اناکارينينا د درې سوم مخ يو پراګراف ما له سره د انګليسي متن په رڼا کې وژباړه. هڅه مې وکړه چې هنري نزاکتونه یې وساتم، قضاوت پرې لوستونکو ته پرېږدم. لومړی د بهاند، بيا انګرېزي او وروسته خپل متن راوړم.
“لاسکا په خوښۍ ځان نرۍ لارې ته برابر او په منډه، منډه وړاندې لاړ. ليوين هم په چټکو، خو ارامو ګامونو هغه پسې ور روان او دم په دم يې آسمان ته کتل. هغه دا هيله لرله، چې ډنډ ته تر رسېدو مخکې لمر را و نه خېژي، خو داسې برېښېده چې لمر صبر نه درلود.
کله چې ليوين راپاڅېد، سپوږمۍ لا ځلېدله، خو اوس مټې تته وه. سهارني ستوري چې مخکې ټول له ورايه ښکارېدل، اوس دې بايد لټولي او ليدلي وای. هر هغه څه چې د دښتې په لمنه کې، تت برېښدل، اوس له ورايه ليدل کېدل.
دا د شوتلو پټي وو. شبنم چې د لمر تر رڼايي مخکې نه معلومېده، د نييونو او شنېليو په جلا، جلا کتارونو کې د ليوين پښې او کميس تر ملا پورې لامده کړي وو. د سهار په رڼې خاموشۍ کې، هسې مټې کوم غږ هم اورېدل کېده. د ليوين د غږ له څنګه غومبسې تېرې او د مرمۍ د غږ په شان شور يې پورته کړ. وې کتل او غومبسه يې وليدله، بيا بله او بيا هم درېيمه. هغه ټولې د غومبسو له ځالې را الوتې او د ډنډ په نييونو کې ورکېدې.”
“Laska gaily ran ahead on the path; Levin followed her with a quick, light step, constantly glancing at the sky. He did not want the sun to come up before he reached the marsh. But the sun did not tarry. The moon, which was still shining when he set out, now merely gleamed like a bit of quicksilver; the morning star, which could not be missed earlier, now had to be looked for; the spots on the distant field, indistinct before, were now clearly visible. They were shocks of rye. Still invisible without the sun’s light, the dew on the tall, fragrant hemp, from which the heads had already been plucked, wetted Levin’s legs and his blouse above the waist. In the transparent stillness of morning the slightest sounds could be heard. A bee whizzed past Levin’s ear like a bullet. He looked closer and saw another, then a third. They all flew out from behind the wattle fence of the apiary and disappeared in the direction of the marsh.”
لاسکا پر نرۍ لارې منډې وهلې؛ ليوين ورپسې و، ګامونه يې چټک و خو منډې ته نه پاتې کېدل، هره شېبه به یې اسمان ته کتل؛ زړه يې و چې لمر دې تر ده وړاندې ډنډ ته لاسونه نه راغځوي خو لکه چې د لمر صبر نهکېده
سپوږمۍ، چې لا شېبه د مخه رڼا خوروله، اوس رنګ-الوتې وه. د سهار ستوري، چې لږ وړاندې ځان په خپله ښکاروه، اوس به دې سترګې پسې ستړې کولې. لېرې تور ځايونه، چې مخکې نه سره بېلېدل، اوس صفا سوتره ښکارېدل. د غنمو درمندونه وو. لا هم د اوږدو او خوشبو بوټو په پاڼو کې پرتې پرخې، چې وړانګو لا نه وې موندلې، د ليوين پښې او کالي لامده کړل – نم يې تر ملا پورې ورسېد. د سهار په شفافه خاموشۍ کې به کوچنی اواز هم اورېدل کېده. يوه مچۍ ‘ويز’ کړل د ليوين له غوږه لکه مرمۍ داسې تېره شوه. چې ورته ځير شو، بله يې وليدله او پسې يې درېيمه سهي کړه. هغوی د شاتو د مچيو له کندو څخه چې لرګينې کټارې ځنې راتاوې وې، را الوتلې، ډنډ ته تللې او بیا ورکېدې.
پايله:
زما کرهکتنه ممکن نيمګړتياوې ولري – زه په روسي ژبه نه پوهېږم چې د ښاغلي لطيف بهاند ژباړه مې له اصل سره مقايسه کړې وای. په هر صورت، د هنري نثر د ليکوال او سرسخت مينه وال په حيث مې ځان ته دا حق ورکړ چې د اناکارينينا پر ژباړه نقد وکړم او خپل برداشت له نورو سره شريک کړم. د دې نقد په ترڅ کې ځينو نتيجو ته ورسېدم.
لومړی: د اناکارينينا ژباړه له يو عالم ستونزو ډکه ده. ژباړه ټکي په ټکي شوې ده، مناسبې کليمې انتخاب شوي نه دي، د پښتو جملو نحوي جوړښت تر پښو لاندې شوی دی، ضميرونه او نورې کليمې بې حده ډېرې تکرار شوي دي، د نامناسبو کليمو انتخاب، مترادفې کليمې او ترکيبونه راوړل شوي، خپلسری نيولوګيزم شوی، کليمې/جملې کمې يا زياتې شوي، ګونګتيا لري او د ژبې ښکلا ته توجه نه ده شوې.
دوهم: د هنري ژباړې لپاره يوازې دا کافي نه ده چې په لومړۍ ژبه دې پوی شې.
درېيم: د هنري نثر د ژباړې لپاره بويه چې ژباړن دې د دوهمې يا مورنۍ ژبې ليکوال وي، په ځانګړي ډول د لنډو کيسو، ناول او ورته فورمونو.
څلورم: په پښتو ژبه کې هر څوک د سمې ژباړې وړتيا نهلري؛ نو د نړۍ شهکارونو ته د نوم د ګټلو په خاطر بندونه اچول، له ژبې او ولس سره جفا ده. فکر نه کوم چې اوس دې بل پښتون لیکوال د اناکارينينا ژباړې ته زړه ښه کړي، ځکه يو ځل ژباړل شوی دی – وار يې تېر شوی دی. یو اثر چې یو ځل وژباړل شي، ښه وي که خراب، بیا یې بل څوک ژباړې ته زړه نه ښه کوي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي