بوډۍ

عطاءالله ځواب
يوه بوډۍ ښځه سيند غاړې ته په چوکۍ ناسته وه، سپين دسمال باندې يې سر تړلی و، د يو ځوان ورته پام شو، خواته يې ورغی، د مخ داغونو ته يې ځير شو، تازه ښکارېدل.
– کېناستي شم؟
– نه!
– زه پوهېږم چې تا ډېر درد ليدلی کېدای شي زه درسره مرسته وکړم!
– څه پوه شوې، چې ما درد ليدلی؟
– له څهرې دې ښکاري!
– ههههههه دا هېڅ هم نه دي، درد زما زړه ليدلی.
بوډې په زړه لاس کېښود، ډېره موده پس يې خندلي و، هغه هم له درده.
– مئينه وې؟
– هو، زه مئينه وم!
– هيله کوم ما په هر څه پوه کړئ؟
– کېنه؛ ته راته سم انسان ښکارې، خو خدای دې خېر کړي.
– کيسه مو که وکړې خوشاله به شم؟
بوډۍ داسې په خبرو شروع وکړه: شل کاله مخکې د اتلس کالوځوانه جلۍ وم، پلار مې واده کړم، لور مې پېدا شوه، مېړه مې ورک شو، په همدې کې درې کاله ووتل، له لور سره مې يو ځای اوسېدم.
يوه ورځ راته د کوڅې يو خان راغی، ما ته يې د واده ياده وکړه، ما په کې سوچ ونکړ، ځکه د سوچ څه راته نه و پاتې، يوه اونۍ نه وه تېره، په ما ظلم شروع شو، د کور ټول کارونه، مرداري ماشومان او هر څه به ما سمبالول.
د ډېرو کارونو نه مې زړه نور چاودېده، يو کال ووت، لور مې د څلورو کالو شوه، چې خبر راغی، ورک شوی مېړه دې پيدا شو.
زه ډېره خوشاله شوم له دغه ځایه هغه ځای ډېر ښه و، ورک مېړه مې زه وړلم، خو دې بل ظالم نه پرېښودم، هره ورځ به د دوی سره لانجه وه، کله به هغې وهل خوړل او کله دې.
يوه ورځ دې وهل خوړلې و، راغی په ما يې وارونه پيل کړل.
بوډۍ مخ ته لاس ونيوه، دا داغونه چې ښکاري دا د دې خاين له لاسه دي، هماغه ورځ يې راته سر په شيشه کې ننيست، زه زړه نه يم، زه د دې انسانانو وحشتونو زړه کړم.
يو کال به نه و شوی چې دا وار مې د پخواني مېړه د مرګ خبر واوريد، ډېره خفه شوم يو وارې يې په ورکيدواو اوس په مرګ.
زما ژوند نور تر يوې سپي هم بدتر شوی و، وتښتېدم لور مې هم ځان سره کړه، هر چېرته لاړم، هر چاته لاړم خو ځای يې رانکړ، ډېرو به يواځې زه غوښتم.
بوډې د سيند هغې برخې ته لاس ونيوه چې يو وړوکی پول تېر شوی و، زه او لور مې يوه ورځ هلته ناست وو، ما ته خوب راغی او ويده شوم.
چې له خوبه پاڅېدم لور مې نه وه، ډېرې چغې مې ووهلې، ډېره وګرځېدم خو پيدا نه شوه.
يوه مياشت مې ورپسې دا کوڅې ستړې کړې، اخر مجبوره شوم ويل به مې سيند ته غورځيدلي نه وي.
ما هم ځان سيند ته ګوزار کړ، نوره په ځان نه وم پوه شوې چې سترګې مې خلاصې کړې، روغتون کې پرته وم، ډېره خفه شوم چې ولې مړه نه يم.
د ښار په شګۍ کې يې راته يو خيمه ځای راکړ، څو وار مې د ځان وژلو هڅه وکړه خو کاميابه نشوم، دې ظالمه دنيا کې مې نه څوک مرګ ته پرېږدې او نه ژوند ته.
اوس د ښار په کوڅو کې ګرځم، له دې ځایه مې هم بد راځي، ځکه دلته هم ډېرو خلکو لاسونه راواچول، ډېرو سپکه کړم، ډېرو وځورولم، اوس راته د ښار خلک په ښه سترګه نه ګوري!
ايا ما خپله داسې ژوند غوښته، که زه تاسې انسانانو دې حال ته راوستم؟
زما خدای هم په ما رحم ونکړ، زه اوس هم د هغې عبادت کوم او د ورکې شوې لور په لټه کې يم، داسې نه چې د هغې ژوند هم زما په څېر شي.
ځوان غلی له چوکۍ پاڅېد، له ځان سره يې وويل: زر له دې ځایه ځه، چې له تا کوم ظلم ونشي.
بوډۍ ته يې وکتل، هغې نه غوښتل چې کوم انسان وګوري، سترګې يې سيند کې ننيستې او د کارغانو اوازونه ته غوږ شوه…
تبصرې
تبصرې بندې دي