تابوت

لنډه کیسه: نور عمر
[pukhto]
په ښار کې ګڼه ګوڼه ډېره وه، ټول خلک د تابوت جوړونکي له دوکان نه داسې راچاپېر وو ته به وای لکه بندیانو ته چې محبس کې ډوډۍ ورکوي، زه مې د ملګري دوکان کې یوه پښه په بله اړولی ناست وم، ځان مې سره اخوا دیخوا، تاو راتاو کړ او له ملا مې ټکونه وویستل، وروسته مې په نرمه لهجه له ملګري پوښتنه وکړه
ـ اختره! دلته هر ورځ دومره ګڼه ګوڼه وي؟
د دوکان چت ته یې وکتل، د تنور لوخړې د چت په سوري کې بهر وتلې او د پاس صفا هوا سره به یوځای کېدلې، بېرته یې سر ځوړند کړ، تناره ته یې یوه ډوډۍ وردننه کړه، سیخان یې راواخیستل او دوه پخې ډوډۍ یې راوویستلې، خؤله یې په خپله لمن وچه کړه او ځواب یې راکړ
ـ هو وروره! دا مو د وطن او تابوت جوړونکي روزمره حال دی
څه مې ونه ویل، هغه بیا سیخان راواخیستل او دوه پرلپسې نورې پخې ډوډۍ یې هم له تناره راوویستې، بهر مې وکتل د باران اوبو تړکار جوړ کړی و، خو زه حیران دې ته وم چې زما له ملګري په دا یخه یخنۍ کې څنګه داسې خؤله روانه وه؟
هغه راته ډوډۍ وتړلې، زه نن پس له ډېرې مودې له وظیفې خپل کور ته راغلی وم، اجازه مې ترې واخیسته او د خپل وراره سره موټر کې کېناستم
ماښام ته لږ وخت پاتې و چې کور ته ورسېدو، زما په لیدو د کور هر غړي ښه بې درېغه خوښي وښوده، د ماخستن ډوډۍ نه وروسته خپلې کوټې ته لاړم، ښځې مې نن ځان ښه سینګار کړی و، ښکلې ښکارېده د هغې په لیدو مې ورته وویل
ـ داسې دې ځان جوړ کړی لکه نن دې چې د واده لومړۍ شپه وي، په خندا شوه هیڅ یې ونه ویل.
د شپې یوه بجه شوه خوب کې وویرېدم، ښځې مې راپورته کړم ویل یې څه چغې دې شروع کړي؟
اوتر اوتر مې د کوټې څلورو دېوالونو ته وکتل، نور څه مې ونه ویل خو یوازې اوبه مې وغوښتلې، په جړک له ځایه پورته شوه او د څو دقیقو وروسته بېرته راننوته، په لاس کې نیولی ګیلاس یې زما پر لور ونیو، اوبه مې په ارامه وڅښلې او بېرته اوږد وغځېدم.
***
د ننګیال ټول مخ په وینو و، زما شعبې ته په وینو لت پت راننوت، غوسه برېښېده، یو څو زغردې خبرې یې راته وکړې، خو بېرته به یې ځان کنټرول کړ، وروسته یې رامنډه کړه او له ګرېوانه یې ونیولم، ځان مې خلاصوه خو هغه دومره کلک نیولی وم چې د خلاصولو هیڅ امکان نه تر سترګو کېده، په چغو چغو یې ویل
ـ ته بې غېرته یې، ته خاین یې، ته خود خوا یې، ته غل یې، ته انسان خرڅوونکی یې، تا زمونږ په سر معامله وکړه، تا زمونږ د بې وزلو پلرونو او میندو په سترګو کې اوښکې راوستې، زمونږ ټول کنډک ستا د خیانت له امله تباه شو، ته ښه پوهېدې چې هلته مخالفینو کمین نیولی خو بیا دې هم مونږ په یو یو شاجور هلته ولېږلو، تا زمونږ په سرونو پیسې اخیستي، تا به خدای ونه بښي، ته به دوزخي شې، وروسته یې له ځانه ټېل وهلم او بېرته په وینو لت پت له خونې ووت
د هغه څو شېبې لا تېرې نه وې چې جعمه خان راغی، ده خو سم د لاسه ګرېوان ته لاس راواچوو او په ځمکه یې راوغورځولم، د هغه له بدنه تازه وینه زما په سپینو جامو داسې راروانه وه لکه له اسمانه چې په شړک سره د سرو اوبو باران ځمکې ته راښکته کېږي، د ننګیال په څېر خبرې ده هم وکړې، خو دا لږ توند و، ده مې په ستوني پښه راکېښوده، ساه مې دومره بنده شوه چې ان د عزرایل ع سلام لاسونو ته یې ورکړې وه، چغه مې کړه، خو اواز مې بهر نه راوته ښه ډېرې چغې مې ووهلې خو د اواز درک نه لګېده.
ښځې مې په مخ وړه څپیړه راکړه او له خوبه یې راویښ کړم، پرته د ځنډه یې وویل
ـ نن درباندې څه شوي؟؟
په دواړو لاسونو مې خپل ستونی وکته، روغ رمټ وم، یوازې ویرېدلی وم، زړه مې وویل چې ښځې ته حال ووایم، د ټول حال نه يې خبره کړم، خپله اصلي څهره ور وښايم، تر څو زما د شريف مخ شا ته دوکه مار او فریب کار مخ هم وګوري. ومې ويل:
ـ غوږ شه!
ښځه مې د چپرکټ یو څنګ ته پرته وه او زه بل ته، زما په خبرې رالنډه شوه او په تلوسه یې وپوښتل
ـ څه سړیه؟
غاړه مې تازه کړه، د مېز له سره مې د اوبو نیمایي ګیلاس راواخیست، اوبه مې وڅښلې او ومې ویل
ـ د کنډک د یو ګروپ په سر مې پیسې اخیستې وې، چې هاغه ساحې ته یې ورولېږم کومه کې چې دښمنان تیار ګوته په ماشه ناست و.
ښځې مې چې دا خبره واورېده، څهره یې هیجاني شوه، دواړو مخونو ته یې خپل دواړه لاسونه ونیول، لږه په شا شوه، زیاته مې کړه
ـ په خوب کې راته ننګیال او جمعه خان راغی، دواړه خپه وو او دواړو له ګرېوانه نیولی وم، ما د هغوی ژوند واخیست، د هغوی کورنۍ ما د غم په ټغر کېنوله، د جعمه خان د مور همدا یو زوی و او هغه هم ترې ما واخیست، د هغوی د شهید کېدلو اصلي لامل زه یم، هغوی خوارانو راته ډېر وویل چې هغه ساحه په دومره کمو کسانو نه کنټرولېږي او نه په دومره کمو کسانو مونږ جګړه کولی شو، خو ما بیا هم ورولېږل.
د ښځې له سترګو مې اوښکې راروانې وې، زه غلی لکه غټ مجرم چې د قاضي پر وړاندې د خپل جرم اعتراف کړی وي او ولاړ وي داسې وم، ما هم اعتراف کړی و، خو زه د بښلو نه وم، زه بېرته اوږد وغځېدم خو د ښځې د ژړا له لاسه مې خوب ونه کړ.
سهار وختي مې سترګې لږې ورغلې وې چې کور ټول چغو په سر واخیست، بهر اوتر راووتم ټولو ښځو خپل سرونه شکول به خوشکه او لوړ اواز مې وپوښتل
ـ څه خبره شوې؟؟؟
د کور په انګړ کې مې د ښځې په شا سترګې ولګېدې چې په غیږ کې یې کوم ماشوم نیولی او ژاړي، په منډه ورغلم ومې کتل زما زوی و، د لږ وخت لپاره په ځان نه وم پوه شوی خو لکه بوت داسې مې د ښځې او زوی ننداره کوله، په هغه د چوک منځ کې بم رالوتی و، د ده په شمول ډېری نور افغانان هم د بم ښکار شوي وو، مازیګر هماغه د تابوت جوړولو دوکان ته ورغلم او زه هم د نورو په څېر نن د خپل زوی تابوت اخیستلو ته په کتار کې ودرېدم.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي