ترور خان

عطاءالله ځواب
ترور خان کوټې ته ننوت!
– مورې! ثواب ګل څه شو ؟
– بيا څه ټکه راولېدلې؟
– خبرې راباندې مه تکراروه!
– ويده دی مه يې راويښوه، پښه کې يې ميخ تللی، له درده خوځېدی نشی.
– ميخ پکې تللی څه په ټوپک خو نه دی لګيدلی
ترور خان په غوسه بلې کوټې ته لاړ ، ويې ليدل چې ثواب ګل پروت دی.
وروړاندې شو، پټي ته ولې نه وې تللی؟
د ثواب ګل له خولې غږ نه وت.
ترور خان وويل: ښه ويښ دی خو ځان يې په ويدو وهلی، يوه کلکه لغته يې ورکړه، هغه ټوپ که، ځان يې کونج ته کړ، مخ ته يې لاسونه ونيول چې کوم بل وار ونه خوري.
– پاسه کنه
– لالا زه ناروغه يم !
– ښه ناروغ يې!
دا وار يې په ثواب ګل ورټوپ کړ، خو هغې لکه د پيشو په شان ځان په غاړه وويست، ترور خان د هغې په ځای کې ورولوېد، سر يې له کټ پښې سره ولګېد، له خولې يې چغه ووته: د رزيل زويه زه به تا سره ګورم.
ثواب ګل د مور خواته ځان ورسوه، ټولې ښځې اريانې دريانې وې چې څه شوي؟
ترور خان لاسونه په سر ايښې ول: څه شو ثوابی؟
مور يې وويل: زويه په کرار شه، څه خبره ده؟ او دا سر دې ولې وينې دی.
– دا د دې سپي د لاسه
– څه يې کړي؟
– زما سر يې رامات کړ
ثواب ګل وويل: مورې دا دروغ وايي خپله راوغورځېده!
ترور خان يې خبره غوڅه کړه، ښه دا دلته پټ دی، د سره يې لاسونه ايسته کړ او ور وړاندې شو.
مورې مخکې راغله: اخوا چې لاس رانوړې.
– ايسته شه، څه ته يې راباندې وژنې!
ترور خان چې لاس ورتېراوه، ثواب ګل ځان په بل طرف له کوټې نه انګړ ته کړ
هغه هم ورپسې شو، د ښځو له خولې يا الله خير غږ ووت.
د غوجلې په خوا کې د ثواب ګل پښه خويه شوه او راپرېوت.
ترور خان ورمنډه کړه، خبره مبره يې ونه کړه، سمدواره يې په غېږ کې اوچت او ځمکې ته راوويشت.
يو درب شو، ښځو چغې کړې او د ثواب ګل خواته يې ځان ورورسوه.
هغه بې هوشه و، ساه يې بنده – بنده کېده.
مور يې کوکې او ښېراوې شروع کړې، د ترور خان مخ ته يې څپېړې ونيوې.
ترور خان د بوت په څېر ولاړ و!
تبصرې
تبصرې بندې دي