تر نڅا وروسته

ژباړن: وصيل فيضي
[pukhto]
. . .کله چې زه د هغوی د کور څنګ ته ورسېدم. په بل سر کې یې چې پوځي میدان و، ما یو ډېر لوی څه ولیدل چې تور ول، او ما د پوځي تولې او ډول غږ هم ورسره واورېد. زما زړه له سندرو ډک و او په تصور کې مې د (Mazurka) غږ نغښتی و، خو دا ډېر ځوروونکی موزیک و. هغسې ښکلی نه و.
„دا څه کېدای شي؟“ له ځان سره مې ویل، او د دې غږ لور ته په یوې ښوی لار د میدان په منځ کې ورروان شوم. یو سل قدمه به وړاندې لا تللی نه وم، چې نور تور څیزونه مې هم د سهار په ورېځ کې تر سترګو شول. دا سرتېري ول. ما له ځانه سره وانګېرله چې دا به برمهکوونکي وي.
نو د یوه آهنګر په ملتیا، چې خیرنه کورتۍ یې اغوستې وه، ټول ځان یې تور و او یو څه ورسره ول، هماغې لور ته وړاندې لاړم. هغه تر ما وړاندې روان و چې موږ هغه ځای ته ورسېدو. سرتېري په تورو درېشیو کې په دوو کرښو کې یو بل ته مخامخ بېحرکته ولاړ او ټوپکونه یې څنګ ته ول. د دوی تر شا د پوځي تولو او ډولونو غږوونکي ول چې بې واره یې هماغه بېخونده موسیقي غږوله.
„دوی څه کوي؟،“ له آهنګره مې وپوښتل، چې زما څنګ ته ولاړ و.
„یو تارتار په دې خاطر وهل کېږي چې هڅه یې کوله دنده خوشې کړي،“ اهنګر په قهرجنه بڼه دا خبره وکړه او د کتار پای ته یې په ځیر کتل.
ما هم هماغې لور ته وکتل، او پام مې شو چې د کرښو تر منځه یو ډاروونکي څه زما لور ته راخوځي. هغه څه چې زما لور ته راروان ول، یو نارینه و، چې تر نامه بربنډ کړای شوی و او په داسې پړو تړل شوی و چې څوکې یې د دوو سرتېرو له ټوپکونو سره تړلې وې او تر هغه وړاندې رهي ول. د کرښې په دې خوا کې یو پوځي ډګروال له پوځي خولۍ او اوږد بالاپوش سره قدم واهه چې څېره یې ما ته اشنا وبرېښېده. قرباني د هغو ګوزارونو سره چې له دواړو خواو پرې ورېدل وړاندې راروان و، ټول وجود یې غوڅ و، او پښې یې په واورو کې ښویېدې. هغه ځان شاته ګوزار کړ، خو هغو پوځیانو چې دی یې راروان کړی و بېرته وړاندې ټېله کړ. اوس هغه وړاندې وغورځېد، او هغوی بېرته ژر راپورته کړ؛ په داسې حال کې چې څنګ ته یې دنګ افسر په غوصه کې ټینګ ولاړ و. دا د سپینو برېتو او ګلابي مخ افسر، د ورینکا پلار و.
له هر ګوزار سره سړي، لکه حیران چې شي، خپل مخ اړولو او له درده ډکې څېرې سره به یې هغې لور ته کتل چې ګوزار به ځنې راتله. د سپینو غاښونو په ښوولو سره به یې هماغه کلیمې په وار وار بیا تکرارولې. خو ما یوازې هله دا کلیمې واورېدې، چې کله هغه زما څنګ ته ډېر رانیږدې شو. هغه هغوی سره خبرې نکړې، بلکې زارۍ یې ورته کولې؛ „ورونو، پر ما رحم وکړئ! ورونو، پر ما رحم وکړئ!“
خو ورونو پر هغه رحم ونکړ او کله چې دا پوځي ډله ما ته رانیږدې شوه، ما وکتل چې څنګه یوه سرتېري چې ما ته مخامخ ولاړ و، د یوه قدم په اخیستلو سره خپل هغه لرګی، چې قمچینه ورپورې تړل شوې وه، پورته کړ او لاندې یې د سړي پر ملا راکښته کړ. سړی وړاندې وغورځېد، خو سرتېرو بېرته راپورته کړ، او له بلې خوا پرې بل ګوزار راکښته شو، بیا بله بلې خوا بل او بیا له بلې خوا بل.
د سرتېرو مشر یې څنګ ته روان و او کله به یې سړي او کله به یې د هغه پښو ته کتل، ساه یې ویستله، غومبري به یې وپړسول او خپلو پړسېدلیو شونډو سره به یې هوا اخیسته او بېرته ورکوله. کله چې هغوی له هغه ځایه تېر شول چې زه پکې ولاړ وم، زما د هغه سړي ملا ته یوه شېبه پام شو چې وهل کېده. څو رنګونه راته پکې ښکاره شول، لوند، سور، ناطبېعي، ما بېخي باور نشو کړای چې دا دې د یوه انسان بدن وي.
„اوه، زما خدایه!“ اهنګر له ځانه سره وویل.
پوځي ډله وړاندې لاړه. د ګوزارونو باران پر هغه لړزېدونکي او لوېدونکي موجود باندې ورېده. تولې کړنګېدلې او ډولونه ډنګېدل، او د پوځي ډګروال اغېزناک وجود د سړي تر څنګه روان و، یا لږ ځنې شاید وړاندې. او بیا یو دم ډګروال ودرېد، ژر کتار کې یوه پوځي ته ورنیږدې شو.
„زه به یې تا ته درزده کړم چې څنګه یې ووهې،“ ما د هغه قهرجن غږ واورېد. „ته یې داسې وهې؟ همداسې؟“ او ما وکتل چې څنګه د هغه زورور لاس په چرمي دستکشه کې هغه کمزوری، بې وینې، او وېرېدلی سرتېری ووهلو چې د تارتار سور اورمېږ یې په لرګي باندې په کافي شدت سره نه وهلو.
„نوي لرګي راوړئ!“ هغه چیغه کړه، او خواوشا ته یې وکتل. زه یې ولیدم. داسې یې ښکاره کړه چې نه مې پېژني، او په یوه وحشي او قهرجنه بڼه یې ژر مخ واړولو. زه دومره زیات وشرمېدم چې نپوهېدم کوم لور ته وګورم. داسې احساس و لکه زه چې په کومې شرمناکه کړنه کې ګیر شوی وم. ما سترګې کښته کړې او ژر د کور لور ته روان شوم. په ټوله لار کې مې په غوږونو کې ډولونه ډنګېدل او تولو انګازې کولې. او ما هغه کلیمې اورېدې، „ورونو، پر ما رحم وکړئ!“ یا „ته یې داسې وهې؟ همداسې؟“ زما زړه له فزیکي درده ډک و چې بېخي ناروغۍ ته ورته و. دومره چې د کور په لار کې څو ځلې ودرېدم، ځکه دا احساس مې درلوده چې د هغه ډار له کبله به، چې په هغې ننداره کې پر ما خپور و، زه ناروغه شم. زما نه یادېږي چې زه څنګه کور ته او بیا د خپل خوب کټ ته ورسېدم. خو کله چې ویده کېدو ته نیږدې وم، ټول هغه څه مې واورېدل چې هلته پېښ شوي ول او ناڅاپه مې ټوپ کړ.
„حتمن هغه له یو څه خبر دی چې زه ځنې خبر نه یم،“ د هغه پوځي ډګروال په هکله مې داسې فکر کولو. „که چېرې زه له هغه څه خبر وای چې هغه ځنې خبر دی نو حتمن به مې هغه څه چې پېښ شول، درک کولای او پرې پوهېدلای شوم. او زه به یې دومره زیات نه ځورولم.“
خو چې هر څومره زیات مې یې په اړوند فکر وکړ، په هغه څه پوه نشوم چې هغه ډګروال پرې خبر و.، مخکې له دې چې زه ویده شم، ماښام شوی و او بیا مې یوازې یوه ملګري ته زنګ ووهلو او ومې څښل تر هغو، تر څو چې نشه شوم.
„تاسو فکر کوئ چې زه د هغې کړنې په لیدو سره دې پایلې ته ورسېدم چې هغه ناوړه وه؟ اوه، هېڅکله نه. د دې له مخې چې هغه په دومره اطمینان سره ترسره کېدله، چې د هر چا لخوا ډېره اړینه کړنه بلل کېده، هغوی حتمن او بې له شکه په داسې څه پوهېدل چې زه پرې نپوهېدم. نو ما فکر وکړ، او هڅه مې وکړه چې پرې پوه شم. خو له هغې وروسته هم هېڅکله پرې پوه نشوم. او له دې کبله چې زه پرې پوه نشوم او درک مې نشوای کړی، ما ونشول کړای پوځي خدمت ته، چې زما ارمان و، وردننه شم. زه ملکي خدماتي ادارې ته هم وردننه نشوم. او په دې توګه زه د هېڅ کار هم نشوم، لکه تاسو یې چې وینئ.“
„نو ستا د مینې کیسه څنګه شوه؟“ له موږ څخه یوه تن ورته وویل.
„زما مینه؟ له هماغې ورځې راکمه شوه. او کله به هم چې، او ډېر کله داسې پېښ شول، هغه خوبولې او آرماني ښکارېده، ناڅاپي به ما ته هغه ډګروال (چې د هغې پلار و) پر هغه پوځي میدان رایاد شو او ما به دومره ناراحته او بد احساس کاوه چې بیا مې له هغې سره کتل کم کړل. دومره چې زما مینه صفر شوه. هو، داسې څه پېښېدای شي او دا پېښې د یوه وګړي ټول ژوند بدلولای او رهبري کولای شي،“
په پای کې یې داسې وویل او „ښه تاسو ووایئ……..“
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي