تر ټولو ښه تفریح

ژباړه: ميرويس اشنا
[pukhto]
چارلي چاپلین وایي:
یو وخت چې زلمی وم له پلار سره د سرکس د نندارې د کتو لپاره تللی وم، د ټیکټ د اخېستلو لپاره په لین کې ولاړ وو، زمونږ مخ ته یوه کورنۍ چې ډېر ماشومان یې لرل هغوی هم په کتار کې ولاړ ول، له ظاهري بڼې بېوزلي، خو ماشومان یې مؤدب مالومېدل، د شپږو کوچنیانو عمرونه له دولسو کالو څخه کم ښکارېدل، د هغوی جامې زړې، خو پاکې وې. دوه، دوه د پلار او مور ترشا په لین کې ولاړ وو، هغوی چې خوښي او هیجان یې په څېرو کې مالومېده په خپلو کې یې د نندارې په اړه خبرې کولې، څه وخت چې د دوی کتار د ټیکټ پلورنې غرفې ته ورسېده، ټیکټ پلورونکي یې له پلاره وپوښتل:
– څو ټیکټونه اخلئ؟
د ماشومانو پلار ورته وویل:
– د کوچنیانو لپار مې شپږ او د لویانو لپاره دوه ټیکټونه راکړئ.
د غرفې مسؤل ورته دټيکټونو بیه اعلان کړه، دکورنۍ پلار غرفې ته نور وروړاندې شو، په ټیټ غږ یې یو ځل بیا د ټیکټونو د قیمت پوښتنه وکړه:
– وبښئ قیمت یې څو دی؟
ټیکټ پلورنکي ورته بیا بیه تکرار کړه، ناڅاپه د سړي رنګ زېړ واوښت، په ټیټو سترګو یې کوچنیانو او د هغوی مور ته وکتل، ماشومان یې هماغه شان ناخبره په خپلو کې د سرکس په اړه غږېدل، ښکاره خبره وه چې پلار یې کافي پیسې نه لرلې چې د ټولو لپاره پرې ټیکټونه راونیسې، حیران و چې څه وکړي؟
زما پام شو چې پلار مې خپل جېب ته لاس ننویست او د شلو ډالرو یو نوټ یې په ځمکه وغورځاوه، بیا ځمکې ته ټیټ شو نوټ یې راپورته کړ د ماشومانو پلار يې په شا وټپاوه ورته ویې ویل:
– وبښه ښاغلیه؛ دا پیسې دې له جېبه وغورځېدې، واخله!
سړي چې مخ راوګرځاوه په سترګو کې یې اوښکې ځلېدې، ويې ویل:
– مننه ښاغلیه!
د کوچنیانو پلار له څېرې شریف سړی ښکارېده، د دې لپاره چې د خپلې کورنۍ په مخ کې خجالت نه شي زما د پلار مرسته یې ومنله.
مونږ تر هغې په کتار کې ولاړ وو چې ماشومان یې له پلار او مور سره ټول د نندارې ځای ته وردننه شول، زه او پلار مې په کراره د خلکو له منځه راووتو او کور ته ترې روان شوو، په زړه کې مې د داسې پلار په لرلو ویاړ او فخر محسوساوه، هغه ورځ زما د ژوند تر ټولو ښه خاطره او ښه تفریح وه.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي