ته به د زړه په رنځ اخته پاتې شې

احمد جمال جمال
[pukhto]
ارواښاد خوشال بابا وايي:
په اسمان د ګڼو ستورو شمار کول دي
شعر هم هسې نه جوړېږي د ماغ غواړي
دا حقیقت دی چې شعر ليکل د ماغ غواړي او د هر انسان په وس او توان برابر کار نه دی خو بیا په شعر باندې خبرې کول او خپل نظر لیکل تر دې ډېره پوهه او هنر غواړي، ته به د زړه په رنځ اخته پاتې شې.
د سردار اغا کلیوال شعري ټولګه مې ولوسته عام فهمه او روانه شاعري ده، دا ټولګه د کلیوال د مجازې عشق د ناکمۍ کیسه کوي، ناهیلي او نا امېدي په کې څه ډېره تر سترګو کېږي خو کمال يې دا کړی چې د ژبې د سر خبرې يې د نظم او غزل په خوندرو چوکاټ کې پېیلي دي او لوستونکي راخلي.
زه کلیوال چې ستا له کلي تلمه
وایه چې زړه دې خوږېده راپسې؟
سرادار اغا کلیوال په دودونو پوهېږي او ورته قایل هم دی
مورې که غواړې چې ژوندی راشمه
مورې راوشینده اوبه راپسې
دا یو کلیوال انځور دی او مونږ د یوې شېبې لپاره کلي ته بیايي، له کوره وتونکي مسافر پسې اوبه شیندل د اکثره قبيلو کلتوري عمل دی او زمونږ د سپېڅلو لوپټو څښتنې یې په نیک پال نیسي.
د همدې بېت په مصداق ویلی شو چې کلیوال ژوند خوښونکی دی، مینه ویشي خو وینې تويولو ته غاړه نه ږدي، ښاغلی د انسان وژنې په بدل کې په ګټونکي ثواب خوښ نه دی.
دا زه نه وایم کلیوال يې وایي:
وینه تویول له مانه نه کېږي
تېر درته ملا له دې ثوابه یم
د سیاسي شعور د کموالي له کبله ډېرې خلک د سیاسي نظریو او فلسفو د شتون په ارزښت او اهمیت نه پوهېږي دوی غواړي چې هره فلسفه او نظریه دې په نړۍ راج وکړي ګنې ناکامه او فضول ده.خو د دې د اپوزېټ خلک بیا د سیاسي نظریو او فلسفو په ارزښت پوهېږي.
هغوې د مذهبي، فرهنګي، اقتصادي او نیابتي جګړو په انواعو ډېر زر رسي او غواړي چې ولس ته اګاهي ورکړي ځکه خو يې د سیاسي شعور د بېدارولو لپاره غږ پورته کوي چې د مذهب، فرهنګ، جغرافيې او ولس ته تحفظ يې یقيني شي.
کلیوال هم د دغې دویمې کټه ګورۍ سړی دی خو کاش چې په دغه فکر يې لا ډېر کار کړی وای او یا يې په اېنده کې تعقیب کړي دا يې په دې بېت کې لولو.
ولې په کې قتل شو مونږ کومه ګنا کړې وه
جنګ د چا و؟ ووتې ګولې د چا د زړونو نه!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي