توره هديره

لنډه کيسه/ نصرت ارمان
[pukhto]
هديره د بسمينې سويو چغو په سر اخيستې، خو کړيکو، وېښتو شکولو او زاريو يې په خلکو تاثير نه کاوه. هغوی ګلذار قبر ته ښکته کړ او په يوه شېبه کې هغه توروخاوروپنا کړ.
راټول شوي يويو په خپل مخ لاړ . بسمينه د ګلذار په قبر غوړېدلې وه، ستونی يې بند شوی او اوښکې يې درېدلې وې.
بوډۍ ورغله.
– لورې! راجېګه شه، هغه بيا نه راځي.
هغې سرې سترګې ور واړولې.
– چوپ شه! هغه بېرته راځي.
بوډۍ د درد اسويلی وکړ.
– ځان به مړ کړې.
بسمينې بېرته ګلذار ته مخ واړوه.
– پرېږده چې مړه شم. زه خو به ورشم.
سپين ږيري سړي ورغږ کړ.
– پرېږده يې! راځه ترې…
د ماښام تياره خوره شوه، ستړي او درديدلي ماشومان د قبر څنډې ته تکيه ويده شوي، د هغوی واړه لاسونه په خاورو سپېره شوي او د بسمينې کرار زګيروي د هديرې په درنې چوپتيا کې چورلي…
***
سپوږمۍ او راڼه ستوري د ځمکې په ننداره دي، يخه سيلۍ لګي چې د هديرې لرګينه دروازه کړچوي او هلته ګرد چاپېره ولاړ درب نڅوي.
– له پښو خلاصه شوم.
ښځه له دې خبرې سره د دراوزې مخ ته په پرتې تېږې کېناسته. کوم خيالونه يې چې کتلي ول، هغسې نه وه. ګلذار نه و راجېګ شوی، سترګو ته يې اوښکې راغلې او بیا يې په مخ يو بل پسې وڅڅېدې، غوښتل يې چې د زړه چغې راوباسي، خو بچيو ته په کتو يې شونډه د غاښونو لاندې کړه، چې د وجود شور او اور يې مړ شي، خو اور ګرمېده او شور غټېده.
هلکان يې پښو سره کېناستل، هغوی ډارېدل . دواړو د مورپه ورنونو لاسونه ايښي وو او لړزېدل، خو چې پلار به يې ورسترګو ته شو، نو وېره به يې ختمه شوه. د هغه له مړينې کلونه وروسته لومړی ځل و چې دوی يې زيارت ته راتله. مور يې چې پاڅېده دواړه ورسره سم ودرېدل او په دروازه ننوتل. په قبرونودرېدلې جنډې رپېدلې.
سلګونه انسانان د دوی له راتلو ناخبره خپلې نړۍ کې چې د ژونديو له سترګو پنا وه ډوب وو. هغوی چې له ستونزو به يې د خلاصون هڅې کړلې اوس دلته داسې ورک وو، چې ورتلونکو ته يې ښه راغلاست هم نشو کړی! …
دنګ، وچ هلکي وويل:
– ابۍ! د دادا قبر کوم دی؟!
بسمينه له ګلذار سره د تېرو شويو يادونو نه د زوی په غږ راووته. لاس يې مخکې ونيوه.
– هلته وړاندې….
هغوی چې د هديرې ترنيمايي لاړل.د دربو سوزېدلې ايرې يې ولېدې. بسيمنه وارخطا شوه، دګلذار پسې يې سترګې وګرځولې، خو توره هديره کې خپل او پردي قبرونه ورک شوي وو…..
زوی يې پرې بیا غږ کړ: کوم يو؟!…. د بسمينې سر وچورلېد، پښو ته لنډ قبر باندې وغورځېده…
بچيو يې چې مور وليده، وموسېدل او هغوی هم په ډکو سترګو د پلار قبر ته ورمنډې کړې…
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي