تڼاکه
نصرت ارمان
[pukhto]
ځنګېدلی کور ته ننوت، مور یې نغري ته ناسته وه، د ده په سترګو يې سترګې برابرې شوې، ور ته د کتو تاب يې رانشو وړی، په ټيټ سر ورنزدې شو.
د هغې بېرته په تبۍ پرتې ډوډۍ ته پام شو چې ونه سوځي، څه يې کولای شو؟ اوس خو داسې روږدی شوی و چې مخه نيول يې له خدایه پرته د ټولو تر وسې بره وه!
ځوان په برنډه کې پروت کټ ته تکيه وکړه، فکر یې کاوه چې د ژوند د ستونزو په وړاندې مات شوی!
مور د زوی په نشه ليدو بیا مایوسه شوې وه.
څومره کمزورې يم، هغه چې ما راوړی، زما نه دی! په خبره، رټنه، وهنه او په هېڅ مې منونکی نه دی!
دړه يې د اور تېزېدو لپاره نغري ته ور وړاندې کړه، سکروټې وښورېدې، لکه چا چې پارولي وي.
له خولې يې اه ووت!
زوی یې اوتر له کټه جېګ شو.
– وسوځېدې؟
له موره يې سوی هېر شو.
– تل سوځم. ته مې سوځوې! د هغې سترګې ډنډ او قهرجنې شوې.
د لاس په منځۍ ګوته يې پولۍ ودرېده.
زوی د هغې لاس ونيوه، د ده په ورغوي هم تڼاکه وه، چې د مور د مبارزې په شا تمبونه يې څرګندوله…!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي