تېښته

عطاءالله ځواب
زړه مې تنګ و، پارک ته لاړم، لمر ته کېناستم، چې په ميرګل مې سترګې ولګېدې، هغه زما خواته را روان و، ورپاڅېدم، غاړه مې ورکړه.
دا زمونږ د ښوونځي د وخت تر ټولو ښه هلک وه، څنګ کې مې کېناسته، خفه معلومېده، پوښتنه مې ترې وکړه: ولې خواشينی يې؟
– ښوونځی رانه پاتې شو!
– ولې؟
– بس د ښوونکو له امله!
– پوه نشوم، خبره پوره وکړه؟
– زه دا درې کاله کېږي له ښوونځي پټېږم، لومړی ځل چې پټ شوم هغه ورځ مې اوس هم ياده ده، داسې کار و، يوه ورځ مې جامې خيرنې وې، مجبور شوم چې په بدلو جامو کې لاړ شم، په منډه – منډه د ښوونځي مخې ته راغلم.
نه يې پرېښودم، زما په څېر څو نفر نور هم ولاړ ول، څو شېبې وروسته يې پرېښودو، هر يو يې دوه دوه لښتې وواهه، زما نوبت راغی، د استاد چې په ما سترګې ولګېدې، له اورمېږه يې ونېولم، شړک شو، لښته مې په ملا ولګېده.
ما چغې کړې: څه خبره ده؟ څه مې کړي؟
خو چا نه اورېدې، دومره يې ووهلم چې اخر لښته ماته شوه، زه پر ځمکه وغورځېدم، د استاد غږ مې واورېد: بيا له مکتبه په دېوال اوړې!
– استاد زه په عمر نه يم اوښتی، بل څوک به دې ليدلي وي!
– ښه زه دروغ وايم.
دا وار يې تر لغتو لاندې کړم، ما نور څه نه شو کولای ترې مې منډه کړه، ګوډ – ګوډ تر لاسي بمبې لاړم، مخ ته مې لږې اوبه وپاشلې، په ويښتو مې ګوتې تېرې کړې، پوه نشوم چې ټولګي پورې څنګه لاړم.
دروازه مې ټک – ټک کړه، د راځه غږ مې واورېد، ورننوتم، استاد راته لر بر وکتل، راوړاندې شو، له ويښتو يې ونېولم.
– دې غوا څټلي ته ګورئ، په دې وخت راخوشې دی!
زما له خولې غږ نه وت، استاد راته وويل: کله دې پېچکارۍ کړې؟
– نه استاده!
– اوس به يې وکړې.
نور يې صفي او منظور ته غږ کړ، هغوی زه له لاسونو ونيولم، په چوکۍ کېناستل، زما شا تختې ته شوه، استاد ته مې وکتل، له شين پلاستيکه يې ګازي زېړ پيپ راوويست.
شړک شو ما ټوپ کړ، بل شړک يې هم راکړ، چغې مې کړې، نور مې مغزو کار پرېښود، ځکه د دروازې د خوا وهلو درد مې لا په بدن کې و.
لاسونو ته مې زور ورکړ، ځان مې خوشې کړ، له صنفه په منډه د تعمير شاته لاړم، دېوال ته مې وکتل، ټيټ و، اغزن سیم ترې لاندې غورځېدلی و، دا لار ما مخکې نه وه ليدلې، لاسونه مې پرې ورکېښود، په يو ټوپ ورپورته شوم او دا زما لومړی ځل و چې له ښوونځي وتښتېدم….
تبصرې
تبصرې بندې دي