جاکټ

لنډه کيسه/ نصرت ارمان
[pukhto]
هر څه چې بې ګټې شي، نو ارزښت هم له لاسه ورکوي او هر نوی شی د زاړه ځای نيسي، خو ډېر زاړه شيان چې په موزيمونو کې ساتل کېږي، بې ارزښته نه دي!
تاسو به هم داسې څه لرئ چې ګټه ترې نه اخلئ، خو په ليدو يې بېشماره تېرې، هېرې خاطرې دريادېږي او دغه بې ګټې شيان له همدې وجې د ارزښت وړ ګرځي.
زه درته د خپل يو جاکټ کيسه کوم چې ما ته ډېر د ارزښت وړ دی، خو اول بايد دا ووايم چې دا جاکټ مې له کومه کړی و؟
کله چې محصل او مسافر وم نو يوه ورځ پوهنتون ته په لاره شړک باران لوند خيشت کړم، لړزې نيولی ټولګي ته ننوتم، استاد چې زما بد حالت وليده نو محصلينو ته يې مخ کړ: له ده سره همکاري وکړئ چې ګرم شي، خدای مه کړه ناروغ نه شي!
ناستو جونو او هلکانو يو بل ته په کتلو شروع وکړه، ترڅو وګوري چې کوم يو به دا کار کوي؟ لکه چې د هېچا پر ځان يخني پېرزو نه وه!
خو څو شېبې وروسته يوه جينۍ جيګه شوه، همدا جاکټ يې راوويست، راته يې ونيوه: وايې غونده، که څه هم درباندې لوی دی، خو ګرم دی!
ترې مې واخېست، وامې غوست او لکه دې سره چې ما کې کوم لوی بدلون راغلی وي، ټول په خندا شوو، استاد هم خندا ونيوه، زه نه پوهېدم چې له ما څه جوړ شوي؟ او هلته هېنداره هم نه وه! په رخصتۍ کې مې چې کله هغې جېنۍ ته بېرته جاکټ ورکاوه، نوراته يې وويل: ستا شو!
بيا به هلکانو ما سره ټوکې کولې چې ته د هغې خوښ يې، زه که څه هم پوهېدم چې دوی شوخي کوي، خو له هغې ورځې وروسته راباندې هغه جينۍ خوږه لګېده او کله به يې چې راته پام نه و، نو ورکتل به مې او بيا راته داسې ښکاره شوه لکه زه چې په هغې مئين شوی يم!
وروسته چې ما پوهنتون پرېښود، چيپټرونه مې وسېزل، په کتابچو کې مې شعرونه او کيسې وليکلې او هېڅ داسې څه راسره پاتې نه شول چې ما ته يې پوهنتون راياد کړی وی، يواځې همدا جاکټ و چې نه مې غوښتل له لاسه يې ورکړم!
د دې جاکټ يو ښه والی دا و چې ګرم و او بل دا چې هم ښځينه وو پر تن کولای شو او هم نارينه وو، خو دا چې په ما لوی و نو خلکو ته په کې عجيبه ښکارېدم، مګر ما د خلکو باک ځکه نه راوړ چې زه په کې خوشاله وم او دا خو په سخته ورځ يو داسې چا راکړی و چې نوره مې نه شوه ليدی!
نوی ژمی راورسېد، خو د دې پر ځای چې کار وکړم او يا مې له کورنۍ نه د جيمپر د اخېستو لپاره پيسې وغواړم، هماغه بې لستوڼو د زيړو پټو جاکټ مې رابرسېره کړ او زه يو ځل بيا عجيبه شوم!
چې څو ورځې او شپې مې سر په سر واغوست، نو پلار مې راته وويل: چې ځانته نوی جيمپر واخله، خو ما يې خبره يواځې واورېده، جاکټ مې ليرې نه کړ، د يو جېب ځنځير يې کار پرېښی و او د غاړې زيړه پټه يې چې راخلاصه شوې وه، ابۍ ته مې ور کړ چې ټکونه ورکړي.
څه ملګرو راته بيا بيا ياده کړه چې هر ژمی هر ځای کې تا همدا اغوستی وي، بدل يې کړه نور…
هر يو ته به مې سمه ده او هو کوله او په دې کې دوهم ژمی هم په همدې جاکټ کې تېر شو ، دا جاکټ به چې کله خيرو دروند کړ، بيا به مې وويست چې ابۍ يې راته ومينځي او هر ځل وينځلو سره به راته داسې ښکاره شو لکه نوی شوی چې وي.
بيا مې جاکټ خوندي کېښود او نوي ژمي ته انتظار شوم، کله چې مې درېيم ژمي هم دا د زيړو پټو جاکټ واغوست نو د کورنۍ يو غړي ته يې هم خوند ورنه کړ، ورونو مې ويل چې تا خو نور له دې جاکټ نه بڼکې وويستې، خلک به در پورې خاندي.
ما ورته وويل: دا ډېره ښه خبره ده چې زما په کتو خلک خاندي، که بدرنګ په کې ښکارم يا زما ارزښت په نوې جيمپر اغوستو سره زياتېږي، نو سره دې زيات نه شي. او همداسې بدرنګ ښه يم.
نور چا غږ و نه کړ، خو اوس يو يو ملګري زما پرېښودل شروع کړل، ځکه چې هغوی به د دې جاکټ د نه اغوستو غوښتنه کوله او ما دا کله منله؟ په هغه ورځ سخت حيران شوم چې زما يو نېژدي ملګري د واده رالېږلي کارت کې يادونه کړې وه چې هيله کوم په هغه جاکټ کې رانه شې.
هغه رښتيا ويل، هلته به ډېر داسې خلک رابلل شوي وو چې زه يې پېژندمه او کوم چې راسره تېرو کلونو کې مخ شوي وو ضرور به يې زه په دې جاکټ کې ليدلی وم، نو د دې لپاره چې هغوی زه هېڅ ليدلی نه وی، واده ته لاړ نه شوم!
وروسته چې کله زما کوژدن وشوه، هغې ته مو کومې خپلوانې د جاکټ خبره رسولې وه او چې په لومړي ځل مې ورسره په ټليفون کې خبرې وشوې نو جدي يې راته وويل چې ژر ځان ته يو نوی جيمپر واخله او هغه خيرن جاکټ دې ګوزار کړه.
نوره د خلاصون لار نه وه، ښار ته لاړم، خو هېڅ نوی جيمپر مې نه خوښېده، زما خپل زوړ جاکټ خوښ و، خو چاره نه وه، يو جيمپر مې واخېست، جاکټ مې په نه زړه وويست، نور مو بايد سره مخه ښه کړی وی، کاش داسې ځای خو وی چې د اوښکو په بدرګه مې رخصت کړی وی. د نوي جيمپر پلاستيک کې مې واچوه او کور ته لاړم، ستړی او خواشينی وم، ښه مې وګڼله چې ويده شم.
خوب مې ليده چې جاکټ رانه ورک شوی وي او زه ورپسې چغې وهم، لکه غږ مې چې اوري. په خپلو چغو راپاڅېدم، ښه وه چې کوټه کې راسره څوک نه وو. خوب راته تشويش ځکه پيدا کړ چې زما ډېر خوبونه رښتيا شوي وو.
کله چې بهر راووتم نو تياره وه او داسې شړکنده باران ورېده لکه په هغه ورځ چې جاکټ زما ژوند ته راغلی و. ما ته چې بيا هماغه ورځ راياده شوه نو ژر مې هلته منډه کړه چې جاکټ مې په کې اېښی و، نېژدې وه چې غورځېدلی او پښه مې ماته وی، خو خدای خير کړ.
لکه چې د جاکټ ځای مې غلط کړی و، دا سرګرداني هره ورځ ما ته را په غاړه وه، خپل څيزونه به رانه هېر وو چې چرته مې اېښي؟ ډېر کله به ورک شی د لټون په پای کې زما جېب کې راووت، مګر جاکټ خو زما جېب کې نه ځايېده کنه، چرته مې اېښی ؟، څه شو؟ ځان مې پوښتلو.
د ابۍ مې له نغري راپام شو.
– څه لټوې؟
– جاکټ مې.
هغې بيا راغږ کړ: مه يې لټوه!
په زړه مې وخوړه، لکه چې خوب مې رښتيا شوی و!
ابۍ مې زياته کړه: ماښام يو سوالګر دروازه راوهله، باران وهلی و، هوسۍ ته مې ورکړ چې ور يې وړي، نور د اغوستو هم نه و او بله دا چې تا هسې هم نوی واخېست!
اوښکې مې روانې شوې، ټوله شپه مې وژړل، سهار مې له وړې خور هوسۍ نه د سوالګر نښې وپوښتلې، خو هغې ونه شوې ويلی، د نامعلوم سوالګر لټه مې شروع کړه، خو دا د وخت بربادول وو، ما به هغه چرته لټولی؟ بس تش هيله مې وه چې يو ورځ به ضرور له هغه سره مخ شم او دا وېره هم راسره وه چې هسې نه يخني خلاصه شي، بيا خو به سوالګر جاکټ وباسي او که يې وويست نو موندل به يې ناممکن شي.
هره ورځ به سهار له کوره وتم، د ښار په واټونو او کوڅو به ګرځېدم او هر چاته به مې کتل چې زما جاکټ به کوم يو اغوستی وي؟ کور کې مې څوک نه خبرول چې زه جاکټ لټوم، ويل مې کار لټوم، په نن او سبا کې دوه مياشتې ووتې.
يو ماښام چې بيا باران و او زه ستړی او مايوس کور ته روان وم، دې غږ مې د خيال نړۍ ورانه کړه چې وروره د خدای په رضا!…
سترګو ور اړولو سره مې له خولې چغه ووته، هغه وارخطا شو، زه ورته لېونی ښکاره شوم، منډه يې کړه، دی هماغه و، زما جاکټ يې اغوستی و، ما هم ورپسې منډه کړه چې ډارېدلی سوالګر راونيسم. څو يې چې ځان له کوڅې ويسته، ومې نيوه.
– مه ډارېږه، څه درته نه وايم، دا جاکټ راوباسه!
هغه چې زما داسې غوښتنه واورېده، خوله يې وازه پاتې شوه: زه په همدې ګرم يم!
ما ته مناسبه ښکاره نه شوه چې ورته ووايم دا مې مور په تېروتنه کې درته خيرات درکړی، ورته مې وويل: دا مې ډېر خوښ شو، زه به يې بدل کې تاته خپل نوی او ګرم جيمپر درکړم!
داسې فکر يې وکړ چې ورسره ټوکې کوم، خو ما ورته ژر خپل جيمپر راوويست: واخله!
هغه راته په خوښۍ جاکټ راکړ، خو خوشالي يې له ما ډېره نه وه، جاکټ مې سينې پورې کلک ونيوه او چې بيا مې واغوست نو د چا خبره له خوښۍ نه په لوی جاکټ کې نه ځاېيدم.
کله چې کور ته ننوتم، اول هوسۍ وليدم، ژر يې کوټې ته خبر يوړ چې بيا یې هماغه جاکټ اغوستی!
ټول راووتل، زما په کتلو له قهره په خندا شول. خو ما ژر د هغوی قهر په دې خبره ختم کړ چې : اغوستو ته مې نه دی راوړی، دا ساتم، سبا ځانته بل اخلم!!!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي