جعلي خبرونه او له هغو سره د مبارزې مهارتونه

محمدآغا ابراهیم خېل
[pukhto]
زمونږ مطلب له دې څېړنې جعلي خبرونه په نښه کول او له هغو سره مبارزه کول دي؛ د جعلي خبرونو خپرول هغه موضوع ده چې وروستیو کلونو کې یې نړیوالو رسنیو ته هم لوی د سر درد جوړ کړی.
دا مطلب په څلور اصلي پوښتنو چې جعلي خبرونه څه دي؟ ولې جعلي خبرونه پیدا او خپرېږي؟ څنګه کولائ شو جعلي خبرونه و پېژنو؟ څرخېږي.
جعلي خبرونه د خپل سر خبرونه وي او د ټولنیزو رسنیو، له لارې حکومتونه، سیاسي حزبونه، سازمانونه، ترهګرې ډلې او حتی رباټونه هم د دې خبرونو خپرولو لپاره ښه فرصت لري. چې دا یوه لویه ستونزه او جدي اندېښنه ده. دې ستونزو ته په کتو له جعلي خبرونو سره په مخ کېدو، د هغو پېژندل هم سخت کار ده. له جعلي خبرونو سره د مبارزې کولو یوه ترټولو مؤثره لار د رسنیو د سواد کچه لوړول او د ظرفیت جوړونې پروګرامونه پلي کول دي. تر څو دوی د جعلي خبر او اصلی خبر په پېژندلو کې خپل اورېدونکي او لیدونکي له لاسه ورنکړي، او خپلو اورېدونکو ته د قناعت وړ موضوعات وړاندې کړي.
2016م کال کې کله چې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې ترسره شوې ډونالډ ټرامپ ته د رایو په هکله جعلي خبر رسېدل د رسنیو تر منځ زور واخیست. هلري کلنټن د همدې ټاکنو بایلوونکې او د ډونالډ ټرامپ یوازینۍ او اصلي سیاله په دې عقیده ده چې د 2016م کال په ټاکنو کې د نوموړې د ماتې اصلي لامل د هغو جعلی خبرونو خپرول او ګنګوسې وې چې په خواله رسنیو او فیسبوک کې ور پسې شوې وې. د جعلي خبرونو زیاتوالی د امریکا د ټاکنو په پروسه کې د ناکامه دیموکرات ټیم ته دومره ګران تمام شو چې باراک اوباما د(امریکا د وخت ولسمشر) فیسبوک ته د سوپرستار(اتل) نوم ورکړ.
فرانسیس فوکایاما امریکایي پروفیسور؛ د 2016م کال پراخ جعلي خبرونو ته په اشاره، دا کال د ” د حقیقت څخه وروسته د څرګندېدو وخت” یاد کړی. فوکومایا جعلي خبرونه د انټرنټ ثمره وبلله او زیاته یې کړه چې دا د رسنیو او د ټولنې د وګړو تر منځ د واټن او بی اعتمادۍ لامل ګرځي.
هغه زیاتوي؛ خلک چې هر څه په انټرنټ کې لولي یقین پرې کوي او اعتباري یې هم ګڼي، ځکه چې اوس د جوړوونکي او مصرف کوونکي تر منځ داسې څه نشته چې د هغې ورځ پاڼې یا خبر چې مخکې به خپرېده او کوم خبر چې اوس خپرېږي د دې دواړو تر منځ توپیر وکړي او اعتبار ته یې وګوري. اوس روسیه، چین او داسې نور هېوادونه شته چې د خبر د اعتبار له منځه وړل یې په غاړه اخیستي دي، چې دا خپله د جګړې نوې تګلاره ده. له وخت سره سم، اوس خلک دې ته حاضر دي چې په هر څه باور وکړي، او د خبر صحت ته نه ګوري.
پورته څرګندونو ته په کتو د جعلي خبرونو خپرول کومه نوې موضوع نده. بلکې یوې اوږده او پخوانۍ موضوع ده چې له انټرنټې انقلاب سره نوره هم چټکه شوې ده او لا هم د ودې په حال کې ده.
د جعلي خبرونو تیوریکي مفهوم:
سره له دې چې د جعلي خبرونو مفهوم اوږد عمر لري او د انسان له پیدایښت سره جعلي خبرونه هم یو ځای را ټوکېدلي خو په Merriam Webster قاموس کې د جعلي خبر مخینه 125 کاله مخکې ښودل شوې، که څه هم ځینو نورو سرچینو د اتلسم قرن پیل ته اشاره کړې.
د دې قاموس موخه له جعلي خبر څخه؛ په ولسمشریزو ټاکنو کې لاسوهل او اثر غورځول ښودل شوی.
جعلي خبرونه اکثر وخت مشهور، محرمانه ښکاري، مګر حساس، معلومات لري او دا معلومات د رسنیو د مسوولینو لخوا تر خبري پوښښ لاندې راځي.
په بل عبارت، جعلي خبرونه هغه غلط، نامناسب او حساس مالومات دي چې د انټرنت او نورې ټکنالوژۍ په واسطه چمتو شوي او د همدې انټرنټ له لارې خپرېږي.
مارګارت رویوس؛ لیکوال د Teach Target مالوماتي ټکنالوژۍ مدیر او د WhatIs.com زده کړې مرکز جعلي خبر ته د ناسمو مالوماتو نوم ورکړی چې د توجه راجلبولو، ګمراه کولو، دوکه کولو یا نامتو حقوقي یا حقیقي کسانو ته د زیان رسولو لپاره تولید شوي وي. رویوس زیاتوي دا هغه مالومات دي چې نیمایي يې ریښتیا او نیمایي يې مطلقآ دروغ دارد.
په جعلي خبرونو کې دروغ او ګنګوسې څه ونډه لري؟
دروغ:
دا هغه زړه او پخوانۍ تګلاره ده چې نن هم ترې اکثره رسنۍ پوره، پوره ګټه پورته کوي. او د خپلو سیالانو د ډاروولو او د عامه اذهانو د بدلولو لپاره مرسته ترې اخلي. په دې مانا چې دوی داسې خبر خپروي چې هېڅ ډول ریښتیا پکې نغښتي نه وي.
ګنګوسې:
ګنګوسې د پیغام زباني لیږد د اوریدونکو د باورونو هڅول او د هغوی مورال باندې اغیز کول دي چیرې چې د ډاډ وړ خبرونو لاسرسی امکان نلري. د ګنګوسې مطالب حساس او د مفهوم وړ وي چې د اورېدونکو احساسات را وپاروي. د ګنګوسې پیغام اکثر وخت د ټوکې او د مسخرې په څېر انتقالېږي چې د اورېدونکو یا لیدوونکو د پام وړ ګرځي.
د بېلګې په ډول مونږ داسې ویلی شو چې! ګنګوسې دي چې فلانی ترهګریز فعالیتونه کوي.!
جعلي مالومات:
لکه څنګه چې د (جعلي) کلمه په جعلي خبرو کې پېچلې ښکاري، همدغسې په جعلي مالوماتو کې هم څه نا څه پېچلې ده. ځکه له یوه خوا د معلوماتو ډولونو ته چې محصول په غیر مستقیم ډول غلط معلومات شریکوي Miss Information وایي.
له بل پلوه په قصدي ډول د غلطو مالوماتو خپرولو او د خلکو په سترګو کې د خاورې اچوولو ته Dis Information وایي، چې په قصدي ډول د غلطو مالوماتو د خپرولو له وجې منځته راځي، او د واک او شتمنیو د خاوندانو د بدنامولو لپاره پوروپاګند کوي.
په نړۍ کې د جعلي مالوماتو ډول، ډول بېلګې وړاندې شوي چې مونږ یې هغه 7 دلته تاسو ته در پېژنو چې د ټولنیزو اړیکو اکثره عالمانو پرې توافق کړی.
1ـ طنزي محتویات: د دې هدف زیان رسول ندي، مګر د غولولو وړتیا لري.
2ـ خواشینوونکي محتویات: د ټولنې په وګړو کې د توطیې او دسیسې خپرولو لپاره کارول کېږي.
3ـ تقلیدي محتویات: دا هغه مالومات دي چې له اصلي سر چینې څخه اخیستل شوي وي.
4ـ په خپل لاس جوړ شوي محتویات: دا محتویات سل په سله دروغ، په ټولنه کې د اثر ګزاره وګړو د بدنامۍ لپاره جوړ شوي وي.
5ـ جعلي اړیکې: کله چې یو لوستوونکی د سرلیک اوریدونکي موضوعات یا څرګندونې په لیک کې نشي پیدا کولائ نو دا جعلي اړیکې بلل کېږي.
6ـ پیوندي محتویات: کله چې اصلي مالومات له جعلي مالوماتو سره په یوه قالب کې یو ځای خپریږي دې ډول مالوماتو ته پیوندي محتویات ویل کېږي.
7ـ اړول شوي محتویات: دا هغه مالومات دي چې د درغلۍ په موخه لاس پکې وهل شوی وي او په ناسمو مالوماتو اړول شوي وي.
ولې جعلي خبرونه جوړېږي؟
که مونږ د جعلي خبرونو د خپرولو د مخنیوي لپاره هڅې کوو، پکار دا ده چې لومړی د هغو کسانو په لټه کې شو، څوک چې جعلي خبرونه جوړوي او خپروي. او د دې د خپرولو لامل پوښتنه ځینې وکړو.
جعلې خبرونو جوړېدل او خپرېدل بېلا بېل لاملونه لري لکه؛ ضعیفه خبرنګاري، طنزیه خبرپاڼې، ګواښل، له حده زیات تعصب، د یوه ځانکړي کس یا یوې ځانګړې ډلې پلوي کول، سودا ګریزې ګټې، سیاسي فشارونه، اعلانونه او دې ته ورته نور لاملونه شته چې د جعلي خبرونو په جوړولو کې مرسته کوي.
د خلکو لخوا د جعلي خبرونو د منلو لامل:
د خلکو لخوا د اصلي خبرونو پر ځای د جعلي خبرونو منل او قبلول کومه نوې موضوع نده، خو پوښتنه دلته ده چې په اوس وخت کې د خلکو د پوهې د سطحې له لوړېدو سره، سره خلک ولې په جعلي خبرونو باور کوي؟
ډېر لاملونه شتون لري چې په جعلي خبرونو د خلکو د باور سبب ګرځي. د دې له منځه څلور لاملونه چې ډېر اثر لري دا دي.! خبرونه په سمه توګه نه څېړل، د خبرونو په څېړلو که د انډول نه برابرول، د خبرونو بلا پسې کول او د خبرونو شاته غورځول. خبره دلته ده چې ټول خلک په یو ډول موضوعاتو عقیده لري چې په بشپړه توګه غلط دي. اوس کله چې یو کس په دې پوهېږي چې فلانۍ موضوع اشتباه ده او دا د هغې موضوع اړوند پلټنې وکړي او ثابت کړي چې حقیقت له ده سره دی. تر څو چې امکان ولري د ژوند تر آخرو شېبو هم دې کار ته دوام ورکړي.
د خلکو لخوا د جعلي خبرونو د قبلولو یو بل دلیل د انځوریزو پیغامونو ځواک ده چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږی.
د جعلي خبرونو د خپرولو لارې، چارې:
خلک په ټولنیزو رسنیو کې د یوې بټنې په کېښکاګلو سره پرته له دې چې د خبر حقیقيت او جعل ته وګوري خپروي، ځیني نور جعلي خبرونه د رسنیو هغه مسوولین په قصدي ډول خپروي چې تر سیاسي او سوداګریز فشار لاندې وي. دې ته ورته ځینې کړۍ چې سیاسي او سوداګریزو سیالیو ته یې پایڅې بډ وهلې دي د هغه خبر حقیقت ته نه ګوري او هغه خبر یا له خپل ځانه بیا خپور کړي. تر څو د ټولنې د وګړو په اذهانو تاثیر وکړي او هغوي هغه خبر خپل ذهن ته وسپاري.
د جعلي خبرونو پر وړاندې د مبارزې مهارتونه:
واقعیت دا دی چې مونږ او تاسو ټول تخنیکي او ارتباطي ټولنه کې ژوند کوو او په دې ټولنه کې حیاتي رول لوبوو. هر کله چې مونږ یو جعلي خبر په ټولنیزو یا چاپي رسنیو کې اورو، ګورو یا یې مونږ خپله په داسې حال کې خپروو چې اصلیت او حقیقت یې کنترول نکړو نو خپل ځای او ټولنې ته مو یو سر خوږی جوړ کړی وي. اوس د رسنیو دا فضا ککړه شوې ده او مونږ باید دا مسوولیت په غاړه واخلو چې په دې ټولنه کې د اعتماد فضا رامنځته کړو. او دا فضا هغه وخت مونږ کنټرولولای شو چې د رسنیو د مسلکي توب په برخه کې کار وکړو، د ظرفیت جوړونې پروګرامونه په لار واچوو، د چاپي، خبري او بصري رسنیو سواد ته پاملرنه وکړو.
یوازینی اصل او مهارت د جعلي خبرونو د مخنیوي لپاره د رسنیو با سواده کېدل دي، د رسنیو با سواده کولو نه مطلب دا چې په رسنیو کې د شته خبریالانو، کارکوونکو او ان دا چې د رسنیو مشرتابه پکارده چې د جعلي خبرونو د خپرولو د زیان او د هغه په عواقبو باندې پوی شي. تر څو دوی د دې توان او ظرفیت ولري چې د جعلي او اصلي خبر توپیر وکړائ شي. په دې برخه کې دوی د ارواپوهنې او تخنیکي استادانو ته اړتیا لري تر څو هغوی په خپلو مهارتونو سره په دې برخه کې اړینې تګلارې ورته په ګوته کړي.
په پای کې ټینګارکوم چې رسنۍ په ټولنه کې ډېر لوړ ځای او ستر مسوولیت لري. نو په کار ده چې د جعلي خبرونو له خپرولو ډډه وکړي، په ټولنه کې د یوې مسوولې شبکې په توګه د ټولنې د وګړو له احساساتو سره لوبې ونه کړي. او تل دې هڅه وکړي چې د خبر په خپرولو کې (صحت) د (سرعت) قرباني نکړي.
زه له خپلو هېوادوالو څخه هم هیله کوم چې هر خبر ته چې صحت ونلري مه یې خپروئ ځکه تاسو ډېر په اسانه یوازې د (شئر) په تڼې سره کولائ شئ چې خبر خپور کړئ. خو دا چې د ټولنې په وګړو څومره اغېز لري په دې تاسو نه پوهېږئ.
[/pukhto]
thank you dear it’s your Kindness
Aгticle writing is also a fun, if you be familiar with afterward yʏou
can write if not it is compleⲭ to write. http://walio.top/