67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

حسن (ښاېست)

ژباړه: مريم افغان

[pukhto]
يو شاعر وويل چې ما ته د حسن (ښاېست) په اړه څه وواياست!
مستوفي ورته وويل چې ته به حسن چېرته پيدا کوې؟ تر هغې چې هغه خپله په لار کې در نشي او لارښوونه درته ونه کړي!
زخمي نصيب وايي: حسن يو مهربانه زړه دی!
جذبات پرست وايي چې؛ نا!!! حسن د واک او ځواک يو مظهر دی او لکه توپان زموږ تر پښو لاندې ځمکه او د سرونو په سر اسمان لړزوي.
نحيف او خوارځواکی وايي: حسن يو ښاېسته او نرم غږ دی چې زموږ له ارواګانو سره پټې خبرې کوي.
په خفګان او اضطراب اخته کس وايي: ما هم حسن په غرونو کې په چغو ليدلی او له همدغه چغو سره مې د آسانو د پښو اواز او د زمري چغې هم اورېدلي….
د شپې په وخت د ښار څوکېدار وايي: حسن له سهار سره ختيځ نه راټوکېږي!
هغه خلک چې په يخنۍ کې اوسي وايي: حسن خو به له پسرلي سره تشريف راوړي او ځای پر ځای به د غرونو په لمنو کې د ريدي او غاټول له ګلونو سره ټوپونه وهي.
هو! همدا ټولې خبرې تاسو د حسن په اړه کوئ، خو رښتيا دا ده چې تاسو د حسن په اړه کله خبره کوئ؟؟؟ تاسو خو د هغو اړتياو خبره کوئ چې پوره شوي نه دي! او حسن خو يوه اړتيا نه؛ بلکې يو کيف دی!
او حسن تږې شونډې نه دي او نه هغه لاس دی چې نورو ته غځېدلی وي…. دا يو زړه دی چې سوځېدلی او ژوبلېدلی دی او سوليدلې او بايلل شوې اروا ده!
هغه داسې مخ نه دی چې ته يې وکتلای شې او نه داسې ساز دی چې ته يې په غوږونو واورې، بلکې حسن يو داسې مخ دی چې ته يې په پټو سترګو کتلای شې او داسې ساز دی چې په کڼو غوږو يې هم اورېدای شې!
حسن د هغې شګاف وهلې ونې تنه نه ده چې لا يې هم په خوړل شويو او مړاوو رګونو کې رس غځونې کوي او نه هم داسې وزر دی چې د قفس په کږلېچونو کې نښتی پاتې وي، هغه خو يو داسې باغ دی چې د کال دولس مياشتې ګلان په کې غوړېږي او د ملائېکو يوه داسې ډله ده چې تل يې فضاء د خپلو وزرو تر پوښښ لاندې نيولې وي.
ای خلکو! حسن ژوند دی، هغه ژوند چې له خپل نوراني مخه يې نقاب پورته کړی وي او هم ته ژوند او نقاب يې!
حسن هغه ابديت دی چې خپل مخ ته په هېنداره کې ګوري او هم ته هماغه ابديت او هماغه هېنداره يې!

[/pukhto]

11 خوښونې

اړوند مطالب

عاطفي پوخوالی
افغان پوځ وسلې نه شي ساتلی
غوټه
د سکون په لټون ملګري راټول شول
ازادې رسنۍ نشته؛ یا ډېرې کمې دي!
سلاکاران څه کولای شي؟
انسان او کبر
مينه د رڼا لپاره باوري ځواک دی!

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

مارچ 2018
S S M T W T F
 12
3456789
10111213141516
17181920212223
24252627282930
31  
« Feb   Apr »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /