67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

خاص خبره

لنډه کیسه/ ژباړن :مبارک شاه داودزی

[pukhto]
که په نيويارک کې ښځه يا جلۍ تښتي دا عامه خبره ده، که زما ملګرې وتښتيده نو څه وشو؟ دا هم عامه خبره ده، خو پدې کې خاص خبره داده چې له ځان سره يې زما سکه ورور وتښتاوه.
ما هم ورته سر وخوځاوه: هو خاص خو ده!
هغه بيا په خبرو راغی تاته مې مخکې ويلي و، زما يوه امريکايې ملګرې وه کرسټي نوميده پنځه کاله يوځای سره او سيدو بس واده مو کاوه چې په منځ کې مو ورور راغی، بيا شوه خاص خبره، له ما سره اکثر خاص کارونه کيږي عام کارونه له نورو خلکو سره کيږي، دې نيويارک کې هم څه خاص نشته بی له ما، بيا په خندا شو د هغه نوم انور و، خاص خبره يې تکيه کلام و.
په يو هوټل کې چې چې زه به اکثره ورتلم ومې لید، هغه په اول وار ليدو سره راته په اردو وويل: په شراب خانه يا هوټل کې ځانته ناسته عامه خبره ده، خو له يو چاسره په ګډه بيا خاص خبره ده، له همدې ځايه مو ياري سره شروع شوه.
ځان لپاره يې يو قسم شراب او زما لپاره کوک راوغوښت، په نيويارک کې يې د ترانسپورټ کاروبار و، په هغه ماښام مو ښه غورې وکړې د کارت په راکولو يې ډوډۍ ته دعوت کړم .
ما هم له بلې اونۍ لپاره وعده ورسره وکړه.
بيا يو ماښام سره ناست وو ده د خپلې ميرمن کيسه کوله چې څنګه ترې لاړه يا وتښتول شوه؟ هغه يې په الباماکې پيدا کړې وه، په هغه وخت کې ما لارۍ چلوله ما ډير داسې کارونه کړي ان د هوټل د لوښو مينځلو پورې او اخير مې په ډير تکليف دغه د ترانسپورټ کارو بار برابر کړ.
ها خبره مې د هغې کوله هغې غوښتل چې يو ځل پاکستان وګوري ما هم ټول کارونه پريښودل، د دو هفتو لپاره کراچۍ ته راغلو په هغو ورځو کې د کراچۍ ښار په امن کې و، کراچې يې خوښه شوه.
مراد علي مې ورور و او د پلار مور سره مې کراچۍ کې اوسېده، کوم کاروبار یې نه کاوه پلار مې هم ترې تنګ و، ویل یې له ځان سره یې نيویارک ته بوځه.
ما هم فکر کاوه چې ځه هلته به مې لاس پرې ازاد وي، مراد علي ته مې چې وويل هغه په دوه پښو تګ ته ناست و، خو امريکې ته تک مشکل و له ځان سره مې نشو وړی، بيا نه پوهيږم چې څنګه مې کرسټي ته وويل چې ته او مراد علي په محکمه کې واده وکړئ، چې امريکې ته د مراد علي د تګ کار اسانه شي .
هغوې دواړو کاغذي نکاح محکمه کې وکړه، خو ماته داسې ښکاره شوه چې په خپل لاس مې کار خراب کړ، ليکن ځان مې ډاډه کاوه چې ځه تر امريکې تګ دی اوبس، بيا به دواړه واده وکړو ټول کارونه څنکه چې ما غوښتل هماغه شان وشول .
امريکې ته په رارسيدو زما کومې لارۍ ټکر کړی و چې ډريور هم پکې مړ و، په دغو لانجو کې ونښتم ما ويل چې څنکه له دې خلاص شم نو واده کوم، مرادعلي څه نه ويل، خو کرسټي يوه ورځ راته وويل: زه نور تا پريږدم، ځکه چې مراد علي زما قانوني خاوند دی او مونږ شيکاګو ته ځو.
ما چې هر څومره غوسه وکړه، زارۍ مې وکړې، ومې ژړل هر څه مې چې وکړل هغوی پرېښودم له کلونو روسته زه يو ځل بيا يوازې شوم.
له دی سره يې دوه ګیلاسونه په سر واړول.
ماترې وپوښتل هغوی اوس چيرته دي ؟
هغې سر وڅنډه ويل څه خبر يم؟ څه ضرورت دی چې چيرته وي هلته دې خوشاله وي.
بيا يې له نشې ډکې سترګې راته ونيوې زه تاته يوه بله خبره وکړم .
ما ورته کړه عامه که خاص؟
په خندا شو: دواړه دي .
يو کال خو همدغسې تير شو په دويم کال مې له ځان سره پريکړه وکړه چې راځه په پاکستان کې له يوې غريبې جلکۍ سره واده وکړه چې داسې ډيرې نخرې يې نه وي زده، د شپږو هفتو لپاره مې يو سپين پوستی ملګری په ډيرو زاريو خپل کار ته ودراوه او زه کراچۍ ته لاړم.
خپلو ملګرو ته مې وويل واده کوم خو له يوې غريبې او اخلاقي جلۍ سره، هغوی خوارانو ډيرې راباندې وليدلې خو سليمه مې پکې خوښه کړه، هغه شپږ هفتې مې پاکستان کې پرې سيل وکړ او بيا نيويارک ته راغلو، د راتګ په دريمه ورځ عجب کار وشو. سليمه له کوره ورکه شوه، د تليفون خواکې يې يو خط راته پريښی و هغې ليکلي و .
له تا نه مننه چې زه دې تر نيویارک پورې راورسولم، بیا هم مننه، زما کوژده کړی همدلته اوسي، زه له هغه سره لاړم، ما واده صرف د راتګ لپاره کړی و، زه به هغه ورځې هېرې نه کړم چې له تا سره مې تېرې کړي. .
سر مې وچورلېده، هيڅ مې نشوکولای.
ومې ويل: دا خو ډيره خاص خبره ده.
هغه وويل: خاص خبره خو اوس درته کوم، درې کاله وروسته د سليمه رجب علي په نوم خط راغی ليکلي یې و؛ هير مې نه یې خط کې يې د څلورو زرو چک هم راستولی و او ليکلي یې و چې زمونږ زوی پيدا شوی، ستا نوم انور علي مو پرې ايښی، له دې سره يې هغه چک هم راوويست او راته يې ونيو د چک تاريخ د تير کال و ماته مسکی شو، ويل یې څنګه خاص خبره نده؟
هغه نور د خپګان څپو ونيوه او په سترګو کې يې اوښکې ډڼډ شوې .

[/pukhto]

6 خوښونې

اړوند مطالب

د مذهبي جنونیانو او امریکې یارانه
فکشن او قاضي منظور موسی خيل
بې څراغه زندګي
د مازیګر بنډار پنځه ویشتمه ناسته وکړه
بازار
د ژباړې روان بهير او څو ستونزې
نور ولولئ
ایاغ، روایت او مډرنیسټي بحثونه/ کتاب
څنګه قوي وینا وال شو؟

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

مې 2017
S S M T W T F
 12345
6789101112
13141516171819
20212223242526
2728293031  
« Apr   Jun »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /