خدايي خدمتګار سره مرکه

د سکون په لټون
[pukhto]
سر محقق عبدالله بختاني خدمتګار د افغانستان منلی ليکوال، شاعر او څېړونکی دی. تر اوسه يې ۱۱۰ بېلابېل کتابونه چاپ شوي او شل ناچاپ اثار لري، نوموړی د باچاخان، الفت صيب، خادم صيب او نورو نومياليو خوږې خوږې کيسې کوي چې خلک يې په اورېدو نه مړېږي.
خدمتګار څو ورځو لپاره د جلال اباد په سپین غر هوټل کې دېره و، ډله ډله خلک يې احترام ته ورتلل، يو مازيګر د سکون په لټون ملګري نيازعلي خاکسار، احمد جمال جمال او عزت الله ځواب هم پوښتنې ته ورغلل.
– استاده! دا د لغمان سيمه هم ښه شاعرانه ده؟
– د لغمان سيمې ښه شاعران پاللي او روزلي دي، لکه ګل پاچا الفت، سيد شمس الدين مجروح. په ولسي شاعرانو کې محمد نور، ځانله سبک، اهنګ او خوږوالی لري، ټول شعرونه يې سندغاړو ويلي دي. ( چې باغ مې جوړ شي رانه يې يوسي سيلابونه).
– ستاسې د ځوانۍ شعرونه هم سندرغاړو ويلي دي.
– هو والله ويلي يې دي…. خندا…
ويښ کله پښتون به شي ارمان دی ارمان دی
تل دغه نارې وهم افغان دی افغان دی
ماته ده کښتۍ د پښتون ماته ده
ويې ساتې خاونده توپان دی توپان دی
حق به پښتون واخلي د اغيارو نه
دا د دوی مسلک ګټه پيمان دی پيمان دی
ما د پاچاخان په امر د هغه د کتاب (زما ژوند او جد وجهد) په ترتيب او ايډيټ کې برخه اخيستې. د پاچاخان د ليک او وينا ژبه يو شان وه. پاچاخان د ليک شوق ډېر نه کولو ليکن کله چې دغه کتاب چاپ شو ويل يې چې ما د دغه کتاب دوهمه برخه هم ليکلې ده، چېرته ده او چېرته نه ده؟ هغه کتاب يې لاس ته نه دی راغلی!
– د پاچاخان شعرونه خوښېدل؟
– ښه شعر يې پېژنده، خپله يې شعر نه ويلو، پاچاخان به ويل چې په خدايي خدمتګارانو کې داسې خلک ول چې خپل کسب او کار يې هم کولو، نفقه يې هم ګټلې، ځان يې هم رساوه، مطالعه يې کړې، سبق يې هم ويلی او مبارزه يې هم کړې. داسې خلک ډېر کم دي، يو څوک چې د مبارزې سړی شي هغه همداسې نېغ نېغ ګرځي، يو سړی په علم نېغ ګرځي، خو خدايي خدمتګار دغسې نه و، مهنت او زحمت يې ګاللو او مبارزه يې کوله.
– ځينې خلک له شعره خپلې ايډيالوژۍ ته کار کوي؟ هنر ته خو پکې کوم زيان نه رسي؟
– هنر چې هنر وي په هماغه چوکاټ کې هم هنر وي او که په هغه چوکاټ کې هنر نه وي بيا زما او ستا د بحث وړ نه دی.
– خادم صيب او فرهاد صيب ملګري ول؟
– زه يوه کيسه تاسې ته وکړم او تاسې يې په بل تعبير مه وباسئ. (افغان ملت) کليمه ما او خادم صيب په ګډه انتخاب کړه. يوه ورځ د خادم صيب ليدو ته د هغه کور ته لاړم، چمن حضوري ته نېږدې، جاده ميوند کې د خادم صيب کور و. هغه راته وويل چې ځوانان فکر لري يو حزب جوړ شي، ته په کې څه وايي؟
هغه وخت ښکاره حزبونه نه ول، د ظاهر شا پاچاهي وه، نو ما ويل دا خو ښه خبره ده، ده وويل:
– ستا څنګه حزب خوښېږي؟
ما ويل سړی بايد جامعې ته وګوري، حالاتو ته وګوري، داسې يو حزب چې ملي وي، قومي نه وي او عام انساني خصلت ولري، مګر دا نه چې د ملت له چوکاټه ووځي، بيا مو په نومونو بحث وکړلو، سوشل کلمه مونږه ياده کړه( افغان سوشل ديموکرات ګوند) .
نو دغسې بحثونه ما او خادم صيب وکړل، لکه اوس چې مونږ او تاسې بحث کوو، بله ورځ خبر شوم چې د پاپا (غلام محمد فرهاد) په کور کې يو شمېر روشن فکرانو د دې ګوند بنسټ کېښود.
زه چې بيا د خادم صيب پوښتنې ته لاړم نو هغه نه مې پوښتنه وکړه چې دغسې کار شوی، ته پکې وې؟
هغه ويل؛ هو زه وم پکې او هماغه بحثونه چې ما او تا دلته کول، هلته هم روان وو. کاشکې ته واي! وا هلکه تاته چا نه و ويلي؟
ما ورته ويل نه ماته هېچا نه دي ويلي.
– پاپا ډېر خدمتګار سړی و؟
– دغسې خلک ډېر کم پيدا کېږي. که په هره جامعه کې دغسې خلک پيدا شي هغه وطن ډېر مخکې ځي، د ډېرو خبرو سړی نه و، د ډېر عمل سړی و. ما چې ليدلی و، د سر ويښتانو کې يې سپين لګېدلي و، ږيره يې خريله او په بريتونو کې يې سپين معلومېدل. زه هغه وخت ځوان وم.
– افغان ملت ګوند خپل هدف وړاندې نه شو کړای؟
– هدف خو يې ډېر وړاندې کړ، ځکه څو کاله مسلسل يې اخبار چاپ کړلو، ميټنګونه يې وکړل، په هر ځای کې يې خپل نظر ويلی او ځينې کارونه يې کړي، نشريات يې پاخه ول، اخبار يې مقبول و، لاس په لاس ګرځېده او خلکو لوسته. هر کار دښمن هم لري، دښمن هم مخامخ وهل کوي او هم په يو شي کې نفوذ کوي او شی خرابوي. نو دا ګوند به هم د همدې مسئلو ښکار شوی وي.
– الفت صيب دې ملګری و؟
– استاد مې و! زه د الفت صيب ملګری وم، ښکلی سړی و، هم د اخلاقو له مخې او هم ښه ليکوال او مفکر و.
– د پاچاخان له کورنۍ سره مو اړيکې شته؟
– پاچاخان چې کابل کې و زه ورسره وم، پېښور ته د پاچاخان له وفات وروسته تللی يم، کورنۍ او لمسيان يې زما ډېر درناوی کوي، اوس هم چې لاړ شم ورځم. زما پوښتنه کوي، داسې مجلسونه پېښ شوي چې زما د مقالې يا وينا نوبت راغلی، اسفنديار ناست دی، ما چې خبرې خلاصې کړي، خپلې چوکۍ ته تللي يم کله چې مجلس ختم شوی اسفنديار نېغ پاڅېدلی، ماته راغلی او غېږه يې راکړې، دا کار يې په کابل کې هم کړی او پېښور کې هم….خندا
– دوه ګڼې مينه مو درته راوړې!
– يو وخت مرحوم سيد حسن حسن په کږه کې په قلم اخبار ليکه ( د کور غم) دا خو د کور غم دی، چې ګډ وډي وي. په چکنوريو کې مولوي ابراهيم د محمد موسی شفيق پلار اخبار چاپولو (الايمان) نومېده، هغه مولوي و، نو د اخبار نوم ايمان و، ايمان خو شرعي ايمان هم دی او په پښتو کې ايمان غيرت ته هم وايي. نو په افغانستان کې دغسې کارونه هم خلکو کړي دي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي