خدای دې يې نه بښي

لنډه کيسه/ نصرت ارمان
[pukhto]
لمر خپل سوربخن مخ کرار، کرار د تور غره شا ته پټوي، خورې ورېځې شېبه په شېبه يو ځای کېږي، ستړي مرغان سيل، سيل خپلو ځالو ته روان دي او د ورځې شور د شپې خاموشې غېږ ته پناه وړي.
د سرې کلا د لوړ برج لاندې دوه ماشومان خاورو کې په لوبو اخته دي. همدا وخت د يو چې ګريوان تر لمنې شکېدلی پام کېږي چې لېرې ډله، ډله خلک د سر کلي خوا ته روان دي. هغه څو شېبې هاغه خلکو ته له کتو وروسته خپل ملګري ته غږ کوي.
– ای ميرګله دا خلک چېرته روان دي؟
د ميرګل چې مخ او ببر سر خاورو سپېره کړي، هماغه اړخ ته سترګې اوړي، حيرانېږي چې څه خبره ده؟
له لږ فکر وروسته وايي: لکه چې سدوزی ماما مړ شوی او دا خلک يې جنازې ته روان دي.
ګريوان شکېدلی په خوشالۍ وايي: رښتيا؟
– هو؛ سهار مې پلار ويل چې سدوزی ماما ډېر سخت ناروغ دی او زه يې پوښتنې ته هم نه يم تللی.
– که سدوزی ماما مړ شوی وي، نو بيا خو به سخات هم وېشي.
ميرګل خيال کې ځي چې د سدوزي ماما زوی شنه او سره لوټونه جنازې ته په راغليو خلکو وېشي او ده ته هم يو نوټ لاس کې ږدي.
ګريوان شکېدلی يې له خياله راباسي: راځه چې ځانونه ورسوو.
هغوی د شنو پټيو منځ کې تېره شوې لار باندې چې سر کلي ته تللې منډه کوي، دواړه پښې لوڅي دي، دوړې پورته کېږي.
تر لږ ځايه تللي نه وي چې ميرګل سخت غورځي او له خولې يې اخ وځي. بل ملګری يې بېرته پسې راتاوېږي: څه وشول؟
مير ګل خپله په خاورو ککړه پښه کلکه نيولې او درد يې سپېره مخ غونج کړی. د غټې ګوتې نوک يې تيږي سره لګیدلی او کنډ، کنډ وينه ترې راوځي.
– ځه کور ته لاړ شه.
مير ګل ته يې خبره خوند نه ورکوي، ژر له جېب نه دسمال راباسي او ګوته پرې تړي. د هغې سترګو ته شنه او سره لوټونه ځي راځي.
– کور ته نه ځم….
– ښه ژر راجيګ شه چې ناوخته کېږي.
د ميرګل پښه څړيکې کوي او چې قدم اخلي له خولې يې اخ وځي، ملګری يې ورته بيا وايي: که نه شې تلی، زه درنه ځم!
دا ژر ځواب ورکوي: نه تلی شم. درپسې يم.
– لږ راتېز شه.
***
د سر کلي مخ ته لويه هديره کې ډېر خلک راټول شوي، څه خلک د تازه ويستل شوي قبر څنګ ته د خاورو ډيري باندې ناست دي او څه د نورو قبرونو څنګ ته، د جنازې کټ اېښودل شوی، ملا تقرير کوي او خلکو ته وايي چې زموږ ټولو انجام همدا دی او يوه ورځ به موږ هم دغه زندان ته ځوو….. خو د ميرګل او ملګري يې دې خبرو ته پام نه دی، هغوی يو خوا بل خوا سترګې اړوي چې څوک به سخات وېشي؟
همدا وخت د سدوزي ماما مشر زوی چې سترګې يې سرې اوښتي او لا هم ژړغونی دی پاڅېږي او په څادر کې غوټه کړې پيسې راباسي چې په خلکو يې ووېشي، د ميرګل او ملګري په سپېرو مخونو خوښي راپيدا کېږي، د مير ګل ملګری ځان د غټانو څنګ ته رسوي او په يوه ډبره کېني چې غټ ښکاره شي، ميرګل هم هماغسې کوي، د سدوزي ماما زوی هغوی ته رانېژدې کېږي، دواړه زړه کې سوالونه کوي چې کاش دوی ته يې هم ورکړي. هغوی سرونه جيګ، جيګ کوي چې څوک پرې د ماشومانو ګومان ونکړي.
د سدوزي ماما زوی رارسي، څنګه چې ميرګل لاس ور اوږدوي، همدا وخت يو غږ اورېدل کېږي: خانجانه ماشومانو ته يې مه ورکوه.
او له دې غږ سره د ميرګل او ملګري هيلې يې د خاورو لاندې کېږي. د سدوزي ماما زوی چې يو لاس کې يې د پيسو بنډل نيولی، دواړو ته غوسه، غوسه ګوري او ترې تېرېږي.
ملا تقرير خلاصوي او دعا ته لاسونه پورته کوي؛ خدای دې يې جنتي کړي، خدای دې د هغه ټول ګناهونه وبښي…….
ميرګل په ډک ستوني د دې پر ځای چې امين وکړي ځان سره وايي: خدای دې يې نه بښي!!!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي